تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د جرمونو نړیوالې محکمې نن (دوشنبې) په هاګ کې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو امرونه خپاره کړل.
دا دوه چارواکي په دې خاطر چې د ښځو او نجونو د زده کړو په شمول یې د هغوی خلاف محدودیتونه لګولي، د بشریت پر ضد د جرمونو په ترسره کولو تورن شوي دي .
د دواړو د نیولو امرونه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۹مه صادر شوي وو، خو تر دوشنبې پورې پټ ساتل شوي وو. په دغو امرونو کې دواړه چارواکي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په جرم تورن شوي دي؛ هغه پالیسۍ چې له مخې یې له ۱۲ کلونو پورته نجونې له ښوونځیو او ښځې له لوړو زدهکړو منع شوې دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، «د باور وړ دلایل» شته چې ښيي دواړو تورنو د «جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد جرم» ترسره کړی دی. د محکمې په وینا، دوی ښځې او نجونې ځورولې دي او له لومړنیو او اساسي حقونو د هغوی محرومول د طالبانو د حکومت له نورو ادعا شویو جرمونو سره تړاو لري، چې په کې زنداني کول، شکنجه، جنسي تېری او جبري ورکول شامل دي.
محکمې ویلي چې دغه ادعا شوي جرمونه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې ترسره شوي دي.
«د ښځو او نجونو ځورونه مخ په زیاتېدو ده»
د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو امرونه په داسې ورځ خپاره کړل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د هغوی «زیاتېدونکې او سیستماتیکې ځپنې» پای ته ورسوي.
د شورا ۴۷ غړو هېوادونو په ګډه د ښځو او نجونو پر وړاندې دغه تبعیض او هغه زیانونه وغندل چې د دوی په وینا، د طالبانو د تګلارو له امله رامنځته شوي دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د لومړنیو څېړنو دوهمې خونې ویلي چې د نیولو ټول څلور امرونه یې له ځینو برخو د معلوماتو له حذفولو سره خپاره کړي، ځکه دې کار د محکمې روانې څېړنې نه زیانمنولې او ښايي «د تورنو کسانو له لوري د نورو جرمونو د ترسره کېدو مخه ونیسي».
محکمې زیاته کړې چې د دغو امرونو خپرېدل ښايي د افغانستان د وضعیت په تړاو د نړیوالې ټولنې همکاري هم زیاته کړي.
د فرانسې خبري اژانس خبریالانو ته د افغانستان له بېلابېلو سیمو یو شمېر افغانانو ویلي چې د زدهکړو د بندیز له امله له سختو رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي. د راپور له مخې، ډېری نجونې او ښځې اوس په کورونو کې پاتې کېږي.
په افغانستان کې پوهنتونونه اوس یوازې د نارینه وو لپاره دي او پر ځیرکو ټېلفونونو بندیزونه لګېدلي دي. زدهکوونکي هم د ږیرې د اوږدوالي په اړه له محدودیتونو سره مخ دي.
یو شمېر ښځو او نجونو هڅه کړې چې د انلاین زدهکړو له لارې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، خو په افغانستان کې د انټرنېټ او برېښنا ستونزې د دوی پر هڅو اغېز کوي.
ښځې همداراز په عامه ژوند کې په زیاتېدونکي ډول له حضور څخه محرومې شوې دي. له کوره د وتلو پر مهال باید د جامو سخت کوډ مراعات کړي او له سترګو پرته خپل ټول بدن پټ کړي. هغوی له ډېرو دندو او یو شمېر عامه ځایونو، لکه پارکونو، منع شوې دي او د اوږدو سفرونو پر مهال باید له یوه نژدې نارینه خپلوان سره ملې وي.
د لوړو زدهکړو پر بندیز په روغتونونو کې د روغتیايي کارکوونکو د کمښت سبب شوی هم دی. یو شمېر روغتیايي کارکوونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ښځې نور نه شي کولای د طب زدهکړې بشپړې او د ډاکترانو په توګه کار وکړي.