ژباړه: ساجد بهار/ خوست
د پنځونې عمل یوه مبهمه، پیچلې، او پراسرار پروسه ده، چې د هغه ابهام ، پیچلتیا او راز موندل یوه ستونزمنه چاره بلل کیږي.
اما د دې خبرې موخه دا نشي کیدای، چې د تفکر لارې دې یې پر وړاندې تړل شوي وي او پټ اړخونه دې یې روښانه نشي.
د تفکر شتون د کره کتنې وړتیا بیداروي او همدا کره کتنه ده، چې د تخلیقي عمل ښکاره او پټ اړخونه څیړي او لوستونکو ته د پنځونې د ښیګڼو او خامیو لیدلوري ور په ګوته کوي.
که لنډ ووایو تفکر، غور او تنقید د تخلیقي پروسې په پیژندنه او پوهیدنه کې راسره لازمه مرسته کوي او له دې لارې د مسایلو عمق ته رسیدلی شو.
په دې اړه د اردو ادب پیاوړی نقاد ډاکټر وزیر اغا وايي:
تنقید د ادب د تقویم او تفسیر نوم دی خو ایا همدا تنقید د ادب هغه ټول اړخونه هم روښانولی شي، چې لا هم مبهم او پر اسراره پاتې دي؟
یا په بله اصطلاح ایا د کره کتنې له لارې د تخلیقي عمل راز ته په بشپړه توګه ور ننوتی شو؟
هغه وايي دا چاره بلکل ناشونې ده، زیاتوي که هغه پټ راز چې مونږ پرې پوهیدل غواړو، له دې لارې همغه راز له منځه ځي او هغه کیف چې محسوو یې په لوی لاس یې ترې ورک کوو.
اما که د نقد اهمیت ته ګورو، ضروري ده، چې پنځونه وڅیړل شي او د لوستونکو د سترګو پر وړاندې یې شته ابهام له منځه لاړ شي.
د ډاکټر وزیر اغا په وینا کره کتنه یوازې تر یوه ټاکلي حده پورې د ادبیاتو د پوښلو دنده مخې ته وړي.
دا چې کره کتنه د پنځونې په تکثیر کې تر کومه بریده رول ادا کوي دا یو جلا او اوږد بحث دی خو مونږ اوس دومره وایوو او منو یې، چې تخلیقي پروسه پرته له تنقیده نیمګړې ده.
راځو دېته چې تنقید یانې څه؟
تنقید هغه عمل دی، چې په هغه کې د یوې پنځونې تعریف، ستاینه، تحلیل، د همغې پنځونې نذاکتونه، بلاغتونه ،تفسیر، توضیح،سپړنه، تخنیکي لوري ، د بیان انداز او نور تر بحث لاندې نیول کیږي او لوستونکو ته د پنځونې مهم نچوړ مخې ته ږدي.
تنقیدي عمل د جراحي پروسه هم بلل کیږي اما په دومره توپیر چې د جراحۍ پروسه پر یوه سالم شخص نشي ترسره کیدای او تر جراحت وړاندې د ناروغۍ په ګوته کول یې شرط دی.
تنقید ته له دې کبله د یوه اثر جراحي وايي، چې د همغه اثر د روغتیا بشپړ ډاډ ترلاسه شي او که کومه برخه یې ناروغه وه، تنقید یې د ښه والي او روغتیا ټولې لارې چارې لري.
البته دلته یادونه اړینه بولم، چې د جراحۍ دا پروسه باید شاعرانه وي او دومره لطیفه دې واوسي، لکه زرګران چې له غمیو سره لګیا وي.
په ادبي نړۍ کې له تنقیده ډېر کله یوازې د نیمګړتیاوو د ښودلو لپاره کار اخیستل شوی او ډېری وخت نقادانو د شاعرانو او لیکوالو د پنځونو کمۍ او کستۍ په ګوته کړي او هغو اړخونو ته يې پام ندی کړی، چې د پنځګر د پنځونې مثبت اړخونه بلل کیږي.
