جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد يوناما مشرې عبدالله او پاکستاني شارژدافیر سره لیدلي

د يوناما مشرې عبدالله او پاکستاني شارژدافیر سره لیدلي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب در ویشتمه)‏‌ د مصالحې عالي شورا پخواني رييس عبدالله عبدالله او په کابل کې د پاکستان شارژدافیر سره د يوناما د مشرې د لیدنو خبر ورکړل شوی.

 عبدالله عبدالله له روزا اوتنبایوا سره د خپلې ليدنې په اړه ليکلي، چې په ترڅ کې يې عبدالله له سیمې د هغې شناخت او تجربې ته په کتو په افغانستان کې د نوموړې د بریالي او اغېزناک ماموریت هيله مندي ښودلې.

 عبدالله له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل د ژمي په راتلو سره بشري مرستو ته د کورنیو اړتیا ډېرېږي.

 

په دې ناسته کې د افغانستان په وضعیت، د ملګرو ملتونو په ونډې او ښوونیز بهیر په اړه هم بحث شوی.

د یوناما مشرې په ورته مهال په کابل کې د پاکستان له نوي شارژدافیر عبید الرحمن نظاماني سره هم ليدلي او په افغانستان کې د بشري مرستو او روان وضعیت په اړه ېې خبرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب