شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د دویم پخواني مشر اختر منصور د وژل کېدو نهم...

د طالبانو د دویم پخواني مشر اختر منصور د وژل کېدو نهم تلین

تاند ( ۴ شنبه، د جوزا دویمه) د طالبانو یو شمېر ویاندویانو او چارواکو په ټولنیزو رسنیو کې د بېلابېلو پيغامونو په خپرولو سره، د خپل وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو د نهم تلین یاد تازه کړ.

ملا منصور ۹ کاله مخکې هغه مهال چې له ایران څخه پاکستان ته د بېرته ستنیدو په حال کې و، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې، د نوموړي د تګ معلومات له امریکا سره پاکستاني استخباراتو شریک کړی و.

ویل کیږي، چې ملا منصور د پاکستان له اسارته د طالبانو تحریک د خلاصون او سولې خبرو ته د تمایل نیت درلود.

د ملا منصور د وژل کېدو د تلین په مناسبت یو شمېر طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د کړنو ستاینه کړې او په ځانګړي ډول یې خپلو لارویانو سره اړیکې او چلند ستایلی.

تېر کال د هغه د وژل کېدو په مناسبت طالب مشرانو په کابل کې لویه غونډه هم بللې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب