دوکتور څېړنوال عبدالغفور لېوال
په نیو کلاسیکانو کې سلیمان لایق دپښتو موډرنې شاعرۍ له بنسټ ایښوونکیو څخه دی. پښتو شاعري تر دې پړاوه دوه منزلونه ووهل، له کلاسیکې دیواني شاعرۍ څخه نوې دورې ته، چې دمشروطیت غورځنګ ، سِراج الاخبار اودخپلواکۍ بېرته ګټلو له زمانې سره همزولی دی، په دې پړاو کې پښتو شعر له ګل وبلبل ، چاه زنخدان ، میخانه وجام او عرفاني سوزوګداز څخه دانساني ژوند ورځنیو شرایطو ته پورته شو، چې دپرمختګ، تعلیم ، استقلال ، عدالت ، ویښتیا او روښانتیا ترانې یې وپنځولې، خو په دې بدلون کې یې هنري سینګار کمزوری شو او یوډول نیو دیداکتیک (یا نوی تعلیمي) نظمونو ته راولویده ، د دې تحول بېلګې په سراج الاخبار او نورو هممهاله خپرونو کې موندلای شو. دتحول دوهم پړاو یې بېرته دهنري ارزښتموندنې پړاو دی ، چې هم دټولنیزژوند فکر و خیال رانغاړي او هم ښکلا پنځوي ، تصویري ارزښتونه یې زیاتیږي ، طبیعت خپله ټوله جمالیاتي جلوه په کې راښيي او اشیا په کې خپل هنري هویت راڅرګندوي، په دې بڼه او منځپانګه پښتو شعر دموډرنیزم په لوري ګام اخلي ، دهمدې دوهم پړاو له سرلارو شاعرانو څخه یوهم ښاغلی سلیمان لایق دی.
که په اوسنۍ زمانه کې د لایق، مجروح، بینوا، الفت، حمزه، غني، ننګیال، درویش، سایل او نورو د هنري تجربو له برکته ځوان شاعران ښکلي تصویرونه پنځولای شي، نوښت بلل کیږي، خو که سلیمان لایق په ۱۳۳۹ لمریز کې داسې انځورګري کولای شي، نو ښايي تر نوښت پورته توانمندي یې وبولو:
دیوخوړ له څنګه ناست یم
ستړی شوی، سا نیولی
پښې تردوړو لاندې پټې
وږی تږی ، لمر وهلی
نظر وړمه اې خوا دیخوا
په پوټيو په اغزو کې
کله لویږي په کربوړو
کله ښوري په وښوکې
دمېږیانو ځالې خواکې
یوه اوږده پاڼه پرته ده
بادراوړې ، لمر وهلې
ژیړه شوې ده ، ورسته ده
خدایزده خدایزه دغه پاڼه
چاراوړې له باغونو
کوم شپانه په لښته پورې
سیلاوونو ، که بادونو
ترپایه .
په لومړي نظر داسې ښکاري ، چې دسلیمان لایق طبیعتپالنه دهغه دتصویري شاعرۍ لامل وه، خو چې ژور فکر وکړې خبره تر دې وړاندې ده، مانا دی له خپلو همزولو طبیعتپالو شاعروانو څخه یو ګام وړاندې دی، ځکه دی په هاغه هنري پړاو کې دی ، چې کړای شي طبیعت او ښکلا یې دخپلو افکارو د تمثیل لپاره استخدام کړي، هماغه مهال شاعر یو ټولنیز، انساني او سیاسي لیدلوری لري، په شعر کې دپیغام او ښکلا انډول ساتنه له همدې ځایه راپیلیږي.
یوه بېلګه یې چونغرونه یا دچونغر ترانې دي، چې زه یې دشاعر په عمر کې د الهام او رواني فوران دوه بېلابېل عصرونه ګڼم، لومړني چونغرونه زلمي ، چټک ، انقلابي ، توند، فوراني او هیجاني دي، لوړتیا، برم او بې پروايي په کې څپې وهي. خو ددوهم عصر چونغرونه له خپلې ټولې ښکلا سره سره دعظمت، تحییر، وهم، فلسفي پوښتنو ، کله کله ناهیلۍ، پوچۍ ، ملامتیا، مجادلې، جنګ و ستیز، ویرې او اضطراب، ناستالژۍ او دماضي حسرت ډایالوګونه دي، که چونغر د شاعر په روح کې د پټ شوي مخاطب سېمبول وي ، نو په حقیقت کې دغه شعرونه مونولوګونه ګڼلای شو،(ځان) په طبیعت کې او طبیعت په (ځان) کې، له اشیاوو سره رواني اړیکه ټینګول او بیا دااړیکه په ښکلې زمینه کې ارایه کول همدا د نوښتګرې موډرنې شاعرۍ ځانګړنه ده.
چونغر ته د لومړنیو ترانو یوه بېلګه وګورئ:
اې د ښکلا او دښایست پلاره
اې دپېړیو اسماني چونغره
زما دشعر په څپو څپو کې
لیونی شویه توپاني چونغره
کله چې وریځې ستاله تړو څخه
رااوچتیږي قافلې تړي
سترګې زما دبدرګو لپاره
دمرغلرو سلسلې تړي
دغوري سین چې نارې چیغې وهي
ستادستاینې ترانې وايي
دموج په ژبه دامو سین ته
دستا لرغونې افسانې وايي
ستا په سر ستوري سترګکونه وهي
زه وایم ماته څه پیغام راکوي
یازما ناکامو ارزوګانو لره
یوڅه تسل او څه ارام راکوي
راسره وغږیږه جار دې شم
چې سخت یوازې او تنها یمه زه
دیوې تودې نارې په هیله هیله
یوه لمبه دتمنا یمه زه
ته خولاښه یې چې دکاڼي جوړيې
زما زړه غوښه ده دردونه ګالي
دیوشپون په پښه کې ځوځ لاړشي
لایق یې دلته بیا غمونه ګالي
او راځئ ، چې چونغر ته یوه نوې ترانه هم واورو:
بېګا مرموزه، ګونګه، چوپه شپه وه
چونغر په پټه خوله ذکرونه کول
لکه بامیان کې دډبرو بودا
په خپل محراب کې یې منځونه کول
د بایزید غوندې له ځانه وتی
د خدای په وړاندې پلترۍ ناست و
د شپې څادر یې غوړولی په سر
زړه ته راټول لکه ټوکرۍ ناست و
برګې چونګښې دلښتي په ژیو
د چوپايي په ریاضت ډوبې وې
غرنۍ زرکې سرتربڼو لاندې
د روح اوتن په عبادت ډوبې وې
رود د سېلاو خبرې نه کولې
ورېځو له غرو ډغرې نه وهلې
باد دځنګل بریتونه، نه خوځول
شپې دږلۍ سندرې نه بللې
شغال د چرګې کیسه نه کوله
د کلي سپي کرارپه خوب ویده وو
په ټولو شته ووکې د زمکې په سر
تکل دشراو د آشوب ویده و
خدایه دغرونو په چوپتیا کې څه دي
په دې بې غږه واویلا کې څه دي
په دغه پټه خوله غوغا کې څه دي
په دې بې ژبې لېوالتیا کې څه دي
دشپې پرڅڼو ستوري چا ټومبلي
دغه غمي دچادلاس نښه ده
پرتور اسمان دڅراغونو هجوم
دچادمینې داحساس نښه ده
کله چې خلاص کړمه دزړه غوږونه
له هره ستوري ترانې اورم
تلپاتې روح شمه ، بې مرګه شمه
په یوه شېبه کې زمانې اورم
شاعر ترخپلې زمانې وړاندې روان دی، چټک ګامونه اخلي ، چېرته یې بېړه ده ، ذوقونه ورپسې دي ، پل پرپل یې څاري ، نوي سېمبولونه، نوې استعارې او نوي تصویرونه یا لږ ترلږه د اشیاوو نوی تصویري اوډن او بافت.
سلیمان لایق له هنر سره په هوښیارۍ چلن کوي، نه یې ډیر ابهام ته پریږدي او نه هم یوازې دبدیهیاتو ترکچ راپریوځي ، اویا کاله شاعري یې د درې څلورو نسلونو ذوق روزي او هڅه کوي هرنسل تر بله اوچت تخییل او هنر ته تسلیم کړي، دهمدې لپاره دبېلابېلو نسلونو همزولی شاعر ګڼل کیږي، چې دنیوکلاسیکانو یوه ځانګړنه همدا ده .
په موډرنه شاعرۍ کې درې بنسټي اصول پېژنو، الهام او شهود یې له تحت الشعور څخه سرچینه اخلي او شاعر په بریالیتوب سره هغه حافظې ته سپاري، بیایې د تخییل په مرسته هنري او ښکلاییز پسول ته مټ رانغاړي او بالاخره یوه ښکلې تابلو ورڅخه پنځوي ،چې دمخاطب له رواني حساسیتونو او هیجان سره اړیکه ټینګه کړای شي .
دوهم پر تصویرونو تکیه کوي، عمودي او افقي تصویرونه تنظیموي او دلویو تصویري ټولګو په دننه کې له وړو تصویرونو څخه کار اخلي .
درېیم دا، چې ژبه یوازې دمفهوم رسولو لپاره نه استخداموي، بلکې پخپله له ژبې څخه دښکلاییز ارزښت په توګه کار اخلي، په داسې چلن کې کلېمات یوازې دشعر ددیوال خښتې نه دي ، چې بیا په بل څه رنګ کړای شي، بلکې همدغه خښتې پخپله هم ښکلې دي اوکړای شي ددیوال پورته کولو ترڅنګ یوه تابلو هم جوړه کړي .
سلیمان لایق ان لا له دیرشمو او څلویښتمو کلونو څخه دموډرنې شاعرۍ دغو ځانګړنو ته ځیروو، راځئ ددې ادعا ثبوت دهغه په یوه پخواني شعر کې وارزوو، چې دطبیعت له په زړه پورې پرسونیفکیشن سره دموډرن شعر ګڼې ځانګړنې په کې لیدلای شئ !
چونغره بیاسپینې یاغي وريځې
کېښودې ستا په ځېږو شونډوشونډې
داداسمان دحوادثو لولۍ
دادتوپان دتندرونو کونډې
بیایې شلولي دي جامې له تنه
چاک دحریر نه یې پنډۍ ښکاري
په اوسېلوکې یې دتیو کوبۍ
لکه څپو کې چې بېړۍ ښکاري
څومره وحشي ده داسمان پېغله
دادحریر له پاغوندو جوړه
دادسپوږمیو له مرمرو وتې
دغه دستورو له ایرو جوړه …
ګورو، چې دسلیمان لایق دشاعرۍ تاریخي تحول له فکري، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو سره سره خپل نوښت ساتي او په هره زمانه کې لاپسې زاړه دودیز ټابو ګان ماتولای شي.
د نومهالې دورې په دې شعري برخه به یې خپلې خبرې پای ته ورسوو:
سلیمان په لوړوغروباندې مین دی
دباران په ترانو باندې مین دی
چې دباد کوکې راغبرګې شي له غرونو
دی په دې وحشي غږو باندې مین دی
پرخواره دریاب څاري دڅپولاره
دتوپان په غرغړو باندې مین دی
…..
چې د ځان له عبادته فارغ شوي
دی په هغو لیونو باندې مین دی