Homeخبرونهکندهار کې د شيعه ګانو جومات کې بريد، ۱ تن وژل شوی...

کندهار کې د شيعه ګانو جومات کې بريد، ۱ تن وژل شوی ۴ ټپيان دي

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) ‏د کندهار ښار د شیعیانو په یوه جومات کې پرون ماسپښین یوه کس څلور لمونځ کوونکي د چاقو په ګوزارونو زخمیان کړي دي.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، چې بریدګر یې نیولی دی.

دوی د بریدګر هویت نه دی ښودلی او د‌ پېښې انګيزه نه ده معلومه.

د پېښې مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا د طالبانو له واکمنیدو سره په کندهار کې دویم ځل دی، چې د شيعه ګانو پر جومات برید کیږي.

لومړی برید څو مياشتې مخکې څو ځانمرګو د جمعې ورځې د لمانځلو پر مهال وکړ، چې سلګونه لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د‌ هغه برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...