جمعه, دسمبر 13, 2024
Home+پارک/ اجمل پسرلی

پارک/ اجمل پسرلی

د (اولشانسکا) د سړک په پای کې په واړه پارک کې هیڅوک نه ښکاري. په اوړي کې به مازدیګر له کاره وروسته دلته ډير راتلم. هغه وخت به د دې پارک په یوه کونج کې چې د اوبو نل هم شته بیکوره کسان پنډ وو.

 نور خلک چې له دوی سره مخامخ شي لار چپوي. دوی ته بل رنګ ګوري لکه نا اشنا، لکه پردی، لکه کډوال!!!

دوی بیا کله ناکله ماته ښکته پورته ځير شي، فکر به کوي چې دی لا له کوم وطنه راغلی؟ په پراګ کې تورې سترګي تور ویښته؛ که به کیسه دا وي چې له ځانونو سره به وايي د ده ولې موږ بد نه ایسو؟

په دوی کې یوه نجلۍ ده زیړ ویښته، په خیرن مخ کې یې شنې سترګې ماته داسې ښکارې لکه یو وخت چې په شهر نو کې د شنو سترګو یوه سوالګره ګرځیده.

د اوړي په وروستیو کې یوه ورځ د همدې نجلۍ ملګري کمیس وایست پر مټ یې ایستلی سره تللی شین ټټو وموښه راوموښه، دې نجلۍ ته یې ونیو، هغې لاس پرې تیر کړ. ده بغارې کړې، ملګرې یې سر د ده پرټتر کیښود، ده چیغي کړې:

« د ټټو رنګ تللی»

هغې یې ملا وموښله، ده کمیس له مځکې وویشت. نجلۍ کمیس ورپورته کړ، ورته ویې نیوی چې وایې غونځي،  ده پورې وهله د هغې سر له نل سره کلک ولګید، اوږده وغځیده دی ورټیټ شو په غیږ کې یې ونیوله، د هغې مزغی شاته بیسده کوږ شو.

ما بیک اوږې ته کړ چې کډوال سړیه په جنجال وانه وړي. لکه چې کوم لاروي پولیسو ته زنګ وهلی و. زه لا د سړک سرې اشارې ته ولاړ وم چې د پولیسو موټر راښکاره شو. چې له سړکه پورې وتلم د امبولانس هارنونه شول.

 له هغې ورځې وروسته دلته نه وم راغلی. نن هوا یخه ده، سړه سیلۍ ده. په اوړي کې به دلته د بیکورو شور و. د اوبو پر نل مې ګوتې تیرې کړې. له نله بهیدلي اوبه کنګل شوې دي:

« هاغه  نجلۍ به ښه شوې وي؟»

د ونې زیړه پاڼه پرمځکه پرته وه، ورټیټ شوم، یخ وهلې، کنګل شوې پاڼه نیمه لاس ته راغله. لکه د ژمي د شمال یوه څپه چې د لغړو ونې ترمنځ پورې وځي او له پارکه وځي، زه هم ووتم.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب