Homeخبرونهازبکستان له افغان سیل ځپلیو سره مرسته کوي

ازبکستان له افغان سیل ځپلیو سره مرسته کوي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ازبکستان حکومت په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره مرستې کوي او زیاته کړې یې ده چې د دغه هیواد ۲۰۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي بلخ ته رسېدلي دي.

دغه وزارت په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې په دې مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، غنم، غوښه، د اوبو ټانکونه، خېمې او يو شمېر نور توکي شامل دي.

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف بلخ ته راغلی او له چارواکو یې غوښتي چې د دغه هېواد له وروستیو سېل ځپلو سره مرستې وکړي.

ښاغلی ارګاشیف زیاته کړه چې دا په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته د ازبکستان لسمه مرسته ده.

د رسمي راپورونو له مخې، د وروستیو سیلونو له امله یوازې په بغلان کې تر ۳۱۵ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ زره ماشومان بې کوره شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو لسو ورځو کې په هېواد کې تر ټولو ويجاړوونکي سېلونه راغلي، چې له امله يې د خلکو د مرګ ژوبلې په اړه پراخې اندېښنې رامنځته شوې دي.

په تېرو لسو ورځو کې د بدخشان، تخار، بادغیس، فاریاب، بغلان، فراه او غور ولایتونه د ویجاړونکو سېلونو شاهدان وو، چې په پایله کې یې سلګونه کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...