شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان پر وضعیت د پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو...

د افغانستان پر وضعیت د پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې

تاند (۴شنبه، د جوزا دویمه) د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فیدان چې پاکستان ته په سفر تللی؛ د نورو مسایلو د بحث کولو تر څنګ له خپل پاکستاني سيال اسحاق ډار سره په افغانستان کې د سولې او ټيکاو، سرحدي مسایلو او ترهګرۍ په تړاو هم خبرې کړې دي.

هاکان فیدان له اسحاق ډار سره یوې ګډې خبري غونډه ته وویل:«زموږ ګډه غوښتنه دا ده چې زموږ وروڼه او خویندې په افغانستان کې تلپاتې سوله او امنیت تجربه کړي. موږ په خپله کتنه کې دا فرصت درلود چې د دا ډول سولې او امنیت پر پیاوړتیا خبرې وکړو.»

د نوموړي په وينا، هغه څه چې په افغانستان کې روان دي د پاکستان پر حالاتو مستقيم اغېز لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:«لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، پاکستان له افغانستان سره اوږده پوله لري او هره پېښه چې په افغانستان کې پېښېږي پر پاکستان هم اغېز کوي. له همدې امله موږ پر دې موضوع هم خبرې وکړې.»

په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی د افغانستان په وضعیت کې د ترکیې رول مهم ګڼي او ورسره پر ښو اړیکو ټینګار لري.

د څارونکو په باور، پاکستان په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم سره د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د دغه رژیم پر وړاندې دیپلوماتیک فشار ته زور ورکړی او په پرله پسې ډول هڅه کوي چې افغانستان د خپلو ستونزو عامل وښيي.

د دوی په وینا، طالب ویاندویان او چارواکي په دې اړه له دیپلوماتیکې پوهې او لید لرلو پرته داسې هڅو ته خوشبیني ښيي، خو د پایلو په اړه یې نه پوهیږي.

تر دې مخکې پاکستان ته د ایران د وژل شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي د وروستي سفر پر مهال هم پاکستان توانیدلی و،  چې ایران سره په ګډه یوه تونده اعلامیه خپره او افغانستان پکې د سیمې د نا امنیو ریښه وښيي.

1 COMMENT

  1. تورکیه چې له افغانستان سره سلګونه کلونه تاریخي او کلتوري اړیکې لري ، زمونږ د هېواد پروړاندې باید یو ثابت ، د ورورګلوي په سطحه ولاړ مقف او دریځ ولري . مونږ افغانان تورکیه بې له سرحده ګاونډی بللی او دا اړیکې د افغانستان د سترټولواک غازي احمدشاه بابا له وخته تراوسه دوام لري .
    تورکانو ته لازمه ده چې له افغانستان سره خپلې اړیکې د پنجاب له منافقو عینکو نه ، بلکې د تېرشوي تاریخ په پاڼو کې ولټوي .
    پنجاب چې یو مصنوعي هېواد دی ، په کورني او خارجي سیاست کې پر منافقت ، بې باورۍ ، دروغو، د ګاونډیانو په کورنیو چارو کې پر مداخلو ، تروریست روزنکی او د پردیو په خدمت کې یو نظامي رژیم ظالم او درواغجن موقف ولاړسیاست لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب