دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+لنډه کیسه باید څرنګه وارزول شي؟

لنډه کیسه باید څرنګه وارزول شي؟

کارول دونکاوسکي

لنډ‌ه کیسه څه ده؟

لنډه کیسه، له یوې واحدې پېښې څرخېدونکی  لنډ نکل دی. لمن یې لنډه ده، پیل، منځ او پای لري. که څه هم له ناول سره د لنډې کیسې ډېرې خبرې ورته والی لري خو تر ناول لنډه کیسه په ډېر دقت لیکل کېږي. د لنډې کیسې شنننې ته شننونکی باید د ادبیاتو له عادي عناصرو خبر وي. دا لاندې لارښود او پوښتنې ښايي درسره مرسته وکړي.

مکان

له مکان نه مو مطلب هغه ځای دی چې کیسه پکې پېښه شوې ده. د ناول پرتله په لنډه کیسه کې مکان محدود وي. وخت یې هم محدود وي. له ځانه باید دا پوښتنې وکړئ:

  • مکان څرنګه خلق شوی دی. جغرافیه، هوا، ورځ، وخت، ټولنیز شرایط او نور
  • مکان په کیسه کې څه رول لوبوي؟ ایا د پلاټ یا پیام لپاره مهم رول لري؟

د کیسې وخت ته پام وکړئ چې د مکان جز دی او له ځانه دا پوښتنې وکړئ؟

  • کیسه کله لیکل شوې ده؟
  • ایا د اوس کیسه ده، د پخوا کیسه ده که د راتلونکي وخت خبره ده؟
  • د زمان خبره د کیسې پر ژبه، فضا یا ټولنیزو شرایطو څه اغېز لري؟

څېرې یا کریکټرونه

کریکټرایزېشن یا د څېرو پنځونه په کیسه کې د څېرو له جوړښت یا څرنګوالي سره کار لري. د ناول پرتله په لنډه کیسه کې څېرې لږ وي. عمومآ پر اتل یا اتلې یا یوه مرکزي کریکټر کیسه راڅرخي. له ځانه دا پوښتنې وکړئ:

  • اصلي کرېکټر څوک دی؟
  • ایا اصلي کریکټر د ډیالوګ یا د دوی د خبرو له لارې تشریح شوی دی؟ مثلآ ځانګړې لهجه.
  • ایا لیکوال کریکټر د ده د فزیکي جوړښت ، افکارو ، احساساتو او له نورو سره د چلند په حساب راپېژندلی دی؟
  • ایا ولاړ کریکټر دی چې هېڅ بدلون نه مومي؟
  • ایا خوځنده کریکټر دی چې بدلون مومي؟
  • څه کمالونه لري، ایا کلیشه کریکټرونه دي؟
  • ایا د منلو وړ کریکټر دی؟

پلاټ او جوړښت

پلاټ د هغو بېلا بېلو پېښو کړۍ او نظم دی چې کیسه ترې جوړېږي. عمومآ په لنډه کیسه کې پلاټ له یوې تجربې یا یوې مهمې پېښې راڅرخي. په پلاټ کې دې پوښتنو ته پام وکړئ:

  • تر ټولو مهمه پېښه څه ده؟
  • پلاټ څه ډول جوړ شوی دی؟ رښتینی دی، سلسله واره دی او که ګرځي راګرځي؟
  • ایا پلاټ د منلو وړ دی.؟

راوي او لید لوری

راوي هغه کس دی چې کیسه کوي. دا پوښتنه باید درپیدا شي چې: ایا راوي او اصلي کریکټر سره یو دي؟ له لید لوري نه مو مطلب  هغه سترګې دي چې کیسه پرې بیانېږي. عمومآ لنډې کیسې د یوه لید لوري له خوا کېږي.دا څو پوښتنې ښایي وکړو:

  • د کیسې راوي څوک دی؟
  • ایا لیکوال د اصلي کریکټر له خولې راته کیسه کوي؟
  • ایا کیسه د لومړي لید لوري له سترګو شوې؟
  • ایا کیسه له دریم لید لوري شوې؟
  • ایا د ټول پوه لیدلوري له سترګو کیسه اورو چې د ټولو کریکټرونو له افکارو خبر دی چې څه وخت او چیرې څه کوي؟

نښته یا ټکر

نښته یا ټکر عمومآ د لنډې کیسې زړه دی او له اصلي کریکټر سره تړاو لري. په لنډه کیسه کې عمومي یو لوی ټکر وي.

  • اصلي ټکر څه دی؟
  • ایا د کریکټر دننه ټکر یا نښته روانه ده؟
  • ایا بهرنی ټکر دی چې د شاوخوا یا چاپېریال له امله اصلي کریکټر ته ورپیدا شوی یا ده پکې ځان موندلی؟

کلایمکس یا څوکه

څوکه یا کلایمیکس د لنډې کیسې تر ټولو هغه پېچلې او له کړکېچ ډکه برخه ده. دا ښايي هغه برخه وي چې کیسه مخ په ختمېدو ده او پېښې پکې په بل لورې اوړي، له ځانه وپوښتئ:

  • ایا په کیسه کې اوښتونکې نقطه شته؟
  • کلایمیکس یا څوکه پکې کله وینو؟

تیم یا پیام

تیم یا پیام د لنډې کیسې اصلی موضوع، فکر، درس او پیغام دی. ښايي د انسان د شرایطو، ټولنې یا ژوند په تړاو یو علمي  نظر وي.  دا پوښتنئ وکړئ:

  • تیم یا پیام څه ډول وړاندې شوی؟
  • ایا کوم عناصر په بیا بیا یاد شوي او په دې ډول پیام ورکړل شوي؟
  • ایا پیامونه ګڼ دي؟

سټایل یا طرز

د لیکوال یا لیکوالې طرز د ده یا د دې د تورو ، د تصویرونو ، ټون یا د کیسې د احساس په کارولو کې وینو. د موضوع په اړه د لیکوال په چلند کې راښکاري. په ځینو لنډو کیسو کې ښايي ټون طنزیه وي، وچ وي، بې احساسه  یا دروماتیک وي.

  • ایا د لیکوال ژبه له سمبولونو ډکه ده؟
  • څه ډول انځورونه کاروي؟
  • ایا لیکوال ډېر سمبولونه کاروي؟

د لنډه کیسې ادبي شننه عمومآ د یوې مقالې په بڼه وي چې په پای کې عمومآ د کیسې په اړه ستاسو نظر هم غوښتل کېږي. د لیکلو پر وخت هغه عنصر خوښ کړئ چې پر تاسو یې ډېر اغېز کړی یا مو ډېر خوښ شوی. هغه څېرې یادې کړئ چې تر ټولو مو ډېرې خوښې شوي او د خپل استدلال لپاره شواهد وړاندې کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب