Homeخبرونهد ګوګل او مایکروسافټ مشرانو د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت په اړه...

د ګوګل او مایکروسافټ مشرانو د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت په اړه خبرداری ورکړی

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲۲ مه) د ګوګل د «ډیپ‌ماینډ» څانګې مشر ډیمیس هسابیس خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د سیسټمونو وروستي سایبري بریدونه د راتلونکو جدي ګواښونو لومړنۍ نښې دي. نوموړي ویلي، که امنیتي تدابیر پیاوړي نه شي، ښايي نړۍ په راتلونکو یو یا دوو کلونو کې له لا لویو پېښو سره مخ شي.

هسابیس د ایرلنډ په پلازمېنه ډبلین کې د مصنوعي ځیرکتیا په یوه غونډه کې ویلي چې اوسني سیسټمونه لا دومره پیاوړي نه دي چې ډېر ستر زیانونه واړوي، خو دا وضعیت ښايي ژر بدل شي. هغه د ټکنالوژۍ پر شرکتونو او حکومتونو غږ کړی چې د دې ټکنالوژۍ د خوندي کولو لپاره نور اقدامات وکړي.

په وروستیو میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا د ځینو سیسټمونو له خوا د امنیتي محدودیتونو د ماتولو او د غیرمجاز لاسرسي راپورونه خپاره شوي دي. د «اوپن‌اې‌آی» او «انتروپیک» شرکتونو هم ویلي چې د خپلو سیسټمونو په ازموینو کې له داسې پېښو سره مخ شوي دي.

په همدې حال کې، د مایکروسافټ مشر براډ سمیت، ۲۰۲۶ کال د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت لپاره د خبرداري کال بللی او د دې ټکنالوژۍ د خطرونو د کنټرولولو لپاره یې د نویو قوانینو او مقرراتو د ژر جوړېدو غوښتنه کړې ده.

سمیت ویلي، هېڅ شرکت او ټکنالوژي باید له قانون څخه پورته نه وي، خو مقررات باید متوازن وي او د نوښت مخه هم ونه نیسي.

هسابیس هم د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب د معیارونو د جوړولو لپاره د یوه نړیوال بنسټ پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی. د هغه په وینا، د دغو سیسټمونو د چټک پرمختګ له امله باید د هغوی د خوندیتوب د ارزونې لپاره داسې انعطاف‌منونکی چوکاټ جوړ شي چې له نوې ټکنالوژۍ سره سم بدلون ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...