دوشنبه, جولای 22, 2024
Homeادبکره کتنهپلمه/ اسدالله غضنفر

پلمه/ اسدالله غضنفر

ځینې لیکونکي او ژورنالیستان له پښتو سره دومره زیاته مینه لري چې که کلمه ناسمه هم وي خو چې پښتو وي، دوی یې په استعمال کې نه دوه زړي کېږي. زما په ګومان د (مناسبت) د عربي کلمې په ځای (پلمه) راوړل، د دغسې ناسم استعمال یو مثال دی.

 نن سبا په رسنیو کې ممکن ولولو چې: د روغتیا د نړیوالې ورځې په پلمه غونډه وشوه. دلته (پلمه) د (مناسبت) په معنا راغلې ده، کنه نو د (پلمې) اصلي معنا ته چې وګورو د جملې معنا دا ده چې: په ظاهره د روغتیا نړیواله ورځ وسیله وګرځول شوه، خو په حقیقت کې غونډه د بل مقصد لپاره وه.

 د کلمو معناوې د وخت په تېرېدو سره بدلېږي، محدودېږي یا پراخېږي. (شوبله) د یو ډول خزندې نوم دی خو د جهاد په کلونو کې پکتیاوالو د شوبلې کلمه د (ټانک) لپاره هم وکاروله. مطلب دا چې د شوبلې په معنا کې وسعت راغی. ممکن استدلال وشی چې د پلمې د کلمې معنا هم پراخه شوې ده؛ خو دا استدلال ځکه زړه ته نه پرېوځي چې دلته نوې معنا له زړې هغې سره په ټکر کې ده. ټانک ته که شوبله ویل شوي دي د ټانک او شوبلې تر منځ تشبیهي رابطه په نظر کې وه. که مو ( مرکه) په ژورنالیزم کې په نوې معنا استعمال کړه، د نوې او زړې معنا تر منځ یې شریک اړخونه شته. که (بنسټ) اوس د فاونډېشن په معنا هم استعمالوو، نوې او زړه معنا یې د یو بل مزاحمې نه دي خو ( پلمه) چې د (مناسبت) په ځای راشي، له اصلي او لومړۍ معنا سره یې ټکر راځي.

 موږ د مناسبت په معنا پلمه، له ځينو فارسي لیکنو راژباړلې ده. په ایران کې له تېرو څو لسیزو راهیسې ځینې لیکونکي د عربي د مناسبت په ځای د فارسي (بهانه) استعمالوي. دوی بس دې ته خوشحاله دي چې د عربي په ځای یې فارسي کلمه راوړې ده، حال دا چې (بهانه) د پښتو د پلمې معنا لري او د (مناسبت) له مفهوم سره په ټکر کې ده.

 په ټول دري ادب کې ( بهانه) همدا معنا لري چې د قتیل لاهوري د مشهور غزل په ردیف کې تکرارېږي او اکثرو وطنوالو د استاد ناشناس په اواز کې اورېدلې ده:

 ما را به غمزه کشت و قضا را بهانه ساخت

په پښتو ادب کې هم ( پلمه ) همېشه په همدې معنا چې په دې لنډۍ کې یې لولئ، راغلې ده:

 په زړه مې ته پلمې مې نورې

 کلي کې ګرځم ماشومان کرارومه

که څه هم په فارسي کې له تېرو څو لسیزو راهیسې ځینې کسان ( بهانه) د (مناسبت) په معنا راوړي خو د دې ژبې د لویو لیکوالو او استادانو په لیکنو کې مې د (مناسبت) په ځای (بهانه) نه ده لیدلې. موږ د ژبې او فرهنګ په کار کې اکثره وخت په پټو سترګو د نورو پېښې کوو او په دغه تقلید کې تاوان هغه وخت لا زیات وي چې د نورو غلطۍ راکاپي کړو.

1 COMMENT

  1. استاده سلامونه.
    ډیره ښه لیکنه ده ، په دلیلونو ولاړه او منطقی ده . هیله ده چې دغه ډول لیکنو ته ادا مه ور کړی چې ددی ډول کړونو چې زموږ ژبی زیان رسوی مخه ونیول شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب