شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهله امریکايي متحدانو د پیسو اخیستو په اړه د سیګار ادعا ته...

له امریکايي متحدانو د پیسو اخیستو په اړه د سیګار ادعا ته د طالبانو غبرګون

تاند (۴شنبه، د جوزا دویمه) په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د سیګار ادارې هغه راپور رد کړی، چې ګواکې د دوی رژیم ته د امریکا اجراییوي شریکانو ۱۰۹ میلیونه ډالره د مالیې او نورو نومونو باندې ورکړي.

مجاهد وایي چې د اقتصاد وزارت له لارې یوازې د مرستندویو بنسټونو فعالیت څارل کېږي او د هغوی په لګښتونو کې هېڅ ډول دخالت نه‌لري.

د اقتصاد وزارت لپاره د طالبانو د رژیم مرستیال عبداللطیف نظری له افغانستان سره د امریکا د مرستو په هکله وویل:«د افغانستان له خلکو سره د امریکا بشرپاله او پراختیايي مرستې یوازې ۲٫۸ مېلیارده ډالره دي. پاتې نور موردونه چې د ادارې، تشریفاتو، تجملاتو، لېږد او د امریکا د دوستانو د ځای ابعاد دي، د افغانستان له خلکو سره په مرستو کې نه‌شمېرل کېږي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي جان ساپکو ویلي چې امریکا د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګسټ له میاشتې تراوسه، د طالبانو د رژیم بنسټونو ته ۱۰ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالره ورکړي دي.

د راپور پر بنسټ چې د نظرپوښتنې پر بنسټ چمتو شوی، هغه بهرني بنسټونه چې په افغانستان کې پروژې پلي کوي، دغه پیسې یې د ګمرکونو، مالیاتو، د برېښنا د لګښت، او ځينو نورو لګښتونو کې لګولې دي.

د سیګار د راپور له مخې، له ۶۵ هغو بنسټونو له ډلې چې په افغانستان کې پروژې پلې کوي ۳۸ بنسټونو یې د سیګار پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب