پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزد بحث يوه څنډه | اباسين شور

د بحث يوه څنډه | اباسين شور

–  سيدجمال الدين افغان ريښتيا هم بحرالعلوم والفنون او په ديني علومو کې ډېر وارد و، خو د ده ډېر باورونه له اشتباهاتو خالي نه دي. مثلاً د ده تر ټوله لويه اشتباه دا وه چې غوښتل يې له اروپايي استعمار سره يو ځاى د دوى د ساينس او هنر ټغر هم ورټول کړي؛

– هو! خو ده ځکه داسې غوښتل چې د اروپايانو د استمعار وسېلې همدا شيان وو.

– خو ګوره ملګريه! دلته خبره د ساينس او هنر د ارزښت هم مطرح کيږي، بحرالعلوم څنګه کولاى شي د ساينس په څېر يو لوى علم او د هنر په څېر يو له کيف او جماله ډک شى نفي کړي؟ ده غوښتل چې ملت ازاد واوسي، خو له ساينس پردى توب په اوسنۍ متمدنه نړۍ کې د يو ملت لپاره له غلامۍ هم په ټيټ قېمت تماميږي.

که د استمعار په اړه فکر وکړو نو دا يوه سايکلوجيکه پديده هم ده. هېڅ انسان د بل هغه په نسبت خوار يا زورور نه دى، دا په حقيقت کې د يو کس ټيټوالى او پستي وي چې مقابل کس پرې لوړ او لوى ښکاري. دا حالت بالاخره استمعار ته لاره هواروي او په همدې ډول ټول ملت درواخله. که يو ملت په فکري لحاظ خوار او ذليل وي؛ نو د دې وړ دى چې په فزيکي لحاظ هم خوار شي. که د يوه ملت خلک استعمار ته جوړ وي، نو ولې ترې استمعارګر درېغه وکړي؟ (البته د اخلاقو مسله بېله ده او هغه بيا يو فلسفي بحث دى، په اوسنۍ نړۍ کې خصوصاً په سياست کې له اخلاقو د يوه ماسک په څېر استفاده کيږي.)

هنر هم بې پرې غوندې يو شى دى. زه فکر نه کوم چې ريښتنى هنر دې تفرق او استمعار ته لاره هواره کړي؛ ريښتنى هنر شرق او غرب نه پيژني، نړۍ په قطبونو او ډلو نه ويشي، تور او سپين، مسلمان، مسيحى او هندى د هنر په قلمرو کې خپله مانا بايلي. هو ممکن په استثنايي ډول ايډيالوژيک ادبيات توليد شوي وي او توليد شي، خو دا په دې مانا نه ده چې همدا دې د استمعار اصل وسېله وي. له ټولو اصل خبره دا ده چې:

ساده خلک ځان پخپله خوري په نورو

دا پر خره کوم د لېوه د آبا پور دی؟

– ستا خبرو ته په ډېر احترام! خو له دې ټولو خبرو وروسته او د دې شيانو د دومره ارزښت سره سره دا خبره بيا هم د ترديد وړ ده چې ساينس دې استمعار ته لاره هواره نه کړي. تا وويل چې په اوسنۍ ساينسي، او په ګټو منحصره ټولنه کې د اخلاقو بحث مطلوب نه دى. نو ويلى شو چې ساينس د استمعار ترټولو پيچلي او پرمختللي وسېله ده؟

اوسنۍ متمدنه نړۍ که هر څومره زيرکه ده، نو همدومره ظالمه هم ده. د يوه معاصر فيلسوف په خبره چې نن سبا د کمپيوټري او انټرنيټي نظامونه پرځاى انسانان او قومونه هېک کيږي. د ساينس اړوند ټولې مربوطې وسېلې، لکه انټرنېټ، راسنۍ او په ټوله کې ټولنيزه مېډيا د فقيرو او بې سواده ملتونو د هېک کولو دقيقې وسېلې دي.

– په ساينسي زمانه کې د اساطيري قومونو د شتون پايله بلاخره بيا هم استمعار، استمعار او استمعار دى. زما په فکر خو د دې مسَلې يوازينى حل ساينس او  فلسفې ته په ژوره ارزښت قايلېدل او عملي کول يې دي. بالاخره به ساينس او فلسفې ته دا ژور عقيدت زموږ د ټوليز لاشعور برخه شي او په دې ډول به راتلونکى نسل هم زموږ له دې ميراثه استفاده وکړي. که له فلسفې او ټولو سيانسي علومو سره زموږ مينه د ټوليز لاشعور برخه شوه، نو بيا به حداقل راتلونکى نسل دې نه وي محتاج چې د کفر له ډاره ساينس ته ورنږدې نه شي يا ساينس د کفر معادل او يا د اسلام سپکاوى وګڼي او په ډېر راحت سره به د نړۍ د تمدن له کاروان سره اوږه په اوږه مزل شروع کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب