Homeخبرونهملي پراختیا شرکت: د قوش تېپې کانال دویم فاز د کېندنې چارې...

ملي پراختیا شرکت: د قوش تېپې کانال دویم فاز د کېندنې چارې چټکې پيل شوې

تاند (پنج شنبه د ثور/ غويي ۱۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ملي‌ پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز کېندنې چارې په چټکۍ پیل شوې او ډېر ژر به بشپړې شي.

د دغه شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال ویلي، چې د یاد کانال د سربند کارونه ۹۱.۸ سلنه پر مخ تللي دي.

د ارغندیوال په وینا د قوش تېپې کانال په مسیر کې د ۲۸ پلونو او د اوبو د مدیریت اړوند تاسیسات جوړول هم په چټکۍ روان دي او ډېر ژر به بشپړ شي.

نوموړي‌ یاده پروژه د کرنیزو ځمکو د خوړوبولو، د خوړو د خوندیتوب، د کلیوالو د اقتصادي پياوړتیا او د وارداتو په کمښت کې مهمه یاده کړې.

د قوش‌ تېپې کانال د افغانستان په شمال کې د اوبو د لېږد یوه مهمه پروژه ګڼل کېږي، چې موخه یې د کرنیزو ځمکو پراختیا ده؛ خو ورته مهال یې په ګاونډیو هېوادونو کې ګڼې اندېښنې راپارولې دي.

1 COMMENT

  1. د ملا صیب د فرمان په اساس د ملی کلیمه له طالبی قاموس حذف شوی ده د ملی په ځای عمومی کلیمه استعمالیږی هسی نه چی د پوستین خبره ورڅخه جوړه نشی د ملی لپاره ټول شرکت لغو نه کړی لیکونکی باید له احطیات کار واخلی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژلی دی

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د هندي ټلوېزیوني ډرامې «کمکم بهاګیه» ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژنه کړې ده. د هندي رسنیو د راپورونو...