شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعرد وینو پوروړي/ محمد نعمان دوست

د وینو پوروړي/ محمد نعمان دوست

 لکه ښایسته چې پر تازه قبر سرګړی ښکاري

زما وجود پرته له درد ځنې نیمګړی ښکاري

 د محلونو څراغونه یې پرې بل ساتلي

 دا پورې کلی زموږ د وینو پوروړی ښکاري

 د خپل څاروي قاتل ته خلاص د (حوالات) ور ساتي

 زموږ قاتل ورته له خپلو هم منلی ښکاري

هلئ، یارانو! ډول ته ډنګ ورکړئ، ولس را ټول کړئ

 افغانستان غریب ته ګورئ، اوبو وړی ښکاري

 لیوان ترې تاو دي، پر هډونو ورته خولې لګوي

 زموږ وطن لکه پسه ورته تړلی ښکاري

 زموږ ماشومه خوب کې چیغه کړي او نیغه کښیني

 د وینو ډنډ کې ورته هر یو د کور غړی ښکاري

 ادم خواره چاړه په لاس دي کلیوال ځغلوي

 هغه دی وې نیول، نور هر یو ستړی ستړی ښکاري

 کلي کې شور شو، چا ویل: هغه دی (نعمان) راغلی

 هغې ویل: اخ، بلا یې واخلم دا خو مړی ښکاري

 محمد نعمان دوست، جلال اباد ۱۳۹۲د لیندۍ ۱۸مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب