Homeخبرونهد بشري حقونو د څار اداره: د افغانستان د جګړې قربانیان لا...

د بشري حقونو د څار اداره: د افغانستان د جګړې قربانیان لا هم د عدالت په تمه دي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د بشري حقونو د څار اداره وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د هغوی د متحدانو له لوري د جنګي جرمونو او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو قربانیان، د جګړې له پیله ۲۵ کاله وروسته لا هم د عدالت او تاوان په تمه دي.

د دې ادارې د اسیا څانګې مشرې پاتریشیا ګاسمن ویلي: «د امریکا حکومتونو جدي سرغړونې له پامه غورځولې دي او هغو کسانو ته چې تر ټولو ډېر زیان ور رسېدلی، نه تاوان ورکړل شوی او نه عدالت تامین شوی دی.»

د بشري حقونو د څار ادارې د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۱۲مه، د افغانستان د جګړې د پیل د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د جګړې د بېلابېلو لورو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو موارد څېړلي دي.

د دې ادارې په وینا، امریکايي او د هغوی متحدو ځواکونو، د افغانستان د پخواني حکومت ځواکونو، طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو د جګړې په لړ کې د بشري حقونو او بشري قوانینو سرغړونې کړې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د امریکايي ځواکونو له خوا د بندیانو د نیولو، شکنجې او له هغوی سره د ناوړه چلند مواردو ته هم اشاره کړې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې د امریکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف د نورو غړو هېوادونو کړنې هم څېړلې دي. دغه اداره وايي، استرالیا او بریتانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو د اړوندو قضیو د څېړنې لپاره ورو اقدام کړی دی.

په استرالیا کې د دغه هېواد د سرتېرو د جنګي جرمونو د افشا کېدو نژدې شپږ کاله وروسته یوازې دوه کسان نیول شوي، خو تر اوسه یې محاکمه نه ده پیل شوې او د قربانیانو یا د هغوی کورنیو ته د تاوان د ورکړې په اړه هم کوم راپور نه دی خپور شوی.

د بشري حقونو د څار ادارې ټینګار کړی چې په بریتانیا کې هم رسنیو په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو له خوا د له محکمې پرته د وژنو او نورو جنګي جرمونو شواهد خپاره کړي دي. خو د بریتانیا بېلابېلو حکومتونو د دغو پېښو په اړه دوسیې پټې کړي او جنايي څېړنې یې درولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو موضوعاتو په اړه د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې یوه خپلواکه څېړنه پیل شوه، خو د هغې ساحه یوازې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ پېښو پورې محدوده شوې ده.

دې ادارې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې یوازې په بهرنیو ځواکونو پورې محدودې نه وې. د راپور له مخې، د افغانستان د پخواني حکومت اړوندو ځواکونو او د امریکا په ملاتړ سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو هم په ځینو مواردو کې پر ملکي وګړو بریدونه، شکنجه، جنسي تېري، جبري ورکېدنې او له محکمې پرته وژنې کړې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې همداراز د افغانستان ځانګړو ځواکونو ته اشاره کړې چې د امریکا په ملاتړ او روزنه یې فعالیت کاوه. د دې ادارې په وینا، دغو ځواکونو په هغو عملیاتو کې هم برخه اخیستې چې په ترڅ کې یې ملکي وګړي وژل شوي یا ورک شوي دي.

یوه افغان کروندګر دې ادارې ته ویلي چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کې په غزني کې، هغه مهال ونیوه چې د سترګو له عملیاتو وروسته د رغېدو په حال کې و. د هغه په وینا، د پوښتنو ګروېږنو په ترڅ کې وهل شوی، طبي پاملرنه ورته نه ده شوې او په پایله کې یې د تل لپاره خپله سترګه بایللې ده.

هغه د امریکايي ځواکونو د چلند په اړه ویلي: «هر ځل چې زما له کوم ځواب څخه به خوښ نه و، بل امریکايي سرتېري به د ټوپک په کونداغ ووهلم. هغوی راته ویل چې دروغ وایم او په سوکونو، لغتو او د ټوپک په کونداغ یې وهلم.»

نوموړي ویلي چې هېڅکله پرې تور نه دی لګېدلی او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې خوشې شوی دی.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، یو شمېر امریکايي سرتېري د ملکي وګړو د وژلو په قضیو کې محاکمه شوي دي. په دې ډله کې رابرټ بېلز هم شامل دی چې په ۲۰۱۲ کال کې په کندهار کې د ۱۶ افغان ملکي وګړو د وژلو له امله محکوم شو. همداراز، د «وژونکو ډلې» په نوم په قضیه کې کالوین ګېبس پر عمري بند او جرمي مورلاک پر ۲۴ کاله بند محکوم شول.

خو د بشري حقونو د څار اداره وايي، د ډېرو مهمو قضیو په اړه هېڅ قانوني اقدام نه دی شوی؛ له دې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د وردک ولایت د نرخ ولسوالۍ د لږ تر لږه ۱۸ ملکي وګړو د وژلو قضیه هم ده.

دغه اداره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د یو شمېر محکومو امریکايي سرتېرو بخښنې ته هم اشاره کړې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې طالبان او نورې وسله‌والې ډلې هم د ملکي وګړو د حقونو په سرغړونو تورنې کړې دي. په دغو مواردو کې پر ملکي وګړو بریدونه او د حکومتي چارواکو او خبریالانو وژنې شاملې دي.

دې ادارې د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو حکومتونو غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې وکړي، عاملان حساب ورکولو ته راولي او د قربانیانو لپاره د تاوان او جبران زمینه برابره کړي.

د افغانستان جګړه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پیل شوه او نژدې دوې لسیزې یې دوام وکړ. په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي او متحدو ځواکونو له وتلو سره سم جمهوري دولت په اسانه وپرزېد او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...