پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزپه کم عمر واده| رحمت پټان

په کم عمر واده| رحمت پټان

واده کول د بشریت د بقا او تداوم لپاره د انسانانو د ژوند یوه ډېره اساسي او عمده برخه ده.
همدارنګه واده کول د کورنۍ جوړولو او ژوند يوه اړتيا ده خو یوازې واده کول، شرط نه دی، بلکې د واده لپاره خپل شرایط پوره کول هم شرط دي.

همدارنګه د سازمان ادووکسي ګروپ ګېرلز (Advocacy Group Girls) په حواله، هر کال په نړۍ کې ۱۲ میلیونه نجونې په ټیټ عمر کې واده کوي. دوی ټینګار کوي چې په ټیټ عمر کې واده کول ښځې له زده کړې څخه محروموي او د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي خطرونه زیاتوي.په نړۍ کې یوازې افغانستان نه دی، چې له دغو شراطونو څخه سرغړونه کوي، د نړۍ ډېر هیوادونه دي، چې سرغړونه ترې کوي. خو افغانستان بیا هغه هیواد دی، چې اکثره وکړي یې د واده کوم شرطونه باید پوره کړي نه پوره کوي، چې یو له هغو څخه ځينې وخت لېدل کېږي چې نجونې او هلکان د بېلابېلو دلايلو له مخې په کمو عمرونو کې ودونه کوي چې دا کار يو شمېر خطرونه لري او د انسان په راتلونکي ژوند کې ډېرې ناوړه پایلې لري.

موږ کلي کې تیر کال هم یو نهه کلنه جلکۍ یو ۲۸ کلن ساده هلک ته ورکړه، چې پنځه یا شپږ کاله وروسته به واده کوي. دا یوازې یوه پېښه نه ده، بلکې ۲۴ کلنه جلکۍ دولس کلن هلک ته واده کوي، همداشان ۵۷ کلن بوډا ته ۱۵ کلنه جلکۍ واده کوي. دا هغه ودونه دي چې موږ کلي شاو خوا پېښ شوي دي.په کمو عمرونو کې وادونه کول د مختلیفو دلایلو له مخې یې کوي، چې ډېری وخت یو جلکۍ په کم عمر کې ورکوي/ خرڅوي یې، چې ځینې په لاندې ډول دي:

۱ ـ د جلکۍ پلار او مور عقلي خلک نه وي، ځکه جلکۍ په کم عمر کې واده کېږي.

۲ـ کله چې د جلکۍ کورنۍ چا سره بد وکړي، نو بیا هم کم عمر کې جلکۍ ورکوي، هغو بدو په بدل کې.

۳ـ ځینې نجونې کم عمر کې ځکه ورکول کېږي، کورنۍ یې فکر کوي چې په دې ډول به د جلکۍ حیا وساتل شي.

۴ ـ د جلکۍ کم عمر کې واده کول لوی عوامل یې د پلار او مور غوربت دی.

۵ ـ په کم عمر کې یو هلک ته ځکه واده کوي، چې د هلک کورنۍ زیاتې پیسې لري.

۶ ـ یو پلار خپل یو زوی ته ځکه کم عمر کې واده کوي، چې د زوی یې مراته نشي.

۷ ـ ډېری وخت همداسې کېږي، چې د هلک مشر ورور مړ شي، ښځه یې، کشر ورور ته، په کم عمر کې په نکاح کړي.همدا شان نور عاملونه هم لري، ځینې وخت ځوان هلکان او انجونې په خپله غواړي چې کم عمر کې واده وکړي، ځکه چې دوی خپله د جنسي ناکراری سره مخامخ وي، غواړي، چې ژر خوند یو له بل څخه واخلي. هغه ځوان هلک یا جلکۍ چې غواړي کم عمر کې واده وکړي، خپله عقلي فیصله نشي کولای نو ځکه د ژر واده کولو فیصله هم کوي.

واده کول یو له لوی مصولیتونو څخه دی، چې د هر چا د وس خبره نه دی، په کم عمر کې دومره لوی مصولیت اخیستل ډېرې ناوړې پایلې لري، چې ځینې په لاندې ډول دي:۱ ـ د طب له نظره د کم عمر ودونه د ښځي او د هغې د راتلونکي اولاد په صحت ډيره بده اغېزه کوي، اکثره د ماشوم د نيمګړي جوړښت د مور په ګېډه کې او د هغه نورو ستونزو سبب ګرځي. امکان لري، چې ماشوم یې مړ هم پیدا شي.

۲ ـ د کم عمر انجوني د اولاد پالني هيڅ ډول خيال په صحي ډول نشي ساتلي او مور د روحي ستونزو ښکار کېږي، ځکه د جلکۍ عقل خام وي، عقلي فکر نشي کولای چې څه سم کړي.

۳ ـ د خاوند او ميرمنې ژوند د ستونزو خالي نه وي، د کم عمر انجلۍ د خاوند د حقوقو خيال نشي ساتلی، د هغه د خواهشاتو پوره کولو او د هغه د کورنۍ خيال هم په سم ډول نشي ساتلی.

۴ـ اکثره وخت چې کم عمر کې ودونه وکړي، وروسته یې ځکه پایلې خراب یې وي، چې دوی خپله دقیق انتخاب نه وي کړی.

۵ ـ ډېری وخت داسې هم کېږي، چې کم عمر کې واده وکړي، د وخت په تېردو سره بېرته یو له بل څخه طلاق واخلي.
۶ ـ د پرمختګ وخت همدا کم عمر دی، چې واده کولو سره بیا هغه شان پرمختګ نه کېږي، ځکه بیا کورنۍ مصولیت ور په غاړه کېږي. همدارنګه مکتب، پوهنتون او نورو درسونو ته په منظم ډول لاس رسی نه کېږي.

۷ ـ په ځان باور نه لري، جنسي اړیکې هغه شان نشي تر سره کولای، چې څنګه یې باید تر سره کړي.
۸ ـ هلک او جلکۍ په کم عمر کې یو بل ته خیانت کوي.

۹ ـ په کم عمر کې واده کول، ښځه ژر بډۍ کېږي او هلک هم کمزوری کېږي.

۱۰ ـ په کم عمر کې واده کول، اکثره وخت د جلکۍ او هلک څخه پوښتنه نه کول کېږي.په کم عمر کې واده کول، همدغه شان یو لړ نورې ستونزې هم لري.

په افغانستان کې د واده لپاره د جلکۍ ۱۶ کاله او د هلک لپاره ۱۸ کاله عمر ټاکل شوی دی، خو نور اکثره هیوادونو کې د واده لپاره عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.وایي، کامیاب او خوشحاله ژوند لرونکو ودونه هغه دي، چې په مناسب وخت کې ودونه کوي، یعنې د واده ټاکلی وخت یې پوره کړی وي او یو منظم اقتصاد ولري، چې ځینو پوهانو دغه وخت ۲۲ کلني څخه تر ۳۵ کلنۍ پورې ښودلی دی، خو تر ټولو ښه وخت یې وایي، د ۲۲ کلنۍ څخه تر ۲۵ ښودلی دی، خو ځینو بیا ۲۵ تر ۳۰ کلنۍ پورې ښودلی دی.

دا چې د هلک عمر باید حدالعقل د جلکۍ څخه دوه یا درې کاله زیات وي.

مخکې له دې چې د کاش او افسوس کلمه استعمال کړئ، په خپلو کارونو او پرېکړو مو ښه فکر وکړئ.
کنه بیا به وایې، کاش ځینې پرېکړې مو بل ډول کړې وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب