په پخوانیو وختونو کې زموږ د ولسوالۍ په بازار کې یو ملنګ و، خلکو به مست ملنګ باله. په رښتیا چې مست و. نه يې کور و، نه يې کالي وو او نه يې خواړه لرل، خو دی مست و. چا به چې څه ورکول نه يې اخیستل، خو له هر چا به يې خیرات غوښته. وايي انسان هغه وخت نېکمرغه وي، چې د کوم شي د ترلاسه کولو مادي ارمان ونه لري.
چا به چې په خپله څه ورکول ویل به يې نه يې اخلم، څه خیراتخور خو نه یم او دومره خو بې غیرته هم نه یم چې له تا خیرات واخلم. په زوره- زوره به يې وخندل او په ریتاړو کالیو کې به يې منډې کړې. ته وا له دنیا او مادیاتو موړ دی او د معنویت په ښکلې ګاڼه سینګار شوی دی.
په بخښنې سره اوس پر موږ هم د مست ملنګ کانه شوې ده. نه کور لرو، نه کالي لرو او نه د خواړو لپاره څه لرو. خو غرور، تکبر او غورو مو نړۍ پر سر اخیستې ده. پر نورو ملنډې وهو خو خپله هېڅ نه لرو.
وایو مېړني یو، غیرت لرو، تاریخ لرو، د پنځه زره کلن تاریخ دعوا هم کوو، خیرات هم له چا نه اخلو خو هر چا ته مو د خیرات لاس نیولی دی.
یو وايي، په حجاب کې چادري واغوندئ،
بل وايي په حجاب کې تور کالي لازم دي،
بل لا پسې وايي چې حجاب ته اړتیا نه شته له کوره د باندې مه ځئ،
ځینې ور پسې مست شي وايي موسیقي حرامه ده،
هغه بل وايي ډول ډمبک ټول وسوځوئ،
یو مست ملنګ لا پسې وايي چې زه خو څه خیرات خور نه یم خیرات د خیرات خور ملت لپاره غواړم،
یو وايي له لوږې مرم، بل وايي خدای ته په چیغو شئ.
نور
بیا وايي، په حجاب کې د مخ، لاسونو پټول حجاب نه دی،
تعلیم د مېرمنو لپاره اړین دی،
ډول او سرنا په غزاګانو کې غږول شوي دي،
دایره په مدینه منوره کې دربول شوې ده.
زه وایم
غیرتي ملته
له کوچنیو خبرو تئر شئ، یو شئ، یو او بل ته درناوی وکړئ،
حجاب او د موسیقي مسالې د وخت په تېرېدو په خپله حلېږي،
له بې اتفاقۍ لاس واخلئ
د غورو پر ځای واقعي کار ته ملا وتړئ،
د عمران خان، د ایران د اخوندانو، د امریکا د دموکراسۍ له ملنډو به هم وژغورل شئ،
که نه نو د مست ملنګ په څېر به تل مست ملنګ پاتې شئ. خپله به هېڅ نه لرو خو د ټولې نړۍ د مړولو خوبونه به ګورو.