Homeخبرونهايران انټرنشنال ته غبرګون؛ پروین پژواک: زه افغانه یم« افغانستانۍ» مو ولې...

ايران انټرنشنال ته غبرګون؛ پروین پژواک: زه افغانه یم« افغانستانۍ» مو ولې بللې یم

تاند:(دوشنبه، د قوس څوارلسمه) د افغانستان يوې مشهورې شاعرې او ښځینه فعالې پروین پژواک د ایران انټرنشنال ټلويزيون پر کارکوونکو د نوموړې د « افغانستاني» بللو له امله نیوکې کړي.

آغلې پژواک په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د کاناډا په ټورنټو کې یې د افغان ښځو د حقونو په ننګه لاريون کې ګډون او خبرې کړي، خو ياد شوي ټلویزیون په خپل راپور کې د « افغانستاني» په نوم یاده کړې ده.

ایران انټرنشنال ټلويزيون په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې پر ایران انټرنشنال ټلويزيون او د افغانستان لپاره ېې پر جوړې شوې څانګې ( افغانستان انټرنشنال) له دې امله نیوکې زیاتې شوي، چې افغانستان کې قومي تبعيض ته لمنه وهي او په خاص ډول د پښتنو خلاف شدید تبلیغات کوي.

دا رسنۍ د افغانستان اکثرو مسایلو ته قومي رنګ ورکوي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان هغه لږکې چې اصلا له نورو هېوادونو افغانستان ته راغلي دی او لا تراوسه د افغانستان تابعیت نه وي اخیستي ، دوی ځان ته « افغانستاني وایی » .
    هغه کسان چې له سلګونو کلونو را پدېخوا په افغانستان کې اوسي او د هر قوم چې وي « افغان یا افغانان » دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...