Homeخبرونهافغان خصوصي بانکونو ته د امانتونو سپارل زيات شوي

افغان خصوصي بانکونو ته د امانتونو سپارل زيات شوي

تاند:(دوشنبه، د قوس څوارلسمه) د افغانستان د خصوصي بانکونو ټولنې ويلي، چې خصوصي بانکونو ته د امانتونو سپارل زيات شوي.

د دغې ټولنې اجرایوي رییس نجیب الله امیري ویلي، چې له دې سره د بانکونو د نقدو پيسو د کمښت ستونزه مخ په کمیدو ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس هم بانکونه په ټاکلي مقدار خلکو ته د دوی پيسې ورکوي، خو تر پخوا په بانکونو کې د نقدو پيسو د کمښت ستونزه کمه شوې ده او بانکونه له خطرناک وضعیت څخه را وتلي دي.

سرچينه په وروستيو مياشتو کې افغان بانکونو ته د خپلو شتمنيو د سپارلو په برخه کې د ۴ سلنه زياتوالي خبر ورکوي.

افغانستان دمګړۍ ۷ خصوصي، ۳ دولتي او ۲ هم د نړیوالو بانکونو نمایندګۍ لري.

 د طالبانو له واکمنيدو سره، د اسلامي قرضو د ورکړې يوه بانک هم خپل کار پيل کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک لا هم په بانکونو کې د خپلو پخوانيو پيسو د نه ترلاسه کولو له امله شکایت کوي او له بانکي چارواکو ېې د حل غوښتنه لري.

په وروستيو کې امريکا متحده ايالاتو د نقدو پيسو د کمښت د مخنيوي او افغاني بانکنوټونو او اقتصاد د نه سقوط په موخه افغانستان ته د اونيزو ډالري کڅوړو د مرستو استول زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...