چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهتاجيکستان افغانستان ته د برېښنا د صادراتو يو کلن تمديد تاييد کړ

تاجيکستان افغانستان ته د برېښنا د صادراتو يو کلن تمديد تاييد کړ

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) ‏د افغانستان د بريښنا شرکت اعلان وکړ چې تاجیکستان ورسره موافقه وکړه چې د یوه بل کال په مخه به افغانستان ته د برېښنا صادراتو جاري ساتي.

سرچينې ويلي چې یاد شوی تړون د ۲۰۲۲ تر پايه پورې تمديد شوی.

د بريښنا شرکت د اعلامیې له مخې، د تړون د تمدید موضوع تاجيکستان ته د بریښنا شرکت د عمومي اجراييه رييس حافظ محمد امين د سفر پر مهال نهايي شوې ده.

بريښنا شرکت هيله ښودلې، چې ياد شوي هېواد سره به د سیمه ییزو بريښنايي پروژو لکه: کاسا زړ او نورو په اړه هم هوکړې ته ورسيږي.

د بريښنا شرکت په اعلامیه کې د تاجيکستان د بريښنا د پورونو په اړه، چې پر دغه شرکت وو، څه نه دي ويل شوي.

د تاجيکستان حکومت، چې طالبانو سره سخت سیاسي مخالفت لري، افغانستان ته د خپلې بريښنا د صادراتو د تمديد په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب