Homeخبرونهملا هبت الله له ۲ میاشتې ځنډ وروسته د افغانستان بودیجه توشیح...

ملا هبت الله له ۲ میاشتې ځنډ وروسته د افغانستان بودیجه توشیح کړه

تاند (۴شنبه، د جوزا دویمه) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده بالاخره له ۲ میاشتني ځنډ وروسته، د افغانستان کلنۍ بودیجه توشیح کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د (۱۴۰۳) مالي لمریز کال ملي بودیجې سند له« هر اړخیز غور او دقت وروسته» د نوموړي لخوا توشېح شو.

سرچینې د بودیجې په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي، خو ادعا یې کړې چې په سند کي« د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه» په پام کي نیول شوي او همدا رنګه د سږ کال ملي بودیجه هم لکه  تېر کال له خپلو کورنیو عوایدو څخه چمتو شوې ده.

اقتصادي شنونکي بیا په دې سند کې د خلکو لومړیتوبونو او اړتیاوو ته په پراخه کچه د طالبانو د پاملرنې ادعا ته د شک په سترګه ګوري او باور لري، چې طالب چارواکي نه اقتصادي پوهه او نه د دې توان لري، چې په تش لاس او منزوي واکمنۍ کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې ونیولی شي.

د افغانستان بودیجه معمولاً د نوي لمریز کال له پيل سره نوې کیږي، خو د طالبانو په رژیم کې هم د جمهوري نظام د واکمنۍ په شان وخت پر وخت یې بشپړیدل او توشیح ځنډیږي، چې ورسره د حکومتولۍ مالي چارې ستونزو سره مخ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...