جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ایاغ، روایت او مدرنیسټي بحثونه

ایاغ، روایت او مدرنیسټي بحثونه

نعمت الله صدیقي
تېره اوونۍ مې د مډرنېزم په اړه د ملګري اـ س ایاغ د نوي چاپ شوي کتاب له برکته مې څو نور اړونده هغه کتابونه او مقالې هم ولوستې؛ چې تراوسه یې د ګڼو کتابونو په منځ کې راته لوستنه ضروري وه او د نامربوطې مطالعې او د ناموزون کیفیت په وجه رانه پاتې وو.
په دې کتابونو او مقالو کې یو د ضیاالاسلام شیراني د (پوسټ مډرنېزم) هغه علمي اثر وو، چې د همدې موضوع په ابتدايي معالوماتو کې بهترینه مرسته کولای شي او بل یې هم د ښاغلي سمیع الدین ارمان (نړیوال تنقیدي معیارونه) اثر و، چې لومړی مقاله یې د همدې موضوع په ارتباط نسبتاً لنډه؛ مګر پېچلې وړاندې کړې ده.
دا دواړه کتابونه په لږ و ډېر تامل د لوستلو لپاره د اړونده موضوع په برخه کې مهم کتابونه دي، درېیم یې همدا د ا. س ایاغ کتاب (روایت، جدیدیت او مابعدجدیدیت) دی، چې د دې دواړو کتابونو وروسته په یو څه تفصیل لیکل شوی دی.
له تحقیق او څېړنې سره بلد خلک پوهېږي، چې پر داسې موضوعاتو لیکل او لوستل د څومره سخت کړاو کار او عمل دی، بیا په داسې یوې ژبه کې چې دا ډول ماخذونه پکې د (مرغۍ پۍ) وي، زه ځکه ایاغ او د ایاغ په څېر د نوي فکر ملګري په داسې موضوعاتو د داد او ډاډ مسحق ګڼم، چې هم یې د خپلې ټولنې او ادبیاتو فکري غنامندۍ ته فکر دی او هم یې د خپل کار او څېړنې لپاره د داسې سنجیده مضامینو او موضوعاتو څېړلو ته مټې رانغښتي دي.
زه د ایاغ د کتاب او ځېړنې په اهمیت همدومره پوهېږم او دلته یې د همدې اهمیت له مخې د کتاب پر ځینو مهمو ځایونو لنډې نیوکې ځکه لرم، چې که د دې موضوعاتو ځینې لومړنۍ مغالطې یې سمې او په نښه کړای شي، ممکن د ډېرو نورو ژبو په څېر ډېر جنجالي راته ثابت نشي، کنه تراوسه یې له نورو ژبو د اختلاف اثر دا دی، چې (ادم شته او بوی یې نشته).
په دا ډول علمي مبحثونو کې تراوسه تقریباً زموږ له ټولو لیکوال سره دا مسله وي، چې دوی د داسې هر اړخیزو علمي اصطلاحاتو په عملي او نظري دواړو خواوو کې تخصیص نشي کولای؛ مثلاً همدا مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم چې تراوسه زموږ په ژبه کې کله هم لیکوالو تعریف کړي دي، د څو بعدي اړخونو پر ځای یې د یوه اړخ پر پېژاند ځان پوه کړې دی او یا یې د همغې یوې خوا پر پېژاندنه تمرکز کړی دی.
د یوه اړخ پېژندنه یې بده نه ده؛ مګر تخصیص یې ځکه لازم دی، چې د پېژندنې خپل علمي هویت یې ورسره ټکنی نه شي. دا ډول مغالطې عموماً له نورو ژبو ځکه راغلي دي، چې هلته یې هم تفکیک په خورا سخته موندل کېږي، علت یې دا دی، چې مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم د ټاکلیو نظریو، تیوريو وراخوا پر عمومي دورانیو (وختونو) یا د بېلا بېلو وختونو عمومي علمي، ټولنیز، فکري او فلسفي تمایلات یې د بحث کلمرو دي او که بیا فرضاً په دې بېلا بېلو وختونو کې کوم څرګند او ټاکلې تیوري او مکاتب یې هم برخه وي؛ نو هغه یو نه وي؛ بلکې ګڼې تیورۍ او مکاتب یې په تعریفونو کې راځي.
د ایاغ د کتاب تقریباً ټول تعریفونه او پېژندنې داسې شوي دي، چې له روایت نېولې تر مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم پورې یې ټول تعریفونه او پېژندنې یې په یوه لرلید او زاویه اخیستې او تعریف کړي دي، دا به غلطې او ناسمې نه وي؛ مګر انصاف دا دی، چې د یوې اصطلاح ټول اړخونه ځکه هم باید تعریف شي، چې یوازې یو علمي تعریف یې په بله علمي ساحه کې د تعریف وړ نه دی، که داسې وشي ممکن تر اخره یې په تعریفونو کې له جنجال سره مخ شو.
دا د مډرنېزمونو د تعریفونو حتمي پېژندنه ده، چې په فلسفي، فکري او ټولنپوهنیزو برخو کې یو ډول وي او په ادبي او فرهنګي هغو برخو کې بل ډول وي، ځکه نو د ایاغ ټول تعریفونه د فکري او فلسفي مډرنېزمونو له لید او زاویې معرفي ګڼو. دا تخصیص خورا ډېر مهم دی، زموږ په ادبیاتو کې تراوسه مډرنېزمونه د همداسې تعریفونو له مخې وضع شوي دي، چې تعریفونه یې فلسفي او فکري وي؛ مګر ساحه یې ادبیات وي، ښایي همدا علت وي، چې خلک یې په اختلاف کې ګوزاره نه کوي او عملي او تطبیقي اړخ یې سمون سره نه خوري.
زموږ د ادبیاتو ډېری نقادان له همدې مشکل سره مخ دي، چې د مډرنېزمونو نوي سلنه برخه یې فکري او فلسفي وي او لس سلنه یې ادبي بېلګې ورسره ضمیمه کړي وي، چې نه د لیکوال سر په خلاص وي او نه یې تر اخره لوستونکی په کومه ګټه پوهېږي، تاوان یې بیا دا دی، چې یوه ساحه په بله کې ځایول خو به خود طبعي حساسیتونه راولاړوي.
د ایاغ کتاب هم له ادبي پلوه یوازې پنځه سلنه هم ادبي اړخ نه لري؛ بلکې واضح وایم، چې دا د روایت او موډرنېزمونو فکري او فلسفي مبحثونه دي. د دې کتاب دویم اړخ د مډرنېزمونو د توجیه بحث دی، فکر کوم ښاغلي قیصراپریدي دې اړخ ته واضحه ګوته نېولې وه. ښاغلی لیکوال په دې برخه کې په کافي ډول له مذهبي لیده روایت او مډرنېزمونه په خورا مروجه او کلیشيي ډول رد کړي دي، زه په دې برخه کې د موضوع د اوږدوالي لامله جزیاتو ته نه ځم؛ البته دومره ویل غواړم، چې دا بحث هم له وخته مخکې ځکه دی، چې دا فکري او فلسفي مډرنېزمونه له موږ سره د عصر د دورانیې ترڅنګ په تحریري او تمایلي ډول تراوسه نشته؛ نو چې نشته د اختلاف دومره شدت یې زه فکر کوم له نورو ژبو همغه راغلی اثر دی، چې زموږ د ټولنې او فرهنګ له سیاق سره چندان نه جوړېږي. البته دلته بیا هم د ښاغلي شیراني کتاب ځکه د یادولو وړ بولم، چې هغه همدا فکري او فلسفي مبحثونه زموږ د ټولنې او فرهنګ له ارزښتونو سره تقریباً په خورا احتیاط او دقت څېړلي دي.
د ښاغلي ایاغ بله مسله دا ده، چې د پرون مبحثونه یې د نن په مبحثونو په غیر شعوري ډول مهم ګڼلي دي؛ یعنې پکار خو دا وه، چې د مډرنېزم پر ځای یې پوسټ مډرنېزم څېړلی وای؛ چون مډرنېزم په خپله د پوسټ مډرنېزم په توره لګېدلی دی؛ نو مهمه او اړتیا همدا ده، چې د پرون پر ځای په نن وغږېږو. داسې ډېر نور موارد هم دي، چې د ښاغلي ایاغ په دې کتاب کې له موضوعي پلوه ورسره اختلاف کېدای شي؛ مګر ډېر هغه یې همدا د موضوع د څېړنې پر میتود دی، چې ډېر کله یې هم له ده (لیکوال) لاره ورکه کړې ده او هم یې ممکن جدي لوستونکي محسوس کړي، د دې کتاب پرته له ماخذونو چې هغه یې هم د کتابیاتو یا مرستیالو کتابونو او ویب سایټونو پر ترتیب د کتاب په پای کې راوړي، په متن کې هیڅ کومه منظمه حواله نه لري او نه هم سړی پوهېږي، چې د لیکوال خپله خبره او د ماخذ خبره کوم یوه ده؟ مګر د متن یا تحریر له مجموعي سیاقه داسې معلومېږي چې ښاغلي لیکوال په خورا کثرت سره حوالې راوړي دي ځکه چې د هر عنوان موضوع تعریفوي، له یو ډول نورو هغو سره یو ډول کلیشيي او یوه رنګه مقدمه وړاندې کوي، همدا علت دی، چې ډېری ځای له یوې موضوع څو ډوله برداشت اخیستی شي. د مطلقو او یو طرفه زړو قضاوتونو ګڼوالی د دې کتاب بل هغه عیب دی، چې د کتاب مرکزي موضوع یې یا فتوا ته ورنېږدې کړې ده او یا یې د مروجه مذهبي نرګسیت شعار خپل کړی دی، په څېړنه کې دا دواړه توکي (یو طرفه قضاوت او شعار ډوله منطق) د څېړنې د صحت لپاره خورا مضر دي، چې هم موضوع کلیشیي کوي او هم د څېړنې د منطق پر ځای احساسات خپلوي. ډېری ځای وینو چې لیکوال د مډرنېزمونو دوارنیې داسې مطلق ښيي لکه څنګه چې مطلق تعریفونه وړاندې کوي، حال دا چې دا هم د تامل وړ ده. په ځینو مضامینو او موضوعاتو يې ځینې تبصرې یې دومره سطحي دي، چې که یې نه وای کړې ممکن د لیکنې ارزښت یې نه وای ورسره ټکنی شوی، په ۹۳ ـ ۹۴ صفحه یې د (جدید ادب ترسیل) په موضوع یې نه د مډرنېزم تعریف ادبي دی او نه یې هم برداشت او قضاوت زموږ د ادبیاتو له عمومي وضعیت سره سمون خوري، جالبه یې بیا دا دی، چې په همدې لیکنه کې مډرنېزم له جدت سره داسې ګډ وډ شوی دی، چې د لومړیو صفحو د جدت او جدیدیت تعریفونه او پېژندنې یې پرې رد کړي دي.
په هر صورت؛ سره د دې لږ و ډېرو نیمګړتیاوو او ښویدنو زه دا کتاب ځکه هم د لوړ ارزښت او اهمیت وړ ګڼم، چې په داسې فکري او فلسفي او ادبي موضوعاتو لیکل زموږ د ذوق او فکر په لوړونه کې حیاتي ارزښت لري او دا د هر چا د وس کار هم نه دی؛ نو په همدې اساس زه ښاغلی ایاغ د خپل غیر معمولي صلاحیت په وجه د ډېرې ستاینې وړ هم بولم او د نور همداسې سنجیده او فکري کار تمه هم ترې لرم. خدای دې یې ښه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب