دوشنبه, مې 6, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد مار له زهرو د ګونځو د لېرې کولو درمل جوړ شول

د مار له زهرو د ګونځو د لېرې کولو درمل جوړ شول

تاند- روسي ساینسپوهانو د افعي مار له زهرو د ځوانۍ اکسیر جوړ کړي دي. دا ماده په لنډ وخت کې د انسان د پوستکي ګونځې له منځه وړي.

روسي ساینس پوهان وايي، د مار له زهرو څخه د دوی له لوري جوړ شوي مواد د زړښت یا بوډاتوب بهیر پڅوي او ګونځې ختموي.

دا مواد پر دې سربېره د بدن عضلو ته ارامښت ورکوي .

د روسیې د بیوکیمي اورګانیک انستیتیوت څېړونکي وايي، هغه افعي مار، چې دوی د هغه د خولې له اوبو یا لاړو څخه دا مواد جوړ کړي دي، یوازې په ویتنام کې موندل کېږي او برمايي افعي یې بولي.

د روسیې د علومو د اکاډیمۍ د بیوکیمي اورګانیک انستیتیوت د لابراتوار رييس یوري اوتکین وايي چې د برمايي افعي مارانو پر زهرو یې د څېړنې په لړ کې یو ترکیب کشف کړ. دا ماده د ځوانۍ اکسیر ده.

څېړونکي وايي، چې اوس د رضاکارو کسانو پر پوستکي دا ماده ازمېښت کېږي او که یې نتیجه هماغسي وه چې څېړونکي وايي ممکن دا ماده په راتلونکي وخت کې نه یوازې د ښکلا د متخصصانو لپاره زیاته په درد وخوري بلکې ښايي د تسکین د درمل په توګه هم ورڅخه کار واخیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب