(ترکان، پښتانه که تاجکان؟)
۵برخه
استادشهسوار سنګروال
غور، غرستان، غورستان او غرجستان
د افغانستان په لرغوني تاریخ کې، د تاریخې جغرافېې پر بنسټ او د ژبپوهنې (تاریخي، تشریحي او پرتلیزي) په رڼا کې، ډېرو نومونو له یوې بڼې نه بلې بڼې ته بدلون موندلی دی.
لومړی همدغه د اریانا نوم، په اریا، ارین، اریانا ویجه، ایریا او نورو بڼو کښل شوې دی ، دارنګه د افغانستان د سیمو او ولایتونو نومونه او په دغه لړ کې د «غور» د نوم بیلابیلې بڼې د ساري په توګه یادوو:
د غور کلمه د پښتو له «غر» سره تړاو لري، چې په سنسګرت کې «ګیري» او په یو شمېر نورو لرغونو متونو کې «ګر» هم کښل شوی دي.
د اوسنی «غور» نوم هم په بیلابیلو لاسوندونو کې او لرغونو متونو کې په بیلابیلو بڼو موندلی شو، لکه غرچه، غلچه، غلجه، غرجی، غلجی، غرستان، غورستان، غرجستان، غرشستان، غرج الشار او دېته ورته نور نومونه.
د غور جغرافیه د یادو نومونو په رڼا کې کله پراخه شوې او کله هم له اوسنې غور سره په لږو ډېر توپیر تر سترګو شوی ده.
د غور تاریخپوه منهاج سراج جوزجاني، چې د لوی غور اوسېدونکی وو، په طبقات ناصری کې په څرګنده توګه لیکلي دي، چې غرستان د هرات او غزني تر مینځ موقعیت درلود.
یو شمېر څېړونکي د غرستان څلور خواوې داسې راپېژني:
شمال ته میمنه او مرو رود، سهل ته غزني او غور پورې تړلې شوې سیمې ته غرستان وایي، لویدیځ ته یې هرات او ختیځ پلو پخپله غور، د غرستان جغرافیه په ګوته کوي.
جوزجاني لا ان تر سمرقند پورې سیمې هم د غرستان خاوره ګڼي، د طبقات ناصري له خطی نسخی سربیره د سیفی هیروی د «تاریخنامه هرات» په قلمې نسخه کې، د منهاج السراج غرستان یې، د غرجستان په بڼه کښلی دی.
«مارکوارت» په ایرانشهر کې د «شار»، شیر، شاه او شهر نومونه د لرغونې «کشتریه» له ریښې څخه ګڼي، چې په پښتو کې «تورزن=شمشیر باز ګڼل کېږي.
د شاران غرستان (شار غرستان) یادونه د غزنویانو د مهال تاریخپوهانو هم کړېده چې موږ د «یمیني تاریخ» لیکوال عتبي، ګردیزي او ابو فضل بیهقي د ساري په توګه یادولی شو.
یو شمېر نورو لیکوالو لکه یاقوت او د حدود العالم لیکوال د «غرستان شارانو» د حکومت پلاز «بشین» یاد کړیدي، چې ارمني جغرافیه پوه «موسی خورنی» د «بژین» په بڼه لیکلی دی.
په ډېرو لرغونو کتابونو لکه اوستا کې هم د«غرستان» په بڼه وو ، چې وروسته یې معربه بڼه خپله کړېده، چې موږ غرجستان او یا غرشتان د یادولو وړ ګڼو.
د اسلام د سپېڅلی دین له خپرېدو وروسته هم د غوریان، غور، غرستان او غورستان نومونه د یو شمېر تاریخپوهانو په لیکنو کې تر سترګو کېږي، چې موږ د بېلګی په توګه د «زمجي اسفزاري» یادښت ته تم کېږو:
«غوریان چې د حضرت علي (ع) له خوا د اسلام په دین مشرف شول، دوئ افتخار کاوه، چې د «بني امیه« له ظالمانه سیاست نه یې پیروي نه کوله، دوی په دې خبرې هم ویاړ کاوه ،چې بني امیه د غور ولایت ته لار ونه مونده.»
همدا لامل وو، چې اموي جنګیالیو د غوریانو د تابع کولو لپاره پرلپسې جګړې وکړې، لکه طبري چې د هجري قمري د ۴۷ کال د پېښو په تړاو لیکلي دي:
«په دغه کال کې زیاد بن ابیه، حکم بن العمر والغفاري د خراسان امارت ته واستول او د غورستان په غرنیزو سیمو بریدونه وکړل. غور یې فتح کړ او په زور یې تابع کړل، چې په پاې کې ډېره شتمني او غنایم یې له هغونه تر لاسه کړل او دغه برید له مروې او هرات نه تر سره شو.»
د ابن اثیر په روایت، اسد بن عبد الله القسري په ۱۰۷ ه ق کال په غرجستان باندې برید وکړ او د هغه هيواد باچا د اسلام سپېڅلی دین ومانه او یو شمېر غوریانو ځانونه په سموڅو کې پټ کړل …»
د دغه ټاکلی زمان په شاوخوا کې، یانې د اسلام د سپېڅلی دین له خپریدو وروسته چې د ملک شنسب له مهال سره تړاو لري بیا د سوري بن محمد تر واک پورې دوه کورنۍ په غور کې نامتو وي، چې یوه د امیر فولاد سوري او بله یې بنجی بن نهاران وو، چې په دغه لړ کې د سوري بن محمد یادونه اړینه ګڼو.
په غور کې سوري پښتانه
سوري بن محمد
د نړۍ په لرغوني تاریخ کې د ډېرو هېوادونو اوسیدونکي د شجرو پر بنسټ د دوی هر ټبر په بیلابیلو څانګو او ښا خونو ویشل شوی دي.
که موږ یوازې د سیمې او په ځانګړې ډول د منځني اسیا او د افغانستان په هېواد کې د «ترک ټبر» وشمېرو، ښايي لسګونو ته ورسېږي او په لویه پښه کې ترکان د ۷۲ په شاوخوا کې څانګې لري، چې په دغه لړ کې سلجوقیانو د لومړي ځل لپاره په یوولسمه (۱۱ ز) زیږدي پېړۍ کې یوه ستره اسلامي ټولواکمنۍ په کوچنۍ اسیا کې جوړه کړه او د «عثماني ترکې» کلمه هم د عثمان د نوم، د ترک ټبر (۱۲۵۹-۱۳۲۶ ز) د مشر نه اخستل شوې ده.
د پنځلسمې پېړۍ په پای کې قسطنطنیه، چې د بیزانس امپراتورۍ پلازمینه وه، د پرلپسې جنګونو له امله د دولت او عثماني ترکانو تر مینځ واقع شول، چې په پاې کې سلطان محمد خان فاتح وګرځېد.
دارنګه پښتانه هم لکه د ترکانو په څېر په لسګونو قومونو وېشل شویدي او په دغه لړ کې یو ستر ټبر «سوریان» بللی شو، چې له افغانستانه سربیره یې په هندوستان هم حکومت کړی دی.
موږ د سوري فولاد یادونه وکړه، چې د شنسبیانو د واک او ځواک دب دبه یې وساتله ، دارنګه د دې ټبر یوه بله څانګه چې «د بنجي بن نهاران» پنامه یادیږي، دوئ هم د غور په خاوره کې د یوه حکومت بنسټ کېښود.
د «تاریخ فرشته» په قول سوري د امیر بنجي له اولادې څخه ګڼل کېږي او د صفاري یعقوب لیث معاصر وو.» «جوزجاني،» هم د دې خبرې پخلی کړیدی او په دې ټکي ټینګار کوي، چې «د غور مملکت د ده په واک کې وو.»
د جوزجاني خبرې ځکه ډېرې مستندې دي، چې نوموړی د غوریانو د مهال یو نامتو تاریخپوه او یو لوستی کس وو، چې د دربار چارې به یې له نږدی څارلی، ځکه دی په غوري دربار کې لوی شوی وو.
قاضي منهاج السراج جوزجاني له غوري دربار نه سربیره په بامیانو فیروز کوه او د غور په نورو سیمو او ښارونو کې هم ګرځېدلی وه او د ډېرو تاریخی پېښو شاهد وو.
ده په طبقات ناصري کې څو ځایه د غوریانو ځانکړې ژبې ته اشاره کړېده، ولې په ځغرده یې د هغې ژبې نوم ندی اخستی، خو دا یوه خبره ښکاره ده، که چېر دغه ژبه پښتو نه وی، نو پارسي به وه او پارسي ژبې خو په خپله پوهیده، نو بیا دېته اړتیا نه وه، چې په طبقات ناصری کې (وګورئ لومړی ټوک ۳۸۳ مخ) د «غوریانو لفظ» یادونه کوله او یا د همدې کتاب په ۴۱۱ مخ کې د غوري علاوالدین په تړاو د «تولک» په فتحه کې د پاچا ژبې ته «وبه زبان ایشان» کلمه کارولې ده او بل ځای د غوریانو ستر نیکه شنسب «آل شنسب او شنسبیان بولي، چې ډېرو څېړونکو دغه کلمه له لرغونو متونو سره په پرتله «شین اسپه» بللې ده. په دې اړه د بیهقي په قول چې د سلطان مسعود د عصر (۴۲۱ ه) خبره ده، دی وایي کله به چې د غزنوي مسعود استازی غور ته روان شو، نو «ترجمان» ته یې اړتیا درلوده.
له دغو څرګندونو نه بريښي، چې د «سوري بن محمد» ژبه پښتو وه او دا چې په طبقات ناصري کې د امیر فولاد یادونه شوېده او یا منهاج السراج د هارون الرشید د واک په مهال د غوریانو د کورنۍ د دوه تنو امیر بنجي او امیر «سیس یادونه کړیده…» ، دا یو بل ثبوت کېدی شي. (۱۷۰ ه کال)
دارنګه «زمجی الاسفزاري» هم د «سوري» یادونه کوي او وایي: «چې زمینداور د ګرمسیر له ولایت څخه د «سوري» دارالملک وه او دی د غور د سلاطینو نیکه ګڼل کېده.»
د «سوري» د واک مهال له ستونزو ډک وه، چې یوه لویه ستونزه د غوریانو خپل مینځي جګړې وي، ځکه چې تر دغه مهاله د غور هېواد ټولې سیمې د اسلام په سپېڅلي دین مشرفې شوې نه وي. جوزجاني هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې د علیا او سفلی «والشتان» تر مینځ وګړي یې مسلمانان نه ووتل په جګړو اخته ول.
«سوري» بن محمد پداسې وخت کې د غور امیر وو، چې یعقوب لیث په ۲۵۱ ه ق د «بست» په امیر «صالح بن النصر» وسله وال یرغل وکړ او بیا یې د کابل حکمران «رتبیل» تر برید لاندې ونیو او د شپږو کالو (۲۵۷ ه ق) په موده کې بست او کابل ونیول او رتبیل یې یرغمل کړ.
یعقوب لیث د پنځو کالو په موده کې زمینداور، د کندهار تکین اباد، رخج، زابلستان، غزنین، ګردیز، بامیان یو د بل پسې لاندې کړل.
بیا هم سوري بن محمد یو خپلواک امیر وه، چې یعقوب لیث، د دې وسه و نه مونده، چې غور ونیسي.
«ښایي د دې خبرې یو لامل به دا وو، چې یعقوب لیث له خراسان او بغداد سره د یو شمېر ستونزو له کبله د دې فرصت پيدا نکړ، چې په غور برید وکړي او یا د غور جغرافیوي جوړښت داسې وو چې دی یې له بریده پر شا کړ.» شنسبیانو (امیر فولاد شنسبي-امیر بنجی د نهاران شنسبي) د خپل واک په مهال خپله سیمه ییزه واکمني ساتلي وه، که څه هم منهاج السراج د امیر فولاد شنسبي نه وروسته د دې کورنۍ د نورو واکمنو یادونه نده کړي حال دا چې سوري فولاد نه وروسته د ده زوی امیر کروړواک ته ورسېداو (۱۵۴ ه) د پوشنج (پوشنګ) جګړه کې ومړ او زوی یې امیر ناصر واک ته ورسید . خو د شنسبي څانګې د یوه بل ټبر، امیر بنجي د نهاران شنسبي زوی یادونه کوي او دی د غور له امیرانو څخه ګڼي.
دی د «امیر سوري» یادونه هم کوي او دا هم وایي، چې له یوه هم مهالي امیر د بهرام زوی شیش سره، د هارون الرشید دربار ته ورغلل، امیر بنجي د «قسیم امیر المومنین» په لقب د غور امیر ونومول شو او امیر شیش د غور د پوځونو د اتل په نوم غوره شو.
هغه وخت چې یعقوب لیث واک خپل کړ، لکه دمخه چې هم یادونه وشوه د غور امیر د شنسبي ټبر یو تن امیر سوري وو.
له سوري بن محمد نه وروسته «محمد سوري» واک ته ورسېد او جوزجاني، دی د غوري ټبر څلورم امیر ګڼي . دا چې محمد سوري د غزنوي محمود همهال و او «سوري» د یعقوب لیث معاصر وو، نو نشو ویلی، چې محمد سوري، د سوري زوې وي. ښایي د هغه کورنۍ سره نږدې اړیکې ولري، یا به یې له لمسیانو څخه یو تن وو او یا خو به یې وراره کیده . !؟
په حدود العالم کې راغلي دي، چې د غور او غرجستان امیران «د څلورمې پېړۍ په پای کې د «ملوک آل فریغون جوزجانان» (۴۰۱ ه) تابع وو.» ولې ابن اثیر (۴۰۱ ه) او بیهقي (۴۰۵ ه) په دې اند دي، چې غزنوي سلطان محمود، د هرات حاکم «التونتاش» او د توس د والي «ارسلان» جازب په ملتیا یو ستر لښکر د بست له لارې غور ته ننویست، او سوري جنګیالي هم چې د لس زرو جنګیالېیو په شاوخوا کې اټکلېدلی شول، له خونړېی جګړو وروسته «امیر محمد سوري» یې (اهنګران) کلا کې کلابند کړ، غزنوي سلطان محمود ته ځکه تسلیم شو، چې د غور خلکو ته زیان ونه رسیږي.
سلطان دی او زوې یې «شېش بن محمد سوري» غزني ته واستول. امیر محمد سوري، چې دمخه یې د لاس په «ګوتمۍ» کې زهر ځاې پر ځاې کړی وو له خوړلو وروسته غزني ته څېرمه د ګیلان په نوم یوې سیمه کې ومړ.
(وګورئ جرفا د قانی ۳۱۴ مخ)
کله چې غزنوي سلطان محمود په ملتان برید وکړ، د ملتان لودیان یې هم په بې دیني تورن کړل، لکه څرنګه چې د غور سوریان، چې د ملتان د لودیانو سکني تربوران وه، هم په کفر تورن وګڼل.
سلطان محمود د هند تر نیمې وچې پورې خپل ځواک ته پراختیا ورکړه، ولې غوریانو خپله سیمه ییزه واکمنۍ خوندي کړې وه، ده ته د غوریانو دغه ځواکمنتیا د ځغم وړ نه وه، نو ځکه خو یې درباریانود خلکو په مینځ کې ډنډوره ګډه کړه، چې د غور امیران لار وهونکي کاپران دي.
ابن اثیر، فضل الله همداني او «جرفا د قاني او نورو هم د دې خبرې پخلی کړیدی. «هغه څوک چې په غور باندي (۴۰۱ ه ق) د سلطان محمود برید توجیه کوی، هغوئ په غلا وو او ان په کفر تور نوي.»
دزهرو دخوړلوروایت خلاف ، د «میر خواند» د روایت له مخې محمد سوري خپل زوی په ډېرې اوښیارۍ له زندان نه باسی، چې په غور کې پاڅون وکړي. ولی کله چې سلطان محمود خبریږي محمد سوري وژني. (میر خواند ۴ ټوک ۱۰۲-۱۰۳ مخونه) د اهنګرانو جګړه د محمد سوري په ماتې پایته ورسېده او د «اسعد سوري» د محمد سوري زوې یوه پښتو بولله د لرغوني پښتانه او د تاریخ سوري په حواله چې محمد هوتک په پټه خزانه کې راوړي ده، د محمد سوري په وژنه کښلی ده او په دې ویاړي، چې خپل ځان یې د خپلی کورنۍ د پت او عزت لپاره قرباني کړ.
د محمد سوري له وژلو وروسته سلطان محمود، ځکه د هغه زوې ابو علي محمد بن سوري ته د غور حکومتي چارې وروسپارلې، چې بل څوک په غور د حکومت کولو جوګه نه وو.
قاضي منهاج السراج جوزجاني هم دامني، چې ابو علي د خپل پلار د تګلاري او سیاست خلاف له سلطان محمود سره خپلې اړیکې دوستانه کړي وي.
جوزجاني په طبقات ناصري کې په دې تینګار کړیدي، چې ابو علي د غوریان په مینځ کې د یوه محبوب مشر په توګه ستایل کېده، ځکه چې په ټول غور کې ناامني له مینځه تللې وه او خلکو د غور په بیا رغاونه کې هلې ځلې کولي.
د بیهقی د روایت له مخی (بیهقی ۱۱۴ مخ) سلطان محمود سره د دې چې په غور یې بریدونه وکړل، خو په بشپړه توګه یې لاندې نکړ او دغه ویاړ د امیر مسعود په برخه شو، ځکه چې دی د پلار له لوره د خراسان والي ټاکل شوي وو او په ۴۱۱ ه ق په غور برید وکړ او دېرې کلاګانی لاندې کړې، چې موږ «رزان»، جروس، برتر او «تور» د ساري په توګه یادولی شو.
د «همو» د څرګندوني بر بنسټ (۱۲۰ مخ) ډېر غوریان یې ووژل او ډېر شته یې تر لاسه کړل.
دلته یوه خبره د پام وړ ده، چې د مسعود او ابو علي تر میځ اړیکې دوستانه وې او دا چې یادې سیمې تر برید لاندې نیول شویدي، ښایي په دغو سیمو د هغه واک نه وه او د نورو سیمه ییزو واکمنو له خوا به اداره کېدی.
ابو علي د خپل وراره عباس بن شیث له خوا له واکه ګوښه کيږي او په ځاې یې دی واک ته رسیږي.
په ټوله کې دا یوازې غور نه وه، چې سیمه ییزه واکمنۍ یې خپله کړې وه. بلکې د اسلام د سپېڅلي دین د خپریدو پر مهال د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم سیمه ییزې واکمنې رامینځته شوې لکه کابلشاهان او د زابلستان رتبیلان، د زمینداور سیمه ییزه واکمن، د بامیانو شیران او د غرجستان شاران او په دغه لړ کې «ال فریغون» د بېلګې په توګه یادولی شو، چې په افغانستان کې د یوه سیمه ییزه حکومت بنسټ کېښود.