Homeخبرونهمختلفو افغان لوريو د ترکیې پېښې ته غبرګون ښودلی

مختلفو افغان لوريو د ترکیې پېښې ته غبرګون ښودلی

تاند:(دوشنبه ،د عقرب در ویشتمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې په ګډون د افغانستان مختلفو لوریو د ترکیې په انقره کې د تروریستي پېښې غندنه کړې ده.

دا پېښه چې پرون ناوخته د یوې چاودنې په رامنځته کیدو سره د انقرې په یوه مهمه سيمه کې تر سره شوه، د ۶ تنو د وژل کیدو او شاوخوا ۸۰ تنو د ټپي کیدو خبر پکې ورکړل شوی.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مصالحې د پخواني شورا رييس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سياستوالو دغه پېښه غندلې ده.

د ترکیې د ولسمشر مرستيال ويلي، چې دغه چاودنه د يوې ښځې لخوا رامنځته شوې، خو په اړه ېې نور جزییات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...