دې چارې ډېری وخت پنځګر نهیلی کړی او او د ادب په نړۍ کې دا ډول نقادان هم نقد شوي دي.
که واضح یې ووایو تنقید پخپله د ادب پڅېر د ژورو مفاهمو په لټه کې دی او نقاد اړ دی، چې د یوې پنځونې ټول اړخونه وڅیړي او لوستونکو ته یې په ښه توګه تفسیرکړي.
دا چې ژوند هره ورځ نوی کیږي او هره ورځ یو نوی بدلون وینو، د نقاد لپاره هم ضروري ده، چې د ژوند له هرې شیبې سره یو ځايي تګ وکړي او د هر ډول بدلون سره ځان عیار وساتي.
دا چې تخلیقي عمل د تجربو زیږنده دی او په اسانه له چاپیریال څخه تاثر خپلوي، نو د تنقید لارویانو ته هم پکار ده، چې د ماضي ترڅنګ د عصر له ټولو بدلونونو خبر واوسي او هغه څه چې پنځګر یې وړاندې کوي،نقاد دې يې د لوستونکو لپاره دومره روښانه کړي،چې له ګردجن ابهام سره پکې مخ نشي.
په معاصر ادب کې لازمي ده، چې د تنقید او تخلیق مزل مساوي وشي او دواړوه اړخونه له یو او بله فاصله خپله نکړي.
پر یوه پنځونه د تنقید اهمیت دادی، چې نامستقیمې خبرې مستقیم لوري ته بوځي، څو لوستونکي له ګونګ حالت سره مخ نشي او دوی ته د اثر هر اړخ په مکمله مانا روښانه کړي.
پنځونه ډېری وخت د ابهام ښکار کیږي، چې لوستونکي ګنګس حالت ته بیايی، همدا د ګنګستیا له منځه وړل د کره کتونکي کار دی او پدې برخه کې له لوستونکو سره د یوه مرستتندوی دنده مخې ته وړي.
ځکه همدا تنقید دی، چې ښکلاییزو او باریکو مفاهیمو ته علمي جامه ور اغوندي او پدې توګه د جمالیاتي ژوند اړیکې له علمي او منطقي ژوند سره تړي او د دوی ترمنځ شته فاصلې له منځه وړي.
د کره کتنې یو بل مهم بحث د کره کتنې او ادب د لومړیتوبونو په اړه مطرح کیږي او دا بحث ددې دواړو د بنیادي اړیکو عمق ته ځان رسوي.
دلته یوه خبره ښکاره ده، چې ادب د پنځونې وروسته د تنقید له اختیاجه خلاص نشول بللی او له تخلیق وروسته کار تنقید ته سپارل کیږي او دا دواړه اړخونه د یوه اوبل لپاره لارم او ملزوم بللی شو.
د یادولو ده، چې د تنقید دنده نه یوازې د پنځونې د خوبیو او نیمګړتیاوو په ګوته کول دي، بلکې د هغې تفسیر، مقام او مرتبې ښودل یې له ضروري دندو یوه مهمه دنده بلل کیدای شي.
ددې لپاره جې د تنقید او تخلیق پر شته اړیکه ښه خبر شو، دا یادونه اړینه بولم، چې دواړه اړخونه د یوه او بل لپاره د لارې د مشال حیثیت لري او دا دواړه دیوه او بل پرته نیمګړي بللی شو.
تنقیدي اصول او قواعد همیشه د فني تخلیفاتو پر بنیاد استوار دي او همدا اصول بیا د راتلونکو فني تخلیقاتو لارښود ګرځي.
ټي اېس اییلیټ وايي: هر کله چې یو تخلیقي ذهن له بل تخلیقي ذهن څخه بهتر وینو، ددې شي علت دادی، چې بهتر تخلیقي ذهن له تنقیدي وړتیا برخمن دی او ددې ذهن لرونکی کس یو ښه کره کتونکی دی.
د تنقید په اړه یو بل بحث ته راځو او دا بحث بیا د تنقید له پلوه په دوو برخو وېشو، چې یوه ته یې نظري تنقید او بل ته یې عملي تنقید ویل کیږي.
په نظري تنقید کې د ادب اړوند ټول ضروري مباحث څیړل کیږي او تر هغو قواعدو رسول کیږي، چې له کبله یې یوه تخلیقي ټوټه تر نهايي اندازه شنل کیږي.
پر ادب د پوهیدو لپاره تنقید له نورو علومو مرسته ترلاسه کوي، د ژوند معنویت او اهمیت مشخصوي او همداراز د ښکلا او صداقت معیارونه وضع کوي.
ددې ترڅنګ پر تخلیقي پروسه د پوهیدو هڅه یې هم بللی شو.
یانې هغو قواعدو ته د سیدو په لار کې راسره مرسته کوي، چې د ادب په چوکاټ کې شتون لري او له دې ځایه مو هغو نړېوالو اصولو ته بیايی، چې ټولې ادبي پریکړې ورپورې تړلي دي.
که بحث را لنډ کړو دومره ویلی شو، چې د ادب سازۍ پر عمل د تنقیدي فکر او غور کولو دویم نوم نظري تنقید بلل کیږي.
عملي تنقید بیا هغه برخه ده، چې په نظري تنقید رامنځته شوي عالي معیارونو باندې د ادب یا کوم ادیب اړوند ادبي مسایل څیړي.
دا برخه د اصولو د پلي کیدا دنده لري او د یوه اثر د ښه یا بد ښودلو لپاره خپل معیارونه وړاندې کوي.
عملي کره کتنه په حقیقت کې د نظري تنقید لخوا د ټاکل شویو معیارونو په چوکاټ کې د ادب د تجزیې او تحلیل دنده مخې ته وړي او لوستونکو ته ورښیي چې د لوړ یا ټیټ معیار همداراز د ښکلا او بدرنګۍ لنډ مهالي او اوږد مهالي ثاثرات یې په څومره عالي مهارت تفسیر کړي دي.
دلته یوه خبره اړینه بولم، هغه دا چې نظري تنقید له عملي تنقیده ازاد دی اما عملي تنقید بیا په هر حالت کې نظري تنقید ته اړ دی.
د اردو ادب یو نقاد ښاغلی فهیم وايی، چې د تنقید یوه مهمه دنده پر اصولو کره کتنه ده او دویم کار یې د اصولو په رڼا کې پر ادبي لیکنو کره کتنه کول دي، چې همدا کار عملي تنقید هم بلل کیږي.
که بحث را ټول کړو دومره ویلی شو، چې د ادب دا دواړه اسلوبونه د غوره انساني لټون دوه مهم فکتورونه دي، چې له کبله یې د ژوند هر ډول بدلونونه څارل او څیړل کیږي.
لنډه دا چې که یو اثر له دې دواړو حالتونو تېر شي د یوې غوره تنقیدي جایزې نمونه یې بللی شو.
د کره کتنې اهمیت پدې کې دی، چې په ادبي علومو کې خوځښت رامنځته کوي، له يوې اړخيزې بڼې او جامد پاتې کېدو څخه یې ژغوري، ژوند او لوری ورکوي او لوستونکي هڅوي چې د اثر په اړه بې قضاوته پاتې نه شي.
یوه یادونه اړینه بولم، چې که د نقاد پوهه او معلومات تر پنځوونکي په ټيټه کچه وي، نو ستونزمنه ده، چې د اثر پېچلو او مبهمو برخو ته دې د استدلال او منطق له لارې ور ننوزي او د اثر پټې ښکلاوې، ادبي ارزښت او پېچلتياوې دې یې په ښه توګه روښانه کړي، ځکه چې کره کتنه پنځونې ته ژوند وربخښي، د پنځونکي نورو پنځونو ته د یوه سم مسیر ورکول یې له مهمو دندو بلل کیږي.