پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeکلتورسپین‌غر دا اوونۍ د ختیځ یارانو د ناستې کوربه وو 

سپین‌غر دا اوونۍ د ختیځ یارانو د ناستې کوربه وو 

راپور: راز خوږیاڼی

نېټه: ۱۳۹۸ د مرغومي ۲۷ مه

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله دوه څلوېښتمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې دا اوونۍ پکې لۀ جلال‌کوټه د ختیځ ادبي بهیر غړو هم ګډون درلود پۀ ډېر جوش تر سره شوه، دریځ چارې یې خوشال دراني سمبالولې، د جانان خدرخېل لۀ خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې مشري محمد صدیق حیران کوله او د مېلمه پر څوکۍ ورسره د ختیځ ادبي بهیر مشر شاعر او لیکوال ضیاء الدین همت مل ملګری وو.

د تېرې ادبي ناستې راپور د راز خوږیاڼي لۀ خوا واورول شو، چې ځینو ملګرو یې پۀ اړه نظرونه وړاندې کړل. بریال وزیروال وویل راپور ډېر پۀ زړۀ پورې وو؛ خو که پۀ ځینو ځایونو کې تکرار کلمې نۀ وای راوړل شوی، ښکلا بۀ یې لا زیاته وه.

خوشال دراني بیا د راپور پۀ سرلیک نیوکه وکړه، چې هره اوونۍ پۀ تکرار بڼه راوړل کېږي، هغۀ وویل باید نوښت ته پاملرنه وشي او نور باید لۀ تکرار سرلیکه ډډه وشي.

وروسته ازاده مشاعره وشوه چې سردارولي ساپي، موسی دلسوز، محمود ځلاند، خالد احساس، نوراغا شهزاده، بریال وزیروال، محمد همدرد، استاد شمشېر، محمد غوث نوري، امرالله هیله‌من، نوراغا مظلومیار، احمد جمال جمال، ضیاءالدین همت مل، جعفر الماس، خپلواک شېرزاد، فیصل ملکزي، جانان خدرخېل، راز خوږیاڼي، برکت اسیر، بشیراحمد، محمد عارف میثاق، عارف الله نېکمل، عرفان الله او میراغا قدریار پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو، یاده دې وي مشاعره خوږ ژبو ترنم ویونکو الماس، نوري او هیله‌من پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

د غونډې پۀ وروستۍ برخه کې لۀ جلال‌کوټه راغلي مېلمه د ختیځ ادبي بهیر مشر ضیاء الدین همت‌مل د ارزونې پۀ موخه دریځ ته راوبلل شو. هغۀ پۀ ټوله کې غونډه ښه وارزوله او پۀ وینا یې خوشاله یم چې نن مو د سپین‌غر ادبي بهیر پۀ غونډه کې ګډون وکړ او ددې بهیر لۀ یارانو سره یو ځای یو، همت‌مل د بهیر لۀ غړو غوښتنه وکړه چې د خپلې سیمې ولسې او نالوستي شاعران راپیدا او ددې بهیر پۀ ناستو کې د ګډون دعوت ورکړئ او هغه ولسي شاعران چې اوس پۀ دې نړۍ کې نه‌شته شعرونه یې راپیدا، چاپ او د مینه‌والو تر لاسونو ورسوئ، همت‌مل پۀ خپلو خبرو کې زیاته کړه د بهیر یاران دې هڅه وکړي تر څو دلته یو مجهز او منظم کتابتون جوړ کړي چې لۀ خپله اړخه بۀ پوره همکاري ورسره وکړي، هغۀ د خپلو خبرو پۀ پای کې ژمنه وکړه چې بیا بیا بۀ لۀ یارانو سره راځي او ددې بهیر پۀ ناستو کې بۀ ګډون کوي.

یاده ناسته غرمه مهال د بریال وزیروال پۀ دعا پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب