دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرپړانګ/ محمد ابراهیم سپېڅلی

پړانګ/ محمد ابراهیم سپېڅلی

پړانګ، نن ډېر وږى دى

پړانګ ته له دريو ورځو راهيسي ښکار په لاس نه دى ورغلى

وږى پړانګ په ښکار پسې راوتلى دى.

له يوې خوا د لوږې اور، بلې خواته د نه خوړو کمزوري

عجيبه حالت دى؟

————

د پړانګ مخ ته دغوايانو ګله ( ډله ) راورسيده

پړانګ دوه، درې ځله بريد ته چمتو سو

خو بيرته يې زړه راټول کړ

پړانګ وږى دى، لېکن پر غويانو بريد نه سي کولاى

غويان يوځاى ګرځي

غويان په سختۍ کي د يو اوبل ملا، تړي

د پړانګ لوږه نوره هم زياته سوه

د پړانګ په نس کي  اور بل دى

 ———–

هلته لېرې په شنو وښو کي د هوسيانو رمه څري

د هوسيانو غوښي نازکي دي

د هوسيانو غوښي ( شېريني ) دي

د هوسۍ غوښو ته د پړانګ خولې اوبه وکړې

پړانګ بېله ځنډه د رمې خواته رهي سو

پړانګ غلى غلى د هوسيانو خواته روان دى

پړانګ د هوسيانو خواته نژدې سو

هوسيانو پړانګ وليدى

پړانګ د هوسيانو پر رمې برېد وکړ

يوه هوسۍ يوې، يوه بلې او بله بلې خواته ځغلي

هره هوسۍ يوازي د ځان غم کوي

دوى ټولي سره بېلي سوې

کوچني کبليان نارې وهي

پړانګ ډېر تېز سو، داسي تېز سو، چي تراوسه يې دومره نه و ځغستلي

هغه دى، دغه دى، يوه هوسۍ يې راټينګه کړه

پړانګ د هوسۍ په غاړه غاښونه ښخ کړل

د هوسۍ له ډېرې نفستنګۍ تر سترګو وينې راغلې

د هوسۍ زړه له زيات دربېدو وچاودى

د پړانګ زړه هم دربيږي، خو له سترګو يې ويني نه راځي

څنګه يې ښه ويلي دي:

( يو به مړ نه سي، بل موړ نه سي )

٢٠١٤- ٠١ – ٢٦ يکشنبه

کندهار، نوى ښار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب