شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د ژان ژاک روسو ټولنیز تړون اثر ته کتنه

د ژان ژاک روسو ټولنیز تړون اثر ته کتنه

لیکوال: عبدالرشید سعادت

ټولنیز تړون د ژان ژاک روسو هغه اثر دی چې په فرانسه کې یې انقلاب رامنځته کړی دی، دا اثر ۹ څپرکي لري چې ټول د ټولنیزو تړونونو او د یوه حکومت پورې اړوندو شیانو باندې په کې بحث شوی دی. ډېری څېړونکي او د نظر خاوندان په دې باور دي چې دغه اثر او د منسکیو روح القوانین د فرانسې د ستر انقلاب لامل شول. د دغه انقلاب لامل هر چا ته څرګند دی چې د زړو پېړیو ټول خرافات یې پای ته ورسول او د رنسانس یا تجدد دوره یې پیل کړه.

په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي، تخنیکي او نورو ډېرو برخو کې داسې بدلونونه او انقلاب راغی چې لودیزې نړۍ په اقتصادي برخه کې په تجارت او ایډیالوژيکي برخه کې پر فلسفه اتکا وکړه، د ختیزې نړۍ اکثرو هېوادونو په اقتصادي برخه کې په ځمکه یا بزګرۍ او په ایډیالوژیکي برخه کې په دیانت او دیني عقیدو پر کتابونو ډډه ولګوله.

ټولنیز تړون د روسو یو ستر او د نبوغ نه ډک کتاب دی. روسو یو داسې انسان و چې لوړې زده کړې او سیستماتیک تحصیلات یې نه درلودل مور یې د ده له زیږون څخه وروسته د ژوند پور پرې کړی و پلار یې لکه څنګه چې لازمه وه د ده روزنه ونه شوه کولی. د کړاوونو سره لاس او ګرېوان ژوند یې تېر کړی دی د ده د اعترافات په کتاب کې د ده د ژوند تراژیدي بیان شوې ده.

ټولنیز تړون د روسو دومره مهم کتاب دی چې د لودیدیځو هېوادونو په ټولو اساسي قانونو او د بشري حقوقو په اعلامیه کې د ده له کتاب نه استفاده شوې ده. ده په خپل کتاب کې د هر ډول سیاسي سیستم بڼه، د خلکو کټې، تاوان، سیاسي او مدني حقوقو ارزښت او پایله څرګنده کړې ده د بېلګې په توګه: د کتاب یوه برخه د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص د سیاسي نظام ارزښتمنې خواوې څېړي او تر پنځوسو کلونو پورې یې په کې کومه نیمګړتیا نه ده ښوولې. د ایران د اهل تشیع د تعصب ذکر یې کړی دی، یانې څه له پاسه دوه سوه کاله مخکې هم په ایران کې دغه تعصب موجود و، روسو په دې کتاب کې د یو داسې اساسي نظام د جوړیدو فرضیه وړاندې کړې ده، چې د حاکمه هیئت او ملت ترمنځ توپير له منځه وړي، د ټولنې هر فرد د هېچا تابع نه دی او په عین حال کې د هر چا تابع دی، یعنې فرد په خپله هم حکومت دی او هم رعیت.

په دې کتاب کې د خلکو اراده قانون بولي او څرګندوي چې اصلي ځواک خلک دي، هر ډول حکومت چې د خلکو اراده جوړېږي هغه ملي حکومت دی. د حکومت په جوړیدو کې د خلکو اراده شرط ده او که چېرې د خلکو اراده په کې نه وي دغه شان حکومت د روسو په نظر رسمیت نه لري. په هره توګه دا ډېر مهم او غوره اثر دی، چې ارزښت یې د کتاب منځپانګې له لوستو څخه راڅرګندېږي او دقیقه مطالعه غواړي. په لنډ ډول به د دې کتاب د هر څپرکي یو څو کرښې په لنډه توګه وړاندې کړم:

د کتاب په لومړۍ پاڼه کې روسو دا متن راخیستی دی: « دا لنډه رساله له یو ډېر مفصل کتاب څخه رایستل شوې، چې مخکې مې خپل توان ته په پاملرنه ولیکه، خو ډېر وخت مې له هغه نه صرف نظر کړی و. امکان یې درلوده له هغه کتاب نه بېلابېلې برخې راوویستل شي، د دغو برخو له منځه اوسنۍ رساله زما په نظر ډېره مفصله او نسبتآ ډېره ښه راغله له دې امله مې لوستونکو ته وړاندې کړه او پاتې کتاب مې له منځه یووړه.»

د لومړي کتاب په لومړي څپرکي کې یې دا وړاندوینه کړې چې انسان په طبیعي توګه آزاد او یوازې پيدا شوی خو تړونونو او نظامونو هغه تړلی او مقید کړی دی. لومړنۍ ټولنه هغه ده چې زامن د پلار په شاوخوا راټول وي تر هغې ورسره وي چې د خپلې بقا لپاره هغه ته اړ وي کله چې یې اړتیا پوره شوه بیا یې په کیسه کې هم نه دي دوی کولی شي چې یو ځای واوسي دا د دوی اختیار دی که یو ځای پاتې شي نو د کورنۍ د بقا لامل به یې وي.

د آزادۍ غوښتنې حس په بشر کې په فطري ډول نغاړل شوی دی، لومړنی قانونو د انسان لپاره ځان ساتل دي او لومړنی فکر چې د ده ذهن ته رسېږي هغه په ځان پاملرنه ده. د ځواک له منځه تلل د حق له منځه تللو سبب کېږي. موږ باید د روا حکومتونو اطاعت وکړو او هېڅ وخت زور حق نه پيدا کوي.

روسو وايي:«ټول بشري غړي برابر او آزاد زېږیدلي دي او له هغو څخه هېڅ یو په نورو لوړاوی نه لري چې په خپلو همنوعانو واکمن شي.» هغه ملت لېونی دی چې خپله آزادي پرېږدي او ځان یو پاچا یا حاکم ته تسلیموي دغه کار که هر چا وکړ هغه یو لېونی ملت دی او د لېوني معامله سمه نه ده. که چېرته نظام ظالم نه وي بیا فرق نه کوي. هغه ملت چې په زور سره راغونډ شي او یو پاچا ځانته وټاکي دا ملت لېونی دی او دوی په حقیقت کې مریان دي نه آزاد انسانان.

ټولنیز تړون هغه دی چې په هغه کې په ریښتیني توګه یو واحت ملت جوړ کړي باید پر عادي اړیکو سربېره له ګاونډیتوب، راکړه ورکړه او نور معنوي او اخلاقي روابطو هم چې مجبور یې کړي یو تر بله سره دنده ولري دغه اړیکې ټولنیز تړون دی.

هغه وګړي چې د خپل د ژوندانه حالت بدل نه کړي او د تغیر حالت کې نه وي نو ډېره نږدې ده چې له منځه لاړ شي. په فاسدو دولتونو کې ټولنیز مساوات یوازې بېروني او موهومي دي او یوازې یوازې د دې لپاره په کار اچول کېږي چې د شتمنو استبداد او د بې وزلو هلاکت وساتي. د ملي واکمنیو حق د لېږدولو وړ نه دی او نه د ملي واکمنیو حق د وېش وړ دی. په عمومي ډول باید د ولس سره دولت مشورې وکړي ډېری وخت ښايي چې عمومي ارادې ښې وي او یا بدې. ځان وژنه د یو انسان طبیعي حق نه دی په دې کار سره هغه خپل وجدان ته پړ دی.

