شنبه, جولای 27, 2024
Home+د چاپلوسانه دې مخ تور وي| متقاعدجنرال دولت وزیري

د چاپلوسانه دې مخ تور وي| متقاعدجنرال دولت وزیري

چاپلوسان هغه ډله ده، چې له تور څخه سپین او له سپین څخه تور جوړولای شي. دوی په دروغو ویلو کې داسې مهارت لري، چې یوه ډله فیلسوفان يې د رښتیا او دروغو تر منځ فرق نشي کولای.

که وګورو د يوې ټولنې له سرسر څخه رهبران را ټوکیږي او د خپل لیاقت، پوهي، زړورتیا او ښه خدمت له مخې د رهبریت مقام ته رسیږي، خو کله چې واک تر لاسه کړي بیا د چاپلوسانو یوه ډله ترې را تاو او د دې ډلې په زندان کې زنداني شي. موږ ته خو جوته ده چې یو زندانې په خپل سر حتي د خپل پلار او مور سره هم نه شي لیدلای او د خپلې میرمنې سره به هم د یوه اولدار له مخې لیدنه کوي. زنداني همغه ډوډۍ خوري چې د زندان د اولدار لخوا ورته راوړل کیږي او د همغه څه خبر وي، چې د زندان اولدار ورته وايې.

محمدظاهرشاه ډیر ښه واکمن و، خو همايوني اعلی حضرت نه و، په ځمکه کې د خدای ج سوری نه و، په لیدو يې د دوزخ اور په یوه ګناهګار نه حرامیده، خو د چاپلوسانو ډلې له نوموړي څخه داسې یو څه جوړ کړي وو، چې خپله هغه هم نه پوهیده چې دی اوس څوک دی.

کله چې د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶ مه نیټه له واک څخه لرې شو، په هغه سبا يې جابر، ظالم، عیاش، غل، فاسد او داسې یو څه ترې جوړ شول چې په خپله ظاهرخان هم ورته ګوته په غاښ و او په دې صفاتو سره له ځانه شرمیده.

سردار داودخان ښه افغان او زړور انسان و، خو په یوه ورځ کې ستر رهبر، لومړی جمهور رئیس، قاطع، زړور، سپیڅلی او صادق واکمن شو. د چاپلوسانو دنده پیل شوه. له داود خان څخه يې داسې یو څه جوړ کړل چې پایله يې د ده او له بده مرغه د ډه د ټولې کورنۍ په تباهۍ پای ته ورسیده.

نورمحمد تره کي د هیواد د ابادۍ او د خلکو د ښه ژوند په خاطر په تش لاس او تش جیب شپه او ورځ پر ځان یوه کړه تر څو خلک له بېوزلۍ وژغوري. خو غواړه مالی ډلې داسې څه وکړل چې له بېوزلي تره کي يې د ختیځ نابغه، انقلاب برګشت ناپذير، ستر رهبر او د نړۍ خلکو ته د انقلاب د الهام ورکوونکي په توګه ور وپیژندل شو. چاپلوسانو داسې چارې پرې وکړي، چې نورماله مړینه يې هم ور باندې پیرزو نه شوه.

حفیظ الله امین ډیر زړور او ډیر طاقتور انسان و. ډیرې لوړې زده کړې يې لرلې. یوه هیله يې وه او هغه د هیواد خلکو ته چوپړ و. خو کله چې د چاپلوسانو په زندان کې ولویده، بیا ډیر ستر شو، د انقلاب قوماندان شو، کاسترو شو او داسې یو څه يې ترې جوړ کړل، چې د خپل نوک ورۍ يې هم په خپله غوڅه کړه.

د ببرک کارمل پلار حسین خان ډګرجنرال او د قول اردو قوماندان و، خو ده د هیواد په خاطر د ټول ښه ژوند څخه تیر شو او د خلکو چوپړ ته يې ملا وتړله، خو له بده مرغه د زندان اولدار او انډیوالانو يې له ده داسې یو څه جوړ کړ، چې دې نور نه پوهیده چې په دومره پوهه چې د دوی له نظره دی لري څه وکړي. د همدغو په مشوره يې د روسانو پر تانګ سپور هیواد ته راتګ قبول کړ او د دویم شاه شجاع نوم يې ځان ته کمايې کړ.

ډاکتر نجیب الله خو يې د چاپلوسۍ په داسې درياب کې لاهو کړ چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ شوله.
انجینیر حکمتیار، استاد رباني، مولوي خالص، استاد سیاف، مولوي محمدي، مجددي، پیر ګیلاني، او نور یو هم بد نه وو. ټولو د اسلامي ټولنې جوړول غوښتل، خو په داسې غضب يې اخته کړل، چې وايې هندو ستړی خدای ناراضه.
حامد کرزی او پلار يې د هیواد د خدمتګارانو په نامه شهرت درلود، خو کله چې واک ته ورسیده، ویل به يې رشوت واخلئ خو په هیواد کې يې مصرف کړئ.

ملي مشر شو او ځان ورته د لیوه په څیر له زمري څخه غښتلی ښکاره شو، د ډاکټر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال هم اوله اعلامیه به د ده وه، ځکه چې ملي مشر و.

ډاکټر محمد اشرف غني د نړۍ متفکر يې په داسې څه اخته کړ، چې په ټول نظام کې يې یواځې یوه هلي کوپټر په برخه شوه. همغه د نړۍ دویم متفکر چې د ټول ژوند موخه يې یواځې هیواد ته خدمت و، د زندان چاپلوسانو د ټولې هوښیارۍ سره د تاریخ کندې ته ور ټیل واهه.

اصلي خبره اوس ده. تیر په تیر، تیر بیرته نه راګرځي. که چیرې تیر بیرته را ګرځیدلای دغو مشرانو به لومړی د زندان اولداران او ټول شاوخوا غوړه مالان په دار خیژولای وای.
خو
تر ورخ تیرې اوبه بیرته نه جاروزي
نه جاروزي تیر ساعت په بیرته بیا

هیله ده اوسني مشران او واکمنان ځانونه د غوړه مالانو له زندان څخه وساتي. د ملت سره خپلې اړیکې ټینګې وساتي، هغه څه چې د ملت او هیواد په ګټه وي تر سره کړي.

د نړیوالو سره اړیکې، د ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانستل، او د نارینوو او ښځو لپاره د کار چمتو کول، په دولتي اداره کې د مسلکي کسانو ټاکل، د ميم زرما ټول زما څخه پرهیز کول، د قوانینو جوړول، او ټولو افغانانو ته په درنه او یوه سترګه کتل د چاپلوسانو او غوړه مارانو په خوله د ټینګ سوک ګزار دی.

د تاریخ ویل هغه وخت ګټه لري چې له ښو پیښو يې ګټه واخیستل شي او د بدو پیښو د تکرار څخه جلوګیری وشي. تاریخ ولولئ، د ښو تجربو يې ګټه پورته کړئ او د ناوړه تجربو له تکرار څخه يې جلوګیری وکړئ.

14 COMMENTS

  1. سلامونه،
    جنرال صیب وزیري! ،رونالد ریګن د ګرباچوف سره یوه وینا امریکا کښې ویلي و:” مونږ پر هر چا اعتماد کوو؛ خو بیا همهاغه باندې کنټرول هم کوو!”.
    زمونږ تیر واکداران ،بیچارګان یو خو ډیر سادګان ول بل د خارجیانو له ډب ډب پای څخه ډاریدل مثال :ډ.م.اشرف غني په هومره متفکرتوب او استادۍ سره ېې ،ټرمپ ته لکه یو سرباز لاړ او ودرید ، همدارنګه د عودلا او دار و دسته ې شوروای نضوار!! هره ناپړیته ې د ستا خبره د چاپلوسانو په راست و دروغ منله.
    -زما په نظر ، دا چاپلوسان هم د همدې ملت له ګیډې راوتي ول مګر ځینو ې هګئ بل چرته اچولې!!!

  2. و طني چاپلوسان به یا د ډاره اویاهم په دې تمه چې کیدای شي یوه ورځ لمر د لویدیځ د لوري راوخیژي او طالب په يې په یوه دنده وګماري چاپلوسي ورته کوي خوزه په دې پوه نشوم چې په غرب کې اوسیدونکي چاپلوسان ولی طالب ته چاپلوسي کوي ؟ په ځانګړي ډول ښځېنه قشر، آیا دوي د خپل وطن د ښځو په حال نه دی خبرې ؟ ایا دوي به دې حاضري شئ چې افغانستان ته راشي اوښځینه اولادونه هم د ځان سره راولئ چې دلته بې زده کړو ژوند وکړي جالبه داده چې طالب پلوه میرمنې نه پوړنې پیژنې ؟ او نه يې جامې په افغانې او پښتنې کلتور برابري دی زما په نظرددوي زړونه د تیګو دی چې د خپل وطن د ښځو په حال رحم نه کوي ؟

  3. سلامونه
    زه پوه نشوم چې زما کومینت ولې سانسور شو، ما خو په خپل کومینت کې نه چاته توهین کړې وو او نه مې د ژورنالیزم نورمونه تر پښو لاندې کړي وو ، یوازی د ادب په چوکات کې مې خپل نظر څرګند کړې ول، جناب وزیری صیب کولې شو خپل ځواب ولیکي .
    که موږ خپله دلته د یو کوچنی مخالف نظر د اوریدو زغم ونه لرو نو بیا پر طالب چارواکو باندی د بیان د آزادۍ د له منځه وړلو په خاطر د نیوکې حق هم ځانته ورنکړو.

  4. جنرال صاحب وزیری سلام تاسی د غوړه مالانو ډیره ښه تشریح کړی ده دشونڅی د ابتدایی دوری د پښتو په کتاب کی یوه قیصه وه پاچا او غوړه مال د پند اخستلو لپاره ډیره ښکلی قیصه وه خبره داده چی د اوس زمانی مشران او سیاسیون هم چاپلوسان ډیر خوښوی هغه ددی لباره چی دوی په ټولنه کی ډیر وستایل شی تر څو ډیر ووټونه په لاس راوړی د هیواد او خلکو مینه د یو سره نه وه او نه شته هریو سره د اقتدار شوق وی تاسی محترم هم یو وخت د دفاع وزارت ویاند وی ، که په پخوانیو ویناوو مو نظر واچوی شاید په ډیرو یی پښیمان شی په هر صورت که بنده د الله د کلام دا ایات ولولی او د الله د وعید څخه یره وکړی امید دی چی هیځکله به هم غوړه مالی ونکړی(لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَوْا وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِنَ الْعَذَابِ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (188)ال عمران

  5. متقاعد جنرال صاحب وزیري د افغانستان د اردو یو مجرب افسر وو. د خلق دموکراتیک ګوند غړي او کله چې، روسانو د استاد عبدالرب رسول سیاف په ترور زوي د وخت ولسمشر حفیظ الله امین باندې برید وکړ په هغه وخت وزیري صاحب د وخت لوى درستیز سره په وزارت دفاع کې موجود او ټپۍ سوي هم وو. دا چې، دغو افسرانو له شهید داود خان سره کړي قسم او نظامي علف یې مات او د جفا او ناځواني معنی ورکوي ځانته خبره دی او د دغو افسرانو وجدان ته راجع کیږي. خو واقعیت دا دي چې،دا خلک عقدوي وو، او له ولس سره یې هم عقدوي برخورد وکړ. د هیواد ستونزه هم د همدوې له نا سنجیده حرکت چې، روسانو په مستقیم ملاتړ تر سره سو پیل سو او تر نن ورځي دوام لرئ. وزیري صاحب دا اخلاقي جرعت درلود چې،له ولس څخه یې بخښنه اوغوښته. خو داسې نوري ډلې شته چې، ظلم ، چور او تالان او د هیواد ورانولو کې سهیم وو، خو له ولس څخه د خپلو کړو جنایتونو بخښنه نه غواړئ.
    زه خو وایم چې، چاپلوسان دی ورک سي او رنګ دی ورک سئ.

  6. خبره خو دا ده چی زموږ د وطن ټول اقشار د قدر او په عین وخت کی د زړه سوی او خواخوږی وړ دی.
    امّا
    ” قراوانه ” زما په ګومان یو تُرکی لغت دی = د عسکرو د خوړو لوښی.
    په قراوانه یا په بله ژبه د حربی ښوونځی او حربی پوهنتون په فضاء کی روزل سوی قشر ( عسکری صاحب منصب ) هم د زړه سوی وړ دی ځکه:
    لسیزی لسیزی ئی د سر او پښو او حیثیت په بیه سیاست مدارانو او حاکمانو ته غوږ نیولی ؤ خو بالآخره نتیجه دا شوه چی نه صاحب منصب له وولس څخه راضی ؤ او نه وولس لدی قشر څخه راضی ؤ.
    اصلاً په بله ژبه:
    د هیچ قشر او حتی هیڅ شخص د لباس جیبونه د یو صاحب منصب د رسمی لباس غوندی پلَن او ژوَر نه وه او نه هم د هیڅ عادی شخص د سر خولی د صاحب منصب خولی غوندی برداره او ژوَره او درَنه نه خو د بده مرغه هم ئی دا ژور جیبونه تش وه او هم ئی تر خولی لاندی کوپړه تشه وه ( البته مامور ؤ او معذور ځکه همداسی روزل سوی ؤ ) ضمناً صاحب منصب هغه کس ؤ چی اول ئی خپل ملکی مشر ته کلک کلک سلامونه اچولی دی او بیا ئی په څاپیړه وهلی او د نابودی کندی ته ور غورځولی دی( البته بیا هم مامور ؤ او معذور ، چی هیله ده خدای او تاریخ ئی بیا هم وبخښی ) .
    امّا اصلی خبره :
    د مافوق او مادون تر منځ د چاپلوسی فرهنګ ځکه باب ؤ چی مافوق ( پاچا، رئیس جمهور، او بل هر سیاسی مشر د لویو قدرتونو په دربار کی په پټه او ښکاره توګه په چاپلوسی بوخت ؤ چی البته د هغوی د چاپلوسی نتیجه او د هغوی د مادون د چاپلوسی نتیجه سره ورته ده.
    په واضح توګه:
    د انګریز د دولت، د روس او وروسته شوروی د دولت، د امریکی او نورو غربی او شتمنو عربی دولتونو په وړاندی مو د خپلو مشرانو چاپلوسی پخپلو تاریخی حافظو کی ثبت او ضبط ده.
    بناً
    د مادون یا یو فرصت طلب کس لخوا چاپلوسی یوه معمولی خبره ده چی په هره ټولنه او هر تاریخی پړاؤ کی تر سترګو کیږی.

  7. یو کلک سلام جنرال وزیری ساب ته!
    د ټولو تاند لوستونکو تبصرې دې ولوستې؟. ما خو عمومي =جنرالیزد کامڼټ وکړ!
    دا نورو ځینوته چې حتی ستاسې قره وانه او خوله او جیبونه ېې یاد کړي؛ هیڅ جواب نلرې؟
    او یا عودلا مودلا غوندې؛ تیر ې ته میاري؟ او بیا بګیرش که نګیریت!!ههه

  8. که په لنډو کی یی خلاصه کړو ؛ دا د ملت تباهی،انحرافات،ضایعات او تربیتی نقیصی او بیا په ټوله کی ملت سازی ظرفیت نه درلودل تر ډیره په سیاسیون او علمای چَرِنده یا څریدونکو امرا او علما وو پوری تړاو لری؛د حدیث شریف په بنا که دا دوی ډلې ښې وای او خپل مسئولیت یی اداء کړی وی ،ڼن به دا ملت ،امت رهبری کولو او د هر ظالم ، جاهل او اجیر دلوبو ډګر به نه وو .
    ښه به دا وی چي د تیر تاریخ نه ، پند او عبرت واخلو او بل ظلم او جهالت لکه چي امراء و علمای چَرِنده پدی مظلوم ملت تحمیل کړل دبیا تکرار مخنیوی یی وشی او انسانسازی او بیا ملت سازی پیل شی ځکه ملا شدن و وزیرشدن اسان است ولی مهمتر ادم شدن و آدم زیستن هدف خلقت آدمیست و خصوصا با چاپلوسی در دربار سیاسیون چَرِنده ،رئیس و وزیر شدن اسهل خواهد بود
    نسازد علم بی اخلاق فخر مرد را ظاهر ـ ګر به ظاهر درس دهد صد فخر رازی را
    یا از تعلیم یافتګان بی تربیه ،انتظار آدمیت بیهوده خواهد بود هم دیروز و هم امروز .

  9. سلام
    سم عنوان یې باید داسی وی
    دچاپلوسانو دې مخ تور وی
    زه راځم همدې مطلب دغه خصلت په لیکوالانو کې هم راڅرګند شو . دا ستره روانی ناروغی ده دهرحکومت په درشل کې دوحید خان د ننګونو اغیز یی ځانته غوره کړی . هغه په ډیر مرموز ډول ځان تیر راوړی داهم دچاپلوسی یو لید لوری دی
    دانور مارشونه هورا او هها ان تر سرپرست اوبت پرست پور حالت خو اوږد تاریخ لری.

  10. په اخلاقی برخه کی منافقت او دوه مخی ده چې ځینې کسان په کې مهارت لرې داه معادله درې فکتوره لری :
    چاپلوس
    چاپلوس اوریدونکی
    ټولنه
    دطالبانو چاپلوس ان تر کلی پورې انحصار اونمایشی جاه طلبې راوستله

  11. جناب متقاعد جنرال صاحب وزیري دی افرین په دا دومره لویه سینه او حوصله. ځینې خلک په ځواب ورکولو نه ارزئ. دا تر ټولو غوره دریځ دئ.

  12. په دی کي هيڅ شک نشته چي چاپلوس داسي يو مکروب ده چي د د ځان د ګټي لپاره د بل موجوديت د ودي او سمر مخه نيسي نو هغه به څنګه يو خد متګار د يوه ملک و چي د پرمختګ په نامه او سوکالي وعدي اولس ته ورکوي ليکن پښي او لاسونه يي چاپلوسانو ور تړلي وي نو ايا ويلای نشو چي د داسي رئيس جمهور يا اولس مشر د هم مخ تور وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب