Homeخبرونهتر سختو جګړو وروسته؛ د تبریز نړیوال هوايي ډګر الوتنې بېرته پیل...

تر سختو جګړو وروسته؛ د تبریز نړیوال هوايي ډګر الوتنې بېرته پیل شوې

تاند (پنجشنبه د ثور/ غويي ۱۷مه) د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د تبریز نړیوال هوايي ډګر بېرته پرانیستل شوی دی.

دغه ملکي هوايي ډګر د امریکا او اسرائیل له ایران سره د جګړې پر مهال تر برید لاندې راغلی و، چې د الوتکو ځغاست‌لیکه (رن ‌وې) او د کنټرول او مخابراتو مرکز ته یې زیان رسېدلی و.

اوس، د بیارغونې د کار تر بشپړېدو وروسته، هوايي ډګر په بشپړ ډول بېرته فعال شوی او خپلې الوتنې یې بیا پیل کړې دي.

د امریکا او اسرائیل د جګړې پر مهال، د تهران، مشهد، تبریز، اهواز او نورو ښارونو څو هوايي ډګرونه څو ځله تر بریدونو لاندې راغلي وو.

دا هوایي ډګر داسې مهال بېرته فعالیت پيلوي چې، پرون چهارشنبه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اټکل وکړ چې له ایران سره جګړه به ژر پای ته ورسېږي، په داسې حال کې چې هغه د هرمز تنګي او د تهران د اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...