هغه کسانو چې د اعدام په اړه رایه ورکړې هغوی دا قصد نه درلوده چې خپل ځان مړ کړي بلکې د هغوی هدف د خپل ځان ساتل وو. په ټوله کې د ټولنیز تړون یوه ګټه داده چې لاسلیک کوونکي یې ژمنه کوي چې زموږ ځان وساتي او د دې هدف لپاره آن که لازم وي له خپل ځان نه لاس پریمینځي. د ټولنیز تړون له مخې انسان خپل ځان او مال دولت ته سپارلی دی او ټول هغه حقوق چې دولت یې د ده لپاره په رسیمت پېژني آن د ژوند حق په دې شرط رعایت کېږي چې هغه د تړون اطاعت وکړي. د ټولنیز تړون تر سیورې لاندې چې کله یو مجرم مړ کېږي په حقیقت کې یو ګنهګار انسان مړ کېږي او د ټولنې او تړون دښمن وژل کېږي هغه څوک چې ټولنیز تړون مات کړي هغه د حکومت غړی نه دی او باغي شمېرل کېږي د هغه وژنه رواه ده.

قانون لیکوونکی باید د یو معمار په شان ځمکه وګوري چې د ودانۍ جوړلو توان لري او که نه قانون لیکوونکی باید د معمار په شان ملت وګوري چې ملت د قانون توان لري او که نه. کله چې ملت ناروغ شي نو لېونی کېږی کله چې لېونی شو نو هر څه هېروي انقلاب کوي او له انقلاب وروسته بېرته د ځوانۍ ځواک پیدا کوي.

اې آزادو ملتونو دا حقیقت هېر نه کړئ آزادي له یول ځل نه ډېره نه شي ترلاسه کیدای او که له لاسه ووتله بېرته به تر لاسه نه شي. انسان هغه وخت آزاد او خپلواک دی چې یوازې د طبیعت د قوانینو تابع وي د روسو په عقیده ازادي د قانون په وړاندې له مساواتو څخه عبارت ده. که تاسې غواړئ چې دولت مو پياوړی او ځواکمن شي نو دغه دوه کارونه وکړئ پرېږدئ ځينې ډېر شمتن او ځينې ډېر بې وزله شي. حکومتونه په درې ډوله دي ۱ــ دیموکراسي ۲ـــ ارستوکراسي ۳ـــ مونارشي.

هغه ښه حکومتونه دي چې د ده تر توغ لاندې د تابعیت له بدلون پرته، د مستملکاتو له شته والي پرته، نفوس لا ډېرېږي په غوڅه توګه ښه حکومت دی. حکومت له دوه لارو فاسدېږي چې دیموکراسي په ارستوکراسۍ واوړي یا اشرافي حکومت په پاچاهۍ واوړي. یو حکومت هغه وخت جوړېږي چې قانون رامنځته کړي او بیا یې عملي کړي. د یو استازي یا نماینده ټاکنو لپاره دوه کارونه مهم دي لومړۍ پچه اچونه او دویم انتخبات یا ټاکنې. تریبونا د دولت تشکیلاتو ته ویل کېږي. دیکتاتور حکومت هغه دی چې په خپلو پرېکړو کې قاطع وي.

په پای کې چې نهم څپرکی دی روسو د کتاب پایله وړاندې کړې. ورسته له هغې چې د سیاسي حقوقو د دولت جوړول د سمو ستنو پر بنسټ وړاندیځ کړم، ښايي چې داسې دولت بنسټ د بهرنیو اړیکو په واسطه ټینګ شي، دغه اړیکې د نورو ملتونو له وګړیو سره راشه درشه، حقوق، سوداګرۍ د جنګ او سولې حق عمومي حقوق، تړونونه، سیاسي خبرو او نورو ته وایی، خو دا مطالب مفصله موضوع تشکیلوي چې زما نیمګړي معلومات په هغو کې د خبرو کولو لپاره بشپړ نه دي، نو غوره ده د هغو مطالبو په یادونه بسنه وکړم چې زما په واک کې و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب