یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: د مامورينو د عقرب او قوس معاشونه به ژر ورکړو

مالیې وزارت: د مامورينو د عقرب او قوس معاشونه به ژر ورکړو

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د طالبانو مالیې وزارت وايي، چې د دولتي مامورينو د عقرب او قوس مياشتو معاشونه به ژر اجرا کړي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له ټولو دولتي ادارو غوښتل شوي، چې د خپلو کارکوونکو د معاشونو د طی مراحلو لپاره له دغه وزارت سره په اړیکه کې شي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه ټکنۍ شوې او د ځينو ادارو کارکوونکي ان د اسد میاشتې د معاشونو د نه ترلاسه کولو شکايت کوي.

له دې سره، ويل کيږي چې ځینو وزارتونو او ادارو ته د ميزان له میاشتې وروسته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

طالب چارواکي وايي، چې د معاشونو د ورکړې سيستم به ژر په مياشتيني ډول پیل او په عادي ډول مخته لاړ شي.

د دوی په وینا، له شل کلن ځنډ وروسته یې په لومړي ځل د افغانستان بودیجه له داخلي عوايدو برابره کړې او د فساد له مخنیوي سره یې د عوايدو د حیف و میل مخنيوی کړی دی.

خلک بيا شکایت کوي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره یې فقر، بې کاري او لوږه زیاته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب