شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبطنزونهد ګندنې له برکته (طنز) لیکوال: حبیب الله بختیال

د ګندنې له برکته (طنز) لیکوال: حبیب الله بختیال

ډاکټرې شاه ګل له پوهنتون څخه تر چانسي فراغت وروسته، چې ددې له نیکه بخته یې دویم او دریمو چانسونو حساب ته د حساب ماشین عاجز ؤ د سلګونو واسطو له لارې د ښار په یوه څنډه کې معاینه خانه خلاصه کړه او د خاوند او یو نیم درجن بچیانو خدمت لپاره یې یوه کونډه مزدوره کړه.

په لومړي سر کې یې چندانې کار ښه نه ؤ، خو دا چې د نورو ډاکټرانو خلاف یې په لومړي سر کې له ناروغانو فیس نیغ په نیغه نه اخیست او د درملتون په درملو کې به یې ترینه ګرځاوه، نو ځکه خو به ډيری ساده ښځې له دې رازه په ناخبرۍ ډاکټرې شاه ګل ته ورتلې او چې به د مړي ژوندي مسئله شوه نو له یوې بلې سره به یې د ډاکټرې صفتونه کتار کړل. خو له دې سره سره بیا هم د ډاکټرې نورې سیالې هم په ښار کې وې، چې خلکو ته د هغې په اړه د منفي تبلیغاتو له لارې یې خلک په ځانونو را مات کړي وو او د ډاکټرې شاه ګل نو له دوي سره په دې زور نه ؤ سم او څه یې نه شوای ورته ویلای، چې د هغه چا خبره آزاد بازار ؤ، خو یوه ورځ داسې هم راغله، چې د ډاکټرې شاه ګل بخت په بله واوښت او نړیوال شهرت یې پیدا کړ.

خبره خو داسې وه، چې ډاکټرې ته به هر ډول ناروغان راتلل او دې هم په خپله په خپله خوښه داسې درمل ورته لیکل ، چې که به د یوې نسخې په نیمايي کې څه غلطي ورڅخه وشوه، نو په بلې به یې پیل وکړ او پخوانۍ هغه به یې سم له واره څیرې کړه او د خځلو ستل ته به یې ورواچوله او نالوستو ښځو چې به په دې تړاو ورڅخه پوښتنه وکړه، چې : ( ای نخسه را چیرا پاره میکني؟)). نو دې به سوړ اسویلی وکیښ او ورته به یې وویل :

–    به خدا نمی فامم که ای دیګه داکترا چطور از خدا نمی ترسه اګه یک دوا ره خوب نوشته میکنه دیګه دوا ره باز غلط میکنه ، خو باز هم ده ای فکر نیستند که اګر بالای مریض تاثیر بد کنه چطور پیش خدا جواب میګه؟!.

او په دې خبرو سره به یې داسې ښود، چې ګویا د نسخې په لیکلو کې څومره دقت کوي او له ډیر احتیاط څخه کار اخلي او ناروغانو چې به ددې د زړه سوي دا ډول تمثیلي حالت ولیده نو یوې او بلې ته به یې لا نور صفتونه کتار کړل. خو یوه ورځ داسې هم وه، چې یوه د پاخه عمر ښځه چې بخت بي بي نومیده او د نس له درده یې ځګیروي کول سهار وختي د ډاکټرې کور مخې ته په کټ کې راوړل شوه او ډاکټرې چې ورڅخه پوښتنه وکړه، چې څه دې خوړلي، چې داسې یې په تلیف کړې یې، نو ناروغې په ډیر کړاو داسې ځواب وکړ:

–    هیچ چیز نه خوردیم، شو بولاني پخته میکدم ، خدا داشته باشې شه ګندنه ره از ګوشت کده هم زیات دوست دارم امو بود که یک دو ګیلاس امو آو ګندنه ره خوردم که ده بولاني می انداختم، بس از نصف شو به ای حالت استم.

ډاکټرې شاه ګل چې د بخت بي بي خبرې واوریدې، نو پوه شوه ټول کار د ګندنې د پاتې شنو اوبو دی چې له ګندنې سره د ډیر شوق له مخې یې په سر اړولي دي. دا چې د ناروغې حالت کړکچن ورته ښکاره شو، نو سم له واره یې د ښار په مشهور لابراتوار کې د وینې معاینې سپارښتنه ورته وکړه او ناروغه بخت بي بي یې د خپل کتنځي په دهلیز کې په داسې کټ بستر کړه، چې له پښو سره یې تشناب ؤ او چې په تکلیف به شوه، نو د کورنۍ نورو خپلوانو به یې نږدې وروسته او په همدې ډول تر څو د معایناتو درک معلومیدو، بخت بي بي له اخوټوخه لویدلې وه او د ناروغۍ له شدته به یې ځینې وخت په اپلتو پیل وکړ او چې درد به پرې زیات شو، نو ویل به یې چې : ((خدا خانیته خراب کنه ګندنه فروش، که ګندنه ره سودا میکدي چرا اول پاک نه ششتي؟!)).

د بخت بي بي لابراتواري معایناتو شاوخوا لس ساعته وخت ونیوه او چې کله یې پایله ډاکټرې شاه ګل ته راوړله او هغې د کتني ځي ته څیرمه د انګریزۍ کورس مدیر باندې وژباړله ، نو ایله پوه شوه چې خبره احتیاط او کنټرول څخه وتلې او سم له واره یې د خپل پوهنتون رئیس ته چې دې به د محصلۍ پیغلتوب په وخت کې یو نیم ساعت په دفتر کې ټوکې ټکالې ورسره کولې ذنګ وواهه او ورته یې وویل، چې په خپله سیمه کې یې په یو ناروغ کې د معایناتو له لارې داسې ناپیژندل شوی میکروب کشف کړی، چې تر اوسه یې نوم هم چا نه دی اوریدلی او دا چې دا میکروب د ډاکټرې شاه ګل کشف کړی نو باید ددې نوم (شاه ګل) او یا هم د (ګندن) یعنې هغه چې د ګندنې څخه اخیستل شوی وي نوم ورکړل شي او باید چې همدا اوس د نړیوالو ریکارډونو او ساینس پوهانو په کتابونو کې ثبت شي.

د پوهنتون رئیس چې دا واوریدل، نو سم له واره یې ورته سپارښتنه وکړه، چې ناروغ دې د ولایتي روغتون په امبولانس کې او یا هم د امنیتي ځواکونو په چورلکه کې پلازمېنې ته ورولیږي ؛ تر څو یې په وینه کې نوی وایروس معاینه او بیا بهر ته د زیاتو څیړنو په موخه ولیږل شي، چې همداسې وشول او کله چې په پلازمېنه کې د بهرنیو ډاکټرانو لابراتواري معایناتو کې هم د میکروب کره ډول څرګند نه شو، نو دا وخت د ډاکټرې شاه ګل او بخت بي بي او د دواړو کورنیو د بخت ستوری وځلید. ځکه د ډاکټرې شاه بي بي له سپارښتنې سره سم بهرنیو ډاکټرانو د میکروب پیژندنې په موخه بهر ته د بخت بي بي او د هغې خاوند او دغه راز د شاه ګل او د هغې خاوند د لیږلو ترتیبات ونیول او اونۍ لا تیره نه وه، چې د ټولو لپاره سیاحتي پاسپورټونه، چې د اروپا ویزې پرې لګیدلې وې ورکړل شول او له همدې سره ورته وړیا ټکټونه هم ورکړل او څلورو واړو د اروپا په لور پرواز وکړ.

اروپا ته په رسیدو سره ساینس پوهان د بخت بي بي او ورسره پلاوي د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته راغلي وو او په یوه بله چورلکه کې یې څلور واړه له هوايي ډګره یوه نوموتي روغتون ته یوړل. د میکروب د پیژندنې په موخه د ساینس پوهانو څیړنې پیل شوې او وروسته له دریو ورځو ساینس پوهانو په ډاګه کړه، چې د بخت بي بي په وینه کې یو نا معلوم خطرناک نوي میکروب چې تر اوسه یې ساری نه ؤ لیدل شوی وموندل شو او ددې میکروب کشف کوونکې ډاکټره شاه ګل او دا چې میکروب د ګندنې له ناولو اوبو رامنځته شوی، نو د ډاکټرې شاه ګل په نوم میکروب ته د (ګندن) نوم ورکړل شو او ورسره ورسره د نړیوالو ریکارډونو په کتاب او د ساینس پوهانو په لویه نړیواله ټولنه کې ثبت شو.

دا خبره رسنیو د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوله او هر څوک په دې خبر شول، چې د یوې افغانې په وینه کې د لومړي ځل لپاره د وژوونکو ناروغیو د میکروبونو په څير یو داسې میکروب کشف او پيژندل شوی، چې په نړۍ کې یې ساری نه دی لیدل شوی او ډاکټرې شاه ګل له خپلې چالاکۍ په کارونې بله ورځ په هماغه اروپايي روغتون کې نړیوالو رسنیو ته په یوې ځانګړې خبري غونډه کې په ډاګه کړه چې ددې نوي میکروب چې کشف کوونکې یې په خپله ده نړیوال شهرت موندو سره اوس دې او کورنۍ ته یې په خپل هیواد کې د امنیتي ستونزو سربیره وسله والو او د ګاونډیو هیوادونو جاسوسانو اخطارونه ورکړي او د مرګ ګواښونه یې ورته کړي، نو ځکه خو اوس نه یوازې دا چې خپله له خپل خاوند سره خپل هیواد ته نه شي تلای بلکې د کورنۍ نور غړي یې هم تر ګواښ لاندې دي او هغوي هم باید اروپا ته راوستل شي، چې له دې خبري کانفرانس وروسته هماغسې وشول؛ کوم چې دې غوښتل او هغه داسې چې بخت بي بي خوارکۍ تر ناڅرګندې درملنې وروسته له خپل خاوند سره بیرته هیواد ته ولیږل شوه او له هغه لوري د شاه ګل یو نیم درجن بچیان ، زړه ته ورنږدې وروڼه او خویندې او زاړه مور او پلار یې اروپا ته راوستل شول او ټولو ته یو ځانګړی عصري بلاک ورکړل شو او د اوسیدو هر ډول آسانتیاوې ورکړل شوې.

خو له ډاکټرې شاه ګل، چې اوس کوم خپلوان په ټلیفون کې پوښتنه وکړي، چې دا هر څه ورته د څه له برکته وو؟ نو دا ورته په ځواب کې وايي :

–   بس ای تمامیش از برکت ګندنه بود! اګه شما هم علاقه دارین که ایتو یک چانس اروپا آمدن بریتان برابر شوه پس ده تمام زمینای تان ګندنه کشت کنین و مثل بخت بي بي بریتان د چانس برابر کدن آمدن به اروپا ره مه مساعد میکنم و بري خارجیا میګم که واقعه میکروب ګندن رخ داده و مریض باید به اروپا آورده شوه.

د ډاکټرشاه ګل له دې سپارښتنې سره اوس یې پاتې خپلوان او د سیمې اوسیدونکي ټول د ګندنې په خوړلو او کرلو لګیا دي او په دې تمه دي، چې د خواره کوټې بخت بي بي په څیر به کله د ګندن له میکروب سره مخ او ناروغان کیږي؛ تر څو یې ډاکټره شاه ګل ورته اروپا ته د تګ چانس برابر کړي او په دې ډول له خپل هیواده پښې سپکې کړي.

 ۵ ، ۳ ، ۱۳۹۵ چهارشنبه ، غزنی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب