سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبشعرد ولسي شاعر حبیب الرحمان مظلومیار دوه شعرونه

د ولسي شاعر حبیب الرحمان مظلومیار دوه شعرونه

دا چې مينو کې حساب شوم دا شکر ځای دی
که په زړګي مې هم کباب شوم دا د شکر ځای دی

تل به مايوس ومه چې زه يم بې سواده سړی
اوس چې ملګری د کتاب شوم دا د شکر ځای دی

ځان خو شاعر شاعر کوم شاعر کېدلای نشم
دا چې دريځ ته د ځواب شوم دا د شکر ځای دی

په اوبو وړيو وختو څه وکړم چې لاس ورکړمه
اوس چې زه بچ له لوی سېلاب شوم دا د شکر ځای دی

زه يو افغان يم شکسته خو ماتې نه منمه
چې تېر له غاړې د درياب شوم دا د شکر ځای دی

زه مظلوميار ادبي غونډو درناوی کومه
خير که په راتلو يې په عذاب شوم دا د شکر ځای دی
حبيب الرحمن مظلوميار

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې دې مينه په اوږو شي بيا رانشې

چې راتلل دې په مودو شي بيا رانشې

که راځې په خپله راشه زما ياره

چې زړګی دې د پردو شي بیا رانشې

ما د يار په عشق کې سر او مال بايللی

چې مې عمر د شپېتو شي بيا رانشې

په خپل زړه باندې به غټ کاڼي انبار کړم

چې خوات غرونه د سرو شي بيا رانشې

يو مې نوم يو مې الله يو مې ايمان دی

سر مې مات چې په پښتو شي بيا رانشې

سر ببر څيرې ګرېوان په لار روان يم

چې وطن مې د پردو شي بيا رانشې

په يارۍ کې هرڅه کېږي ځان خبر کړه

چې د چک بند په څپو شي بيا رانشې

د خوات هغه شينکي شينکي ګلونه

چې بمبار بيا په بمو شي بيا رانشې

مظلوميار يمه په مينه کې ګولۍ شوم

چې مې زړه ډک له سلګو شي بيا رانشې

حبيب الرحمن مظلوميار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب