شنبه, جولای 27, 2024
Home+د افغانستان د پوهې او ژورنالیزم په نړۍ کې یو نوی لمر

د افغانستان د پوهې او ژورنالیزم په نړۍ کې یو نوی لمر

پوهندوی آصف بهاند

د افغانستان د نومهالیو ادبیاتو د څېـړنې انستیتیوت

او

وطن‌ادب دات کام

د مهاجرت د چاپېریال د وېرونکو تیارو په منځ کې، د افغانستان د پوهې او ژورنالیزم په نړۍ کې د «د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د څېـړنې انستیتوت» په نامه یو علمي بنسټ ایجاد شو او د دې علمي بنست د نشراتي ارگان نوم «وطن‌ادب دات کام» کېښودل شو.

«د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د څېړنې انستیتوت» او «وطن ادب دات کام» د رامنځ‌ته کېدو اصلي موخه او دنده به «د معاصرو ادبیاتو د څېـړنې، سپـړنې، بیا خپراوي او په ملي ویښتیا و روښانتیا کې د هغوی د ونډې د پېژندنې لپاره منظم فرهنګي کار» وي.

زه «د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د څېـړنې انستیتوت» علمي بنسټ د پوهې او فرهنگ د ساتنې، پالنې خوندي کولو او ودې یوه معتبره پته او د رڼا د خپراوي یو مشعل گڼم، د دې بنسټ ویبپاڼې ته د هغه ځلنده لمر نوم ورکوم چې د افغانستان د پوهې او ژورنالیزم په اسمان کې نوی راځلېدلی دی.

د بېلابېلو پېښو، عواملو، دلایلو او… پربنا، افغانان د نړۍ په گوټ، گوټ کې خپاره شوي دی. د دې افغانانو کیسې په بېلابېلو بڼو منعکسې شوې دی، د حقیقتونو ترڅنگه به ریښتیا ــ ناریښتیا هم په‌کې وي، خو یو خبره ښکاره ده چې د پوهې او فرهنگ ریښتیني لارویانو د خپل وطن د پوهې او فرهنگ ډیوه د پردیو وطنونو په هر حالت کې بله ساتلې ده، چې یوه غوره بېلگه یې د «د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د څېـړنې انستیتوت» ایجاد او د وطن دات کام (watanadab.com) ویبپاڼه ده.

د ۲۰۲۴ ام کال د مارچ په دریمه نېټه د افغانستان په مېډیا کې دې خبر په ویاړ سره سر راښکاره کړ او پر وطن، خلکو او فرهنگ باندې مین فرهنگي عبدالغفور لېوال په خپله فیسبوکپاڼه کې په دریو ژبو (پښتو، دري، ازبیکي) دا خبر خپور کړ:

«د افغانستان معاصر ادبیات

خوښ یم، چې درنو هېوادوالو ته د افغانستان د نومهالیو ادبیاتو د څېړنې انستیتیوت د ویب‌پاڼې د خپرونو د پیل زیری خپروم.

«وطن ادب»www.watanadab.com به تاسو ته، د افغانستان د نومهالیو ادبیاتو د بېلابېلو ځېلونو (ژانرونو) بېلګې، د سراج‌الاخبار له زمانې تر نن پورې افغان لیکوال، شاعران، پنځګر او ادبڅېـړونکي، او د معاصرو ادبیاتو بېلابېلې دورې او پړاوونه درپېژني،

په دې پاڼه کې به د پښتو، دري، اوزبیکي او نورو هېوادنیو ژبو مدون ادبیات او ولسي (فولکلوریک) اثار ولولئ او له نوموتو فرهنګي څېرو سره به اشنا شئ.

په «وطن ادب» کې به د تېرې یوې پېړۍ خپاره شوي ادبي کتابونه وپېژنئ او په ملي فرهنګ کې به له ادبي میراث څخه خوند واخلئ.

د دغې ادبي پاڼې په بډایینه، سمون، بشپړتیا، مختګ و پراختیا کې ستاسو د مرستې، ملګرتیا، هڅوونې، نظرونو او هراړخیز ملاتړ هرکلی کوو.

ویبپاڼې ته سر ورښکاره کړئ او زموږ ملګري شئ.

ستا د ښایست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه»

ما آصف بهاند د پاسني مطلب د هرکلي له پاره د کامنتونو په برخه کې داسې ولیکل:

«مبارک!

لار مو د مینې او ادب په ډیوو روښانه،

د یوه اباد ـ ازاد افغانستان په جغرافیه کې، د نیکمرغه او خپلواک افغان په چوپـړ کې مو بریا په برخه شه.💖❤🙏»

د پاسني پوست ترخپرېدو څلور ورځې وروسته، غفور لېوال له فرهنگیانو نه د مننې په دود داسې ولیکل:

«د ټولو دوستانو له مینې، لورینې او هرکلي مننه. دا هڅه ستاسو ټولو ملاتړ او همکارۍ ته اړ ده. هیله کوم، له هرچا سره چې د افغانستان د معاصرو ادبیاتو دقیق او سم متون په وورډ فایل کې وي، په موږ یې ولوروئ. دا که په هره ژبه کې وي. د وطن ټولې ژبې خوږې دي، په وطني ژبو د ښکلو هنري متونو خپرولو ته هرکلی وایو. د دغه ویب سایت لمن پراخه ده. د هرې وطني ژبې شعر، کیسه، طنز، د لیکوالو پېژندګلوۍ، فولکلوریک اصیل متون، د کوشنیانو ادبیات او له دې خېل وځېله هرڅه چې لرئ یې په موږ یې ولوروئ. د څېړونکي، رااستونکي، لیکوال یا شاعر په توګه به ستاسو له نامه سره یوځای خپریږي. د رااستولو لپاره دغه برېښنالیک پته کارولای شئ:

 [email protected]«

دا ویبسایت (وطن ادب) د نورو هغو په څېر خبرې بولتن نه دی، بلکې دا د افغانستان د علمي ــ فرهنگي کارونو او پېژندلو یوه ډاډمنه پته ده.

د وطن ادب د پاڼې په لومړي مخ کې د څو وتلو فرهنگیانو تر عکسونو لاندې د «موږ» ترسرلیک لاندې دا څوجملې لیکلې دي:

«موږ

د افغانستان د معاصرو ادبیات د څېړنې انستیتیوت (وطن‌ادب)، یو خپلواک څېړنیز – علمي بنسټ دی، چې د هېواد د معاصرو ادبیاتو د څېړنې، سپړنې، بیا خپراوي او په ملي ویښتیا و روښانتیا کې د هغوی د ونډې د پېژندنې لپاره منظم فرهنګي کار کوي.

زموږ لیدلوری

د افغانستان د ټولو ژبو ادبيات زموږ د ګډ ملي فرهنګ ښکلي او رنګارنګ ارزښتونه دي.

زموږ موخې

  • د افغانستان د ملي فرهنګ د یوې غوره برخې (معاصرو ادبیاتو) خوندي کول او نویو نسلونو ته یې د یوه معنوي ارزښت په توګه ورپېژندل.
  • په راتلونکي کې د ادبي پنځونو لپاره د یوې تجربوي هیندارې په بڼه د هغو روڼول.
  • د ادبیاتو په مرسته ملي یووالي، د انسانمحوره ارزښتونو پالنې او ټولنیز سمون ته لار هوارول.»

دغه راز ښاغلي لېوال د ۲۰۲۴ ام کال د اپریل په ۲۴مه نېټه د «وطن ادب دات کام د لوستلو له‌پاره لوستونکي داسې وروبلل:

«درنو بهر مېشتو هېوادوالو،

د کډوالۍ یوه لویه ربړه له خپلو ملي، فرهنګي او هویتي ارزښتونو څخه د واټن او پردي کېډو وېره ده.

دیاسپورايي څېړنې ښيي، چې د کډوالۍ له لومړۍ نسل سره د هویتي ارزښتونو د بایللو وېره په ناروغي او دیپریشن بدلیږي،د دویم نسل ستونزه دا وي، چې له خپل بومي فرهنګي چاپېریاله لرې کیږي، خو په کوربه فرهنګي چاپېریال کې په سختۍ جذبیږي، درېیم نسل له خپلو هویتي ارزښتونو سره واټن مومي او په کوربه چاپیریال کې مدغم کیږي.

موږ درې نسلونه په درېیو لویو تاړاکونو کې د نړۍ بېلابېلو سیمو ته خواره شوي هېوادوال لرو، چې خامخا به هرځای له داسې ستونزو سره لاس و ګریوان وي.

له هویتي – فرهنګي ارزښتونو د لرې کېدو له ویرې څنګه ځان ژغورلای شئ؟

یوه لاره یې دا ده، چې په خپله مورنۍ ژبه د خپل هېواد ملي ادبیات ولولئ. ملي ادبیات تاسو او ستاسو بچیانو او لمسیانو ته خپله ژبه، لیک او لحن خوندي ساتي، د هېواد له کیسو، شعرونو او ترانو څخه خبریږي، د هېواد له فولکلور او ولسي ادبیاتو سره اشنا کیږئ، د خپل هېواد له تاریخ، ټولنپوهنې، فرهنګي شتمنیو او ټولیزې – قومي ناخوداګاه سره د ژوند له خوندونو خړوبېدلای شئ.

نومهالي ادبیات تاسو ته ښيي، چې موږ څومره پیاوړی ملي یووالی درلوده، څومره افغانستان او ملي ارزښتونه پر موږ ګران وو.

خامخا به پوښتئ، چې په کډوالۍ کې نو د ادبیاتو متون له کومه کړو؟

کتابونه خو نشته.

دا اوس تر هر بل وخت اسانه ده، بس په یوه کلیک ځان د افغانستان د معاصرو ادبیاتو لویې خزانې ته ورورسوئ.

د خپل هېواد شعرونه، کیسې، طنزونه، ادب تاریخ، فولکلور، لیکوال‌پېژندنه، د ماشومانو ادبیات او هرڅه په وطن ادب www.watanadab.com کې ولولئ.

وطن ادب ته سر ورښکاره کړئ، هم تاسو او هم خپل ماشومان د وطن سوچه او اصیل فرهنګ ته بوځئ او د ملي فرهنګ په سمسوره ورشو یې وګرځوئ.

یاالله !

وطن ادب تاسو ته په تمه دی.»

«د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د څېـړنې انستیتوت» او «وطن ادب دات کام» مشري څېـړنوال دوکتور عبدالغفور لېوال ته ورله غاړې ده او ترڅنگ یې د وطن دا لاندې پېژندل شوي فرهنگیان، ژورنالستان او قلموال همکاران او د «وطن ادب دات کام» د هیأت تحریر غړي دي:

ــ داود وفا،

ــ فاضل شریفي،

ــ شفیقه یارقین،

ــ جواد خاوري

ــ حنیف خلیل،

ــ درویش دُراني،

ــ داود جنبش.

زه د افغانستان د پوهې او فرهنگ په ډگر کې «د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د څېړنې انستیتوت» ایجاد او د «وطن دات کام» وېپاڼې د کار پیل یو لوی علمي ــ فرهنگي کار گڼم. دا ما ته اړینه وبرېښېده چې په دې اړوند له ښاغلي لېوال سره هغه څو لنډې پوښتنې مطرح کړم چې په دې اړوند د اوس له‌پاره له ماسره پیدا شوې دي:

څو پوښتنې:

ــ د «وطن ادب دات کام» د فعالیت یا پیلېدو اصلي انگېزه څه وه؟

ــ ایا تاسو به وکولای شئ چې د درې ژبو (پښتو، دري، اوزبیکي) د ادبیاتو د بېلابېلو برخو له‌پاره به لیکوالان او قلمي همکاران پیدا کړئ چې ستاسو یادو شوو وعدو سره سم به مواد برابر کړای شي؟

ــ د پاڼې په انلاین کېدو باندې څومره موده تېره شوې ده؟ په یاده موده کې د قلموالو له قلمي مرستو راضي یاست که نه؟

ــ د  «وطن ادب دات کام» لوستلو ته څومره خلک سرورښکاره کوي او ایا خپل نظریات یې درسره شریک کړي دي؟

ما ته لېوال صاحب د پاسنیو پوښتنو ځوابونه په دې شرحه راولېـږل:

سلامونه!

او څوپوښتنې:

ــ د «وطن ادب دات کام» د فعالیت یا پیلېدو اصلي انگېزه څه وه؟

سلامونه او درناوی استاده،

اصلي انګېزه یې د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د انستیتیوت جوړول او د دغه انستیتیوت د څېړنو خپرول وو. خو زه به په دې لږ تفصیل ورکړم، چې د معاصرو ادبیاتو د انستیتیوت  د جوړولو انګېزه څه وه.

دا به په درېیو ټکو کې روښانه کړو:

۱ـ  له (مشروطیت، سراج الاخبار خپرېدو او استقلال) راروسته موږ د نویو ادبیاتو د راپیلېدو شاهدان و، دغو ادبیاتو ځینې مهمې ځانګړنې لرلې. د افغاني ټولنې د انسان د ژوند حقایق یې منعکسول، د ملت – دولت جوړېدو اساسي روایتونه یې بیانول ( ملي یووالی، معارف،  د موډېرن ژوند ارزښتونه، تکنولوژي، پرمختګ او په نړۍ کې د افغانستان سیال کول، ملتپالنه او وطندوستي) همدا راز ننني نسل ته یې ډېر ښکاره او واضح پیغامونه لرل. دغه ټول ارزښتونه او پیغامونه باید اوسمهالي نسل ته رسېدلي وای. په همدې پار د معاصرو ادبیاتو انستیتیوت چې په ۲۰۲۳ کال کې په فرانسه کې ثبت شو، د ځينو افغان ملي شخصیتونو په همکارۍ د معاصرو ادبیاتو د تدوین چارې پیل کړې، چې بالاخره یې د یوه ادبي دایرةالمعارف په بڼه خپور کړي. هغه مواد چې راټولېدل، د انلاین خپراوي لپاره یوه برېښناپاڼه کې باید خپاره شوي وای، چې www.watanadab.com د همدي لپاره رامنځته شو.

۲- د معاصرو ادبیاتو متون – پورتني اهمیت ته په کتلو – باید په ټوله نړۍ او افغانستان کې مېشتو افغانانو ته رسېدلي وای. ستونزه دا وه، چې دغه پخوا چاپ شوي متون اوس د کتاب په بازارکې نه موندل کېدل، په تېره بیا د بهرمېشتو افغانانو لپاره بیخي د مرغۍ پۍ ګرځېدلي وو. نړۍ ډیجیتال شوې ده، خلکو متون انلاین غوښتل، هوښیارو ملتونو لا پخوا خپلې ادبي پانګې انلاین کړې وې. افغانانو که څه هم دا هڅې پخوا لږ وډېرې راپیل کړې وې، خو تخصصي، منظمې او څانګیزې نه وې. www.watanadab.com     وغوښتل دا تشه ډکه کړي. په دې برېښنا پاڼه کې – چې یوازې او یوازې ادبیاتو ته ځانګړې شوې –  ټولې برخې د تاریخي تکامل او زماني تسلسل پربنسټ تر دقیق او څېړنیز میتود لاندې معاصر ادبیات خپروي، چې په ټوله نړۍ کې په انلاین بڼه وکتل شي.

۳- د کډوالو افغانانو لپاره د فرهنګي هویت مسئله مهمه وه. په مورنۍ ژبه لیک لوست او په خپلو ادبیاتو پوهېدل د دغې هویتي – فرهنګي اړتیا یوه برخه وه او ده. www.watanadab.com     په کډوالۍ او تبعید کې مېشتو پېغلو او ځوانانو سره مرسته کوي، چې له خپل هویت و فرهنګ و ادبیاتو سره اشنا شي، دلته به مثلاً؛ د استاد الفت اسانه او خواږه نثرونه لولي او د استاد بېتاب ښکلي غزلونه او  د یوه اوزبیک شاعر وطنپرستانه شعرونه و داستانونه به لولي. چې د ټولو محور افغانستان او افغان ملت دی.

بهرمېشتو افغانانو ګیله کوله، چې پښتو، دري اوزبیکي او… افغاني کتابونه نشته، تر دې روسته به دغه برېښنا پاڼه د یوه انلاین کتابتون حیثیت ولري.

ــ ایا تاسو به وکولای شئ چې د درې ژبو (پښتو، دري، اوزبیکي) د ادبیاتو د بېلابېلو برخو له‌پاره به لیکواللان او قلمي همکاران پیدا کړئ چې ستاسو یادې شوو وعدو سره سم به مواد برابر کړای شي؟

په دې برخه کې موږ دوه ډوله همکاران لرو:

لومړۍ ډله هغه محققان دي، چې د خپلو ژبو په ادبي څېړنو کې تخصص لري او له انستیتیوت سره منظمه قرارداد شوې همکاري کوي. دوهمه برخه هغه لیکوال و محققان دي، چې د ادبي مینې او فرهنګي علاقمندۍ له مخې انستیتیوت ته خپلې لیکنې، څېړنې او تخلیقي اثار رااستوي، چې باید د مننې ترڅنګ یې همکاري ډېره ارزښتمنه وبولو.

د برېښنا پاڼې او انستیتیوت د هرکلي ور د ټولو ژبو د ټولو لیکوالانو او څېړونکیو پرمخ پرانیستی دی،  ټول ادبي متون چې ټاکلی هنري ارزښت ولري، خپریږي. خو د انستیتیوت غړي محققان منظم کار کوي او خپلې لیکنې تر دقیقې بیا کتنې روسته له مهالني ویش سره سم رااستوي. لاتراوسه خو له خپلې ژمنې او اټکل شوي مهالویش وړاندې روان یو، په راتلونکي کې هم د خپلو همکارانو په ژمنه باور لرو.

ــ د پاڼې په انلاین کېدو باندې څومره موده تېره شوې ده؟ په یاده موده کې د قلموالو له قلمي مرستو راضي یاست که نه؟

د انستیتیوت د څېړنیز کار له پیل څخه اووه میاشتې اوړي او زموږ ویبسایت:

 www.watanadab.com

د ۱۴۰۲ کال د دلوې په میاشت کې انلاین  شو، په دې حساب دا دی د ویب سایت پر لیکه کېدو څخه څلور میاشتې اوړي، په دومره موده کې تر لس زره مخه زیات متون خپاره شوي دي، محققان له ټولو ستونزو او خنډونو سره سم خپلې ژمنې پوره کوي.  په ځینو برخو کې کافي خو په ځينو برخو کې یو څه کم کار شوی دی. موږ ډېر ټينګار په دقت او څېړنیز احتیاط کوو، ځکه خو باید د خپلو معاصرو لویو لیکوالو اثار خپل ملي امانت هم وګڼو او په بیا خپراوي کې یې پام وکړو. په همدې لحاظ شوی کار په دومره موده کې کافي ګڼو.

ــ د  «وطن ادب دات کام» لوستلو ته څومره خلک سرورښکاره کوي او ایا خپل نظریات یې درسره شریک کړي دي؟

په لومړنیو دوو میاشتو کې تخنیکي همکارانو د مراجعو (ویب سایت پرانیستلو) شمېر تر سل زره  ځلې زیات ښوولی و، تر هغه روسته ما نه دي پوښتلي، خو د غبرګونونو شمېر راته ښيي، چې باید په دویمو میاشتو کې دغه مراجعه دوه چنده شوې وي. موږ پوهیږو، چې دا شمېره کمه ده، خو دا هرومروخت نیسي، چې خلک له ویب سایت سره اشنا شي.

هو د خلکو نظریات له درېیو لارو رارسیږي، ګڼ فرهنګي دوستان یې له ماسره په شخصي اړیکو خپل نظریات راته وايي، موږ یو ایمیل آدرس هم اعلان کړی دی:

    [email protected]

ځینې نظریات و تماسونه له دې ایمیل څخه هم رارسیږي او درېیم ډول یې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو غبرګونونه دي، چې موږ ته دا ټول ښيي، چې د افغانانو علاقمندي زموږ له تمې پورته ده.

د «وطن ادب» په هنداره کې تر اوسه پورې د ژبو په تفکیک سره د دغو ژبو برخې په نظر کې نیول شوې دي:

ــ پښتو،

ــ دري،

ــ ازبیکي.

اوس د هرچا خوښه چې کومه ژبه انتخابوي. زه دلته د «وطن ادب» په پښتو برخې باندې څېـړنه کوم، نورې برخې به پرېـږدو د اړوندو ژبو څېـړنکو ته. د پښتو برخې په لومړي مخ

کې دغو برخو ته ځای بېل شوې دي:

 شعر، داستان، طنز، هنري نثر، فولکلور، ادب تاریخ، د ماشوم ادبیات، ادبي پوهنغونډ، قافلې د عطر و رنگ او کتابستان (بېبلیو گرافي).

د «وطن ادب» د پاسني فهرست په هره برخه باندې چې کلیک وشي، هماغه برخه له خپلې شتو موادو سره مخ راښکاره کوي او درانه لوستونکي کولای شي چې یا خپل معلومات او علمي مواد ترلاسه کړي او یا هم خپله هنري تنده د شعرونو او هنري نثر په بڼ کې خړوبه کړي او یا غږیزو کتابونو ته غوږ شي.

اوس به یادو برخو ته سر ورښکاره کړو چې تر اوسه (۰۶/۰۵/۲۰۲۴) پورې څه او څومره فرهنگي ــ علمي شته‌مني په کې راخوندي شوې ده:

ــ د شعر برخه:

د شعر په برخه کې تراوسه پورې د یوسل‌واته‌ویشت (۱۲۸) تنو گڼ‌شمېر شعرونه اېښودل شوي دي چې د ځینو نومونه یې دا دي:

همیش‌خلیل، اجمل خټک، غني‌خان، سلیم راز، اجمل تورمان، عصمت دراني، ملا عبدالسلام اشپزي، خلیل باور، رحمت نیازی، باقي دراني، اسحق ننگیال، بارکوال میاخیل، هنرمل کاکړ، نسیم ایثار، محمود ایاز، آصف بهاند، حبیب «س»، احمد تکل، عارف تبسم، سهیل جعفر او…

ــ داستان برخه:

د «وطن ادب» د پښتوزبې د داستان په برخه کې هم د شلمې او یوویشتمې پېړۍ د داستان لیکونکو د هنري لیکنو بېلگې اېښودل شوې دي چې د ځینو نومونه یې دا دي:

بشیر دودیال، احسان‌الله ارینزی، زرین انځور، حفیظ‌الله تراب، محمدشریف حبیبي، غوث خیبری، نورمحمد تره‌کی، طاهر اپریدی، صفیه حلیم، گل‌رحمان رحماني، محمدنعمان دوست، نصیراحمد احمدي، ایمل پسرلی، محب‌الله زغم، اجمل پسرلی او…

ــ طنز برخه:

د «وطن ادب» د پښتو ژبې د طنز په برخه کې هم د ځینو طنز لیکونکو د طنزونو بېلگې راوړل شوې دي چې د څوتنو نومونه یې د بېلگې په ډول یادوو:

عبدالمنان ملگری، گل‌پاچا الفت، فریدالله شاه احساس، حفیظ‌الله تراب.

ــ هنري نثر:

دا هغه برخه رانغاړي چې یو لیکوال په هنري او ادبي ژبه د یوې ادبي پېښې یا ادبي فرهنگي شخصیت په باب یو څه لیکلي وي. په دې برخه کې هم د یوشمېر قلموالو د لیکنو بېلگې اېښودل شوې دي چې د ځینو نومونه یې دا دي:

بازمحمد عابد، محمدگل بېتاب، عبداروف بېنوا، عبدالله غمخور، مولوي صالح‌محمد هوتک، سعدالدین شپون، عزیزارحمن سیفي، میراجان سیال، محمدارسلان سلیمي، سراج‌ادین سعید، محمددین ژواک، باینده‌محمد زهیر، عبدالشکور رشاد، قیام‌ادین خادم، گل‌پاچا الفت، صدیق‌الله ریښتین،ا او…

ــ فولکلور برخه:

د «وطن ادب» د فولکلور برخه تراوسه خواره ده. د پښتني فولکلور غنا ته په کتو سره هغه څه چې دلته اېښودل شوي دي، ډېر لږ او په نشت حساب دي. په دې برخه کې تراوسه پورې د څو لیکوالو څو مقالې او د ولسي ادب څوبېلگې راوړل شوې دي.

هغه لیکوال چې د فولکلور په باب یې مقالې او معلومات اېښودل شوی دی، دا دي:

احسان‌الله ارینزی (د وردگو دود او بدلې) په څو برخو کې،

محمدداود وفا (فولکلور پېژندنه) په څو برخو کې،

محمدداود تپان (شورۍ ــ فی‌البدیهه شعر او شاعري)

ــ ادب تاریخ برخه:

د «وطن ادب» د ادب‌تاریخ په برخه کې تراوسه پورې د پښتو ژبې د څوتنو لیکوالو په ادب‌تاریخ پورې اړوند مقالې اېښودل شوې دي چې د ځینو سرلیکونه یې دا دي:

ــ دوکتور محمدداود وفا: د پښتوادبیاتو معاصره دوره (په شپـږ برخو کې)

دوکتور محمدحنیف خلیل: په پښتونخوا کې د پښتومعاصر ادب شالید (په څوبرخو کې)

ــ دوکتور محمدزرین انځور: پښتومعاصر داستاني ادبیات، تاریخي ــ تحلیلي کتنه (په څلوربرخو کې)

ــ د ماشوم ادبیات:

د ماشوم ادب برخه، په پښتو ادب کې تل خواره وه، خواره ده او د «وطن ادب» په بڼ کې یې هم برخه خواره او رنگ یې زېړ دی. د «وطن ادب» په لمن کې د ماشوم ادب یوازې درې تنو قلموالو د کارونو څو بېلگې وړاندې شوې دي:

۱ ــ اجمل تورمان (خوږو ماشومانو ته د اجمل تورمان شعرونه) شپـږټوټې شعرونه،

۲ ــ عبدالغفور لېوال (د کوشنیانو لپاره څومنظومې کیسې او شعرونه) اوه ټوټې شعرونه،

۳ ــ محمد اعظم عبیدي (د محمد اعظم عبیدي څو کیسې) دیارلس کیسې.

ــ ادبي پوهنغونډ:

د «وطن ادب» د ادبي پوهنغونډ برخه د اوس له‌پاره دوې برخې لري:

۱ ــ لیکوال،

۲ ــ ادبي بنسټونه.

د لیکوالو په برخه کې د شپـږاتیا تنو فرهنگیانو بیوگرافي راوړل شوې ده، د څو

تنونومونه یې دي:

فضل‌احمد غر، عبدالاکبر اکبر، میا اکبرشاه، فضل‌محمود مخفي، عبدالمالک فدا، خانمیر هلالي، کاکاجي صنوبر حسین مومند، میا احمدشاه شاه، سید جعفر حسین‌شاه ریښتونی، عبدالخالق خلیق، محمداسلم خان کمالي، سیدراحت زاخیلي، محمد اکبرخان خادم، عبدالمجید افغاني،  سید محمود کارگر، قلندر، قدرت‌الله حداد، عبداروف قتیل خوږیاڼی او…

د ادبي بنسټونو برخه تراوسه تشه ده او څه نه دي په اېښودل شوي.

ــ قافلې د عطر و رنگ:

د «وطن ادب» ویبپاڼې د «قافلې د عطر و رنگ» برخه کې د افغانستان معاصر ادبیات په غږ کې (غږیز کتابونه) راوړل شوي دي.

زه فکر کوم چې دا یو لوی او ښه نوښت دی. د «وطن ادب» دا برخه به د معاصرو ادبیاتو په وړاندې کولو او خلکو ته د ورپېژندلو تر ټولو مدرنه او مؤثره وسیله وي.

د «وطن ادب» د غږیزو کتابونو په برخه کې تراوسه درې کتابونه د پیاوړي فرهنگي شخصیت او بریالي ویاند ډوکتور داود جنبش په غږ کې وړاندې شوې دي:

۱ ــ د گل‌پاچا الفت غوره نثرونه (درې ساعتونه نه ویشت دقیقې او دولس ثانیې) دا یې لینک دی:

۲ ــ د حمزه شینواري «د کابل منظومه سفرنامه» (دوه ساعتونه و شل دقیقې او درې ثانیې)

دا یې لینک دی:

۳ ــ عبقریان او د موسی شفیق څو نورې کیسې (یو ساعت و څلورڅلوېښت دقیقې او اته پنځوس ثانیې)

دا یې لینک دی:

ــ کتابستان (بېبلیوگرافي):

د «وطن ادب» ویبپاڼې دا برخه تراوسه تشه ده، هیله ده چې ژر به د «وطن ادب» ویبپاڼې مینه‌والو ته ښې ډالۍ وړاندې کړي.

«د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د څېړنې انستیتوت» او دې ارگان پورې اړوند ویبپاڼه (وطن ادب) چې خپلواک څېړنیز ــ علمي بنسټ او ناپېلې ویبپاڼه ده، د همدې ویل شوې پالیسۍ او کار په چوکاټ کې به ډېر ژر په داسې علمي ــ څېـړنیزې پتې بدله شي چې د افغانستان ډېر پوهې او فرهنگ ډېرڅه به په خپله زېرمه کې ولري او د څېـړونکو او زدکړیالانو له پاره به یو معتبر علمي ــ فرهنگي ادرس وي.

هیله ده چې د وطن ادب ویبپاڼه به د فرهنگ د ساتنې ــ پالنې او غنا تر څنگ د خپلو موخو په چوکاټ کې، د نوي نسل په روزلو کې هغسې چې اړینه ده، خپل مسؤلیت درک او ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب