Homeخبرونهم.م وايي د دوحې درېیمه غونډه د جون په ۳۰ مه دایریږي

م.م وايي د دوحې درېیمه غونډه د جون په ۳۰ مه دایریږي

تاند (چهارشنبه، د جوزا دوهمه) ملګري ملتونه وايي چې د دوحې درېیمه غونډه به د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ (د سرطان په ۱۰ او ۱۱) جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دې غونډې هدف “له افغانستان سره په منظم او سیستماتیک ډول د نړیوال تعامل زیاتول دي.”

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ (د جوزا لومړۍ نېټه) د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره د ملګرو ملتو د سرمنشي د مرستیالې روزمیري ديکارلو د لیدنې په اړه جزئیات وړاندې کړل.

ديکارلو د مې میاشتې له ۱۸ نیټې څخه تر ۲۱ نیټې پورې په کابل کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ له طالب چارواکو او ځینو افغان شخصیتونو سره وکتل.

 هغې د دغه سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته بلنه ورکړه چې د دوحې په دریمه ناسته کې ګډون وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې استازي هم ګډون وکړي. د دوحې په پخوانۍ غونډه کې د مدني ټولنې د غړو ګډون یو له هغو دلایلو څخه و چې طالبانو په دې غونډه کې له ګډونه انکار وکړ.

د طالبانو د ريیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال د دوحې په دریمه غونډه کې په مشروط ډول ګډون ته تیاري ښوولې ده.

مولوي عبدالکبیر روانه اونۍ اغلې ډیکارلو ته وویل چې افغانستان د طالبانو په بشپړ کنټرول کې دی او دا هېواد “یو امیر لري او د هغه اطاعت کیږي.”

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان شخصیتونو د سرمنشي ګوتریش مرستیالې ته ویلي چې “له افغانستان سره د نړیوالې ښکیلتیا لپاره هر ډول ستراتیژي باید هغه بشري، پرمختیايي او اقتصادي ننګونې حل کړي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.”

بیان زیاتوي، «دوی د مخدره موادو او تروریستي ډلو د خطرونو او ګواښونو یادونه هم وکړه،» د سرمنشي مرستیالې په کابل کې له طالبانو او افغان شخصیتونو سره په کتنو کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو پر زده کړو د محدودیتونو په اړه خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...