پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+نظامونه نه، پلانونه بدل کړئ| دولت وزیري

نظامونه نه، پلانونه بدل کړئ| دولت وزیري

په نړۍ کې هېوادونه مختلف نظامونه لري. د نظامونو ښه والی او بدوالی د هر هېواد په خېلو شرایطو پورې اړه لري. بله دا چې د خلکو چلند هم ورسره مهم دی، د وخت له بدلون سره د نظامونو بڼه هم بدلېږي. حتمي نه ده چې د یوه هېواد لپاره دې د بل هېواد کوم نظام کافي شي.

د اروپا په ازاده تولنه کې ډېر هېوادونه دي چې د نظام شکل يې شاهي دی. لکه بریتانیا، بلجیم، هسپانیا، دنمارک او نور… خو د حکومت واګي د صدراعظم یا هم ولسمشر په لاس کې وي او شاهي کورنۍ یوازې په مهمو مسایلو کې د نهايي پرېکړې صلاحیت لري.

په ډېر شمېر خلک شاهي نظامونو ته په بد نظر ګوري، خو په دې هېوادونو کې اوسېدونکي یې د ژوند په لوړو پوړيو کې اوسېږي. دوی واقعي ولسواکي تجربه کوي او د هر انسان رایه په کې مهمه ده.

ځينې هېوادونه بیا پارلماني او ځينې نور یې بيا ریاستي نظامونه تجربه کوي. مشکل هم نه لري.

داسې هېوادونه هم شته چې فدرالي یا غیرمتمرکز حکومتونه لري، دوی هم کوم مشکل نه لري، ځکه دوی د حکومت کولو لوړ فرهنګ تجربه کوي او ټول د یوه واحد هېواد په هکله فکر کوي. خپلې ملي ګټې ورته مهمې دي او لومړیتوبونه په کې ولس ته د خدماتو وړاندې کول دي.

راځو دې ته چې زموږ هېواد په اوسنیو شرایطو کې د نظام فدرالي شکل ته چمتو دی؟

  فکر کوم موږ تر اوسه په هغه مرحله کې نه یو چې فدرالي نظام تجربه کړو، ځکه چې موږ قوي مرکزي وسله وال پوځ نه لرو، واحده بهرنۍ او کورنۍ بالیسي هم نه لرو، د واحد ملت په هکله هم مشکلات لرو. زیاتې تګلارې مو لنډمهالې وې چې ورسره ګڼ جوړښتونه هم دوام نه کوي.

 یو او بل هضمولی هم نه شو. ومو لیدل چې په ریاستي نظام کې والیانو سر اخیستی و او د مرکز امر منلو ته يې غاړه نه کېښوده. د اوس لپاره د فدرالي شعار هغه کسان ورکوي چې د هېواد د تجزيې پلویان دي. په دې باور یم چې همدغه کسان د فډرالي نظام پر مهال هم د حکومت کولو د بلې بڼې غوښتنه کوي.

زه د فدرالي نظام مخالف نه یم خو د اوس لپاره فدرالیزم مانا دا چې د افغانستان تجزیه.

په دې هم پوهیږو چې د هیواد تجزیه د دښمنانو هیله ده او دا یوازې یو څو کسان دي چې د دښمن ډول ته څڼې اچوي.

 راځئ یو ځل واحد ملت شو، غښتلی وسله وال پوځ جوړ کړو، یو او بل ومنو بیا که د نظام شکل هر څه چې وي، د هېواد په ګټه به وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب