رباب
چې ویشتلی دې په کوم غشي رباب دی
نه هغه غشی د ستا ، نه دې رکاب دی
چې سندرې وایو ، موږه ګناه کار یو
ستا د ذهد تریخی ولې په عذاب دی؟
چې خندا په غشو ولئ ژړا وېشئ
د قران په کومه پاڼه کې دا باب دی؟
د دې کلي ګلان ژوند نه مخکې یوسي
را روان پرې له هر لوري نه سېلاب دی
دې وطن کې د دین دوه خبرې دود دي:
یوه ږیره ده او بل لور ته حجاب دی
نور ، هم واک، هم بېواکۍ کې ګټه وکړي
یو پښتون غریب په دواړو کې خراب دی
په کابل کې به نو کله سوله راشي ؟
چې لاهور کې شي اور بل دا یې ځواب دی
چې ایمان دې له سندرو نه ډارېږي
ستا په زړه کې ولې دومره اضطراب دی؟
د کتاب د اهلې بیتو واکمنۍ کې
لګېدلی چې بندیز دی پر کتاب دی
دا ساده ملا به څوک پر دغه پوه کړي ؟
چې دښمن دې هم کولاب دی هم پنجاب دی
هم کاڼه دي ، هم ړانده دي ، هم بې ژبې
چې مې چاته د همدې کلام خطاب دی
پر مرۍ مې تېروي د چړې څوکه !
رابللی مې په لاس، کور ته قصاب دی
نه حیا او نه غیرت لري ، نه توره
چم ګاونډ کې مې رقیب داسې بې اب دی
هر مجلس کې د قیامت خبرې اورم
نه پوهېږم چې قیامت که بل حساب دی ؟
د خیرات کچکول پر غاړه پسې ګرځم
چا ویل د ښکلو نذر کې ثواب دی
دلته هر سړی لري پنځه مخونه
د اوبو په څېر به ښکاري ، خو سراب دی
یون چې سپینې سپینې وايي سر به وخوري
خبر نه دی چې لا اوس هم انقلاب دی.
۲۸/۱۰/۱۴۰۰
کابل
دا پوهاندسړی چې عکس یې ځوړند پر عنوان دی
دا نامي هم نشنلست، هم تکنوکرات او هم ملا دی
غریب دی، نه د مزد څه منت بار دی، نه د بل څه
بس یو قصر ننګر هارکې، بل یې جوړ په اکبرخان دی
څو وړې او غټي مغازې یې را نیولي په ترکیه کې
څه نه لري، غریب دی، بس محتاجه د زکات دی