پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeمقالېنادري له هغه څه چې د ولس له لاسه ووتل دیر خپه...

نادري له هغه څه چې د ولس له لاسه ووتل دیر خپه دی

احمد نادر نادري لسګونه کلونه د ازاد افغانستان لپآره هڅې کړي، په داسې حال کې چې دا ټولې هڅې یې د طالبانو له لوري له منځه لاړې، اوس نادري په دې فکر کوي چې څنګه راتلونکی جوړ شي.

هغه څه چې نادري د کابل د سقوط وروستی ساعت کې ځوروي، هغه د یو پولیس افسر خبرې دي چې له یوې سختې شپې وروسته له نادري غوښتنه کړې چې د سولې یو توافق لپاره دې هڅې وکړي.

پولیس افسر نادري ته ویلي ((دا وضعیت نور د تحمل وړ نه دی، موږ باید دې وضعیت ته د پای ټکی کیږدو.))

د اګست په ۱۵سهار وختی مه نیټه نادر نادري د مذاکراتي پلاوي غړي په حیث دوحې ته پرواز وکړ چې د سوله ییز انتقال لپاره وروستۍ هڅه وکړي، دا وخت طالبانو د هیواد زیاتو برخو باندې کنټرول ترلاسه کړی و، امریکایي ځواکونه د تخلیې په حال کې و او په کابل کې د خونړیو بریدونو او جګړې امکان و.

دا وخت نادر نادري په یوې طرحې کار کو چې ولسمشر غني به بلاخره واک لوی جرګې ته انتقال کوي او په دې یې توافق کړی و، طالبان قانع شوي و چې هغه وسله وال چې کابل ته نږدې شوي و، بیرته به شاتګ وکړي.

نادري ویلي (( تر هغه ځایه چې زه پوهیدم، څو اوونۍ وخت یې نیوه چې توافق شوی وی.))

هغه شپه چې نادر نادري د خبرو لپاره دوحې ته ورسید، ولسمشر غني له کابل فرار کړی و او کابل د طالبانو لاس ته لویدلی و.

نادري وایي (( دا تر ټولو سخت درد و، ټول هغه څه چې ۲۰ کلونو کې مو جوړ کړي و، د نابودۍ په حال کې و.))

۴۶ کلن نادر نادري چې د حقوق بشر مدافع، د ولسواکۍ فعال او په وروستیو کې یو دولتي چارواکی شو، د ادارو د جوړیدو او د مدیریت برخه کې د دولتي کارمندانو د روزنې مسوولیت درلود. له دې هڅو هدف دا و چې نور نظامونه د کودتا او نظامي ځواک له لارې و نه نړیږي.

هغه ویلي (( هر تحول چې له نظامې لارې راشي، هیواد نیمه پيړۍ شاته وړي، دا کار دولت جوړونه له مشکل سره مخ کوي او د دې باعث کیږي چې افغانستان زیات زیانمن شي او د خلکو رنځونه لا پراخ شی و تداوم ومومی.))

هغه ورځ چې کابل سقوط کو، نادر نادري په داسې حال کې چې په سفر و، د خپل همکارانو سره یی په دیر اندیښنه او اضطراب تلیفونی پيغامونه تبادله کوله اود خپل همکارانو په هکله یی سخت اندیښمن و. خصوصا هغه کارمندان چې وروستیو کې یې د طالبانو ورانکاریو باندې یو راپور برابر کړی و.

نادري د دې میاشتې په لومړیو ورځو کې له هالنډ څخه د تلفون پر کرښه ویلي و(( زیات با استعداده کسان و چې بې شماره ستر کارونه یې کړي و، داسې توانمندې ښځینه مدیرانې زموږ په اداره کې وې، کار یې کو، ملي برنامې یې رهبري کولې، یانې داسې کسان و چې د نړۍ په سطحه.))

نادر نادري د افغانستان جنوب لویدیځ نیمروز ولایت کې په یوه متنفذه پښتنه کورنۍ کې زیږیدلی دی، زده کړې یې کابل کې کړي دي، لومړنۍ زده کړې او لیسه یې د ۹۰یمو کلونو کې جګړو کې کړي، هغه د کابل پوهنتون د حقونو پوهنځې کې په زده کړو بوخت و چې د ۹۰یمو کلونو وروستیو کې طالبانو د فعالیتونو له کبله ونیو او د دریو میاشتو لپآره یې زنداني او شکنجه کړ.

په ۲۰۰۱ کال کې کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ، نادري په لومړي خط کې د ولسواکۍ د بدلون دپاره یی ولاړ و. نادري د بن کنفرانس کې ناظر غړی و، هغه کنفرانس چې د نوي دولت جوړیدنې پریکړه پکې وشوه، نادري له دې وروسته زیاتو هغو لوی جرګی او مجلسونو کې فعال رول درلوده چې د افغانستان لپاره د اساسی قانون او نورو کرنلاری جوړیدل.

نادري د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کې د غړي په صفت خدمت وکړ او بیا یې د ازادو او عادلانه انتخاباتو یو نظارتي بنسټ تاسیس کړ.

نادري د کرزي له حکومت وروسته د اشرف غني له حکومت سره یو ځای شو او اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون رییس په صفت وګمارل شو، هلته یې د ګمارنو برخه کې اصلاحات راوستل او دا برخه یې شفافه او پراخه کړه، نادر نادري په ۲۰۲۰ کال کې د مذاکره کوونکي ټیم په ډله کې هم شامل شو.

پاتریشیا ګوسمن د اسیایي برخې د بشر حقونو د څار برخې مدیر چې نادری سره د دیرش کاله افغانستان کې د جنګی جنایاتو مستند سازی برخه کې همکاری کړی د نادري په اړه وايي « نادری یو له هغو کسانو دی چې په سوله او مصالحه باندې باور لري چې د یو هیواد زیانونه پکې جبران کیږي او معتقد یم چه هغه به په مذاکراتو کی دغه فکرپه موثره توګه څان سره وړی».

نادري ویلي چې خپله ټوله هڅه یې وکړه، خو متوجه شو چې طالبان د زور له لارې واک ته د رسیدو نیت لري او په سوله باور نه لري، له امریکا سره مستقیم خبرو ته داخل شول او طالبانو د حکومت په غیاب کې له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو وتلو باندې توافق کړی و، هغه توافق چې ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شو.

له امریکا سره توافق طالبان زړه ور کړل چې بیا یې له افغان دولت سره د سولې مذاکرات نادیده ونیول، نادري خپلې اندیښنې له زلمي خلیلزاد سره شریکې کړې وې چې په دغه راز سولی ته نرسیږو. خو ددی سره په مذاکراتو کی په دغه امید پاتو شو چه لږ تر لږه د سولې خبرو کې خو دې د شل کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي.

د اګست يه ۱۲مه نیټه ، هغه مهال چې ۹ ولایتونو سقوط کړی و، نادري متوجه شو چې ولسمشر غني د استعفا نیت لري او توافق یې کړی چې واک پریږدي، همغه وخت ورته ویل شوي و چې دوحی ته ولاړ شی او د خبرو دپاره د یو نور هیت راتګ د اګست په ۱۷مه دوحه کې امادګیانی ونیسي.

نادري په دې پوهیده چې د سولې خبرو کې افغان حکومت بریال پاڼه نه لري، نور د قدرت د تقسیم بحث نه و، هغه د طالبانو د ځینو تلفوني تماسونو شاهد و چې د طالبانو رهبرانو به پوښتنه کوله چې لویه جرګه کې به ګډونوال څوک وي.

د نادري آخری تمه او امید دا وه چې حد اقل یو شمير ارزښتونه وساتل شي چې په هغې کې دټول قومونه څخه جور یوه پراخ بنسته حکومت، د اساسی قانون د حقوقو و ازادی گانی فصل ، د بشر حقونه، د ښځو حقونه، انتخابات…

نادري ویلي (( دا یوه حد اقلی اساس و چې زمینه دی ته برابول چه په راتلونکی مو شول بیا یې وساتو ، یانې له د دغه بنیادونو پر اساس بیا رشد وکړي او پراخ شی، دا زما لویه هیله وه.)

د اګست په ۱۵مه له هیواد څخه د ولسمشر غني پرواز دا ټول امیدونه په سیند لاهو کړل، وروستیو کې ولسمشر غني قدرت دومره منحصر کړی و د پریکړو حق یواځې څو کسانو په ارګ کې و، کله چی دا کسان له ولسمشر سره یو ځآی ووتل نور نو سیستمونه هم ددغه دوجی نه وپاشیدل او پاتې نه شول.

د نادري په باور طالبانو هیڅکله داسې و نه ښوده چې دوی په سوله ییز ډول د قدرت انتقال غواړي، هغه وخت چې طالبانو د افغانستان ټول کنترول په لاس کې ونیو، نادري ویره په واقعیت تبدیل شول: لومړني خدمات ودریدل، د خدمت رسولو سیستم مختل شو، اساسی قانون او نور قوانین چې تیرو شل کلونو کې جوړ شوي و، له کاره ولویدل.

نادری وای « انقلاب کونکی قدرت ونیول»

نادر نادري له هغه وخت را په دی خوا ددی سره چه ځان هم تر یو حده د دغه حالاتو مسوول احساس یې کوی ، د اشرف غني په فرار باندې سخت خفه دی.

نادري وایي (( خلک حق لري چې زموږ د تولی له لاسه غوصه شي، هغه څه چې منځ ته راغلل او دولت ناکام شو، د مسوولیت احساس کووم او د عمر تر پایه به کړیږم.))

په همدې حال کې هغه وایي (( زه هیله لرم چې زما خدمات او کاري سابقه مې تر منصفانه قضاوتونو لاندې راشي.))

نادري وايي، یواځې هغه ځوانان دي چې ما په راتلونکي باوري کوي، ځوانان په صحنه کې دي او همدا مې امیدواري ده.

د نادري په خبره طالبانو تراوسه داسې اقدام نه دی کړی، یا داسې ظرفیت یې نه دی ښودلی چې د خلکو د راتلونکي وچکالۍ او لوږې لپاره درد دوا شي، هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي، څو هغه محدودیتونه لیري کړي چې په ښځو او نجونو یې وضع کړي دي او د غیرې دولتي بنسټونو له لارې دې د افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

هغه ویلي (( طالبان باید د خلکو رضایت ترلاسه کړي، رهبران نباید د عمر تر پایه قدرت کې پاتې شي، هغوی باید د خلکو له لوري انتخاب شي، هر یو نظر پوښتنې ښيي چې خلک په خپله خوښه ټاکنې غواړي.))

نادري خپل پسې خفه دی او تبعید ورته سخت دی.

نادري ویلي (( زه د دې لپاره چې په کابل کې یم، زړه مې درزیږي. مخکې به مې د تبعید شویو کسانو کتابونه لوستل، اوس مې عملي د تبعید رنځ مې ولید.))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب