یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکالمونهقانعلالی به نه شي د چا سیال/ عصمت قانع

لالی به نه شي د چا سیال/ عصمت قانع

حاجي لوی لالا د کندهار د تخته پل اوسیدونکی وو په خټه اڅګزی وو او په اڅګزو کي بیا سلیمانزی وو په سلیمانزو کي بیا د کوډۍ د کاله وو.

په ونه جګ په ږیره سمسور د پښو موچڼه یې په بازارنو کي نه پیدا کیده فرمایشي څپلۍ به یې جوړولې په یوه حساب یې د پښو کچه 48 نمبره وه په بله اصطلاح یې د پښو کچه 14 نمبرو ته رسیدله.

د اڅګزو تجاران چي  هندوستان ، سیلون ، او بنګال ته به د چایو په تجارت پسې تلل نو د لوی لالا لپاره به یې له خارجه بوټونه راوړل چي هغه به یې هم په پښو تنګ وو.

لوی لالا د متلونو ، کیسو او خاطرو ګودام وو ، هر ډول متلونه یې په یاد وو په دغو متلونو کي یې ځیني د کاکړیو غاړو او غړانګو په شان منظوم او اهنګین وو ، ځیني یې بیا لنډ او مختصروو ځیني یې د کیسې په شکل وو او ځیني یې عادي متلونه وو.
مثلآ : که به چا تر خپل وس او توان درانه بار ته اوږه ورکوله او هغه هم د سوال او ګدایې په زور نو لوی لالا به دا منظوم متل یاداوه او په خورا روان بیان کي به یې په اڅګزۍ لهجه تلظ کاوه .

چي کاکو نه خوري د سوال                          لالی به نه شي د چا سیال

کاک یو ډول ډوډۍ ده په کندهار ، زابل ، اروزګان ، هلمند، او جنوبي غزني کي کله چې شپانه او غوبانه په دښته کي وږی شي اوړه لمدوي او بیا یې پر یوه ګردي او غنډمنډ کاڼي را تاووي کاڼي د اور په انګار ږدي کله چي اوړه پاخه شي نو ګویا کاک پوخ شي .

دغه کاک به د دښتو او بیابانو شپنو ، غوبنو او اوښبنو په پوڅه ، خیدک او پیو پوري خوړ .

ما خپله تر اوسه نه دی خوړلی خو د کاک پخیدل مي لیدلي دي.

زموږ په کلي کي د مولود شریف خیرات وو د کلي سپین سرو ښځو له کورونو اومه اوړه را ټولول او د کلي بختوري ترور چي زما د مور خورلڼه وه پیشنهاد وکړ چي اوړه دي د کاکونو په څیر پاخه شي چي د اصحابو کرامو د زمانې یاد تازه شي .

په همهغه ورځ د کلي ټولو هلکانو کاکونه وخوړل خو ماته مي مور پرهیز راکړی وو .
د ملاریا له سختي تبي را لټیدلم او څو ورځي مي خوراک ونه کړ مور مي شوله راکوله له  کلکو او سختو خوړو یې پرهیز راکړی وو.

د حاجي لوی لالا متل مي نن یو بیا په غوږونو کي انګازه وکړه .

چي کاکو نه خوري د سوال                         لالی به نه شي د چا سیال

په افغانستان کي ننی ډیموکراسي د سوال کچکول تحفه ده د ګدایی محصول ده .

هغه جامه هغه قبا هغه کمیس هغه پرتوګ  چي په سوال او ګدایی تر لاسه شي د چا ستر نه پرې پټیږي د چا د تن جامه نه شي جوړیدلای او د چا د اب او عزت په پرده نه بدلیږي.

موږ انتخابات کوو ، لګښت یې تر سلو میلیونو ډالرو زیات دی غواړو چي د خپلي ارادې په اساس زعامت رامنځ ته کړو .

خو زموږ د ارادې د تمثیل قیمت نور  پرې کوي نور دغه لګښت ورکوي ایا موږ کولای شو د نورو د جیب او امیاني په تشولو سره د خپل زعامت د ټاکلو قیمت ورکړو.

دغه قیمت هم قیمت لري دغه بیه هم بیه لري او دغه ارزښت هم یو متبادیل اهمیت لري .

هیڅوک هم دومره لیوني او بیسده نه دي چي زموږ د سرنوشت د ټاکلو لپاره دي د ویني او پانګي د قربانۍ بې حاصله او بې ثمره لوبه ګرمه وساتي.

هغوی به د خپلي پانګي او خپلي ویني په قیمت هغه اهداف په مارکیټ کي واخلي کوم اهداف چي په دغه سیمه کي ددوی د راتلونکو نسلونو د مفاداتو حکم په راتلونکي زمان کي په یوه غوڅ حکم او نه ګواښیدونکي امر باندي تبدیل کړي.

موږ انتخابات کوو او د خپلي رایې په بیه د خپلي ملي ارادې د تمثیل شعار ورکوو خو ددغه شعار لپاره قیمت نه لرو .

داسي سیاسي تشکیلات نه لرو چي مرامنامه یې د افغان وطن د ګټو له چینو څخه راوخوټیږي.

دلته سیاست او سیاسي ډلبازان د ژبي د تعصب د په دوکان سودا کوي .

تاجک سوداګر د تاجکو قبیلوي احساسات د سیاست پر سټیج باندي ډرامایي تمثیل ته وړاندي کوي.

ازبک د سیاست په دیګ کي ازبکي پلو پخوي.

او پښتون د خپل اکثریت بګتۍ ږغوي خو دغه بګتۍ نه منظوم کمپوز ته برابره ده او نه یې اهنګ موسیقیت لري او نه ورسره ټپې او مصرۍ نښلي.

بس  یو داسي بې اهنګه لوبه ده چي نه یې سم غوږونه اهنګ اوري او نه یې کاڼه غوږونه

امنیت نشته ، سوله نشته عدالت رفاه ، خدماتو او حکومت سر خوړلی دی.

فساد په خپل ټول اب او تاب سره د وطن د نوامیسو ټغر د بادونو او توپانونو په څپو کي له صحنې څخه راپورته کړی دی.

رایې مارکیټ لري ، کاندید قیمت لري، قاضي عدالت خرڅوي د امنیت څوکیدارانو سوله  پلوري ژوند د مرګونو سوداګر دي ، ملا د جومات دلال دی ، پیر د خانقاه تجار دی .

د وطن د مفاد راز د جاسوسي تر جال  لاندي پروت دی

قانون د زور نانځکه ده ، چرس او هیروین د انسانیت شیشکه ده ،

بالاخره زموږ اجتماعي حیات د ځکندن پر تخته پروت دی.

په داسي حال چي زموږ له اجتماعي مرګ سره لاس او ګریوان یو او له دنیا څخه هیله لرو چي د انسانیت د بقا په خاطر موږ د مرګ له تختې را پورته کړي او په حلق کي اوبه را وڅڅوي.

او یو ځل مو ژوندي کړي موږ مړه یو ، یو ځل مو له ژوند سره سترګي وجنګوۍ بیا که د ژوندانه د عیاشیو لپاره جامونه راکوۍ نو د مور شیدې مو شه.

په اوسني وخت کي انتخابات بې لذته عیاشي ده .

بې ضرورته خرمستي ده .

بې هوده پایکوبي ده

موږ تر انتخاباتو وړاندي سولي ته اړتیا لرو تر منډي وړاندي د منډي انرژي ته اړتیا لرو .

او د سوال په کچکول کي د بې لذته عیاشي تاب نه لرو . خدای دی خیر وکړي

8 COMMENTS

  1. اسلام علیکم قانع صاحبه !
    له مرګي او غمو څخه دي خدای تعالی په امان لره ، زما هیله له تاسو څخه دا ده چي ته نور بل کار مه کوه یوازي لیکل کوه مقصد مي دا دي چي د دا نورو خبرو ( د تلویزوني مرکو ) څخه تر خپل وسه ځان ساته ، دا په مجموع کي اوس خلګو ته خوند هم نه ورکوي ځکه چي ډیري او هم تکراري دي .

  2. ديره په زړه پوري لیکنه دي کړیده او ټول هغه شیان دي لیکلي دي ،کوم چي دا مهال يي زموږ د هیواددانتخاباتو انګړ ګرم سا تلئ دی.دپښتو هغه متل رایادشو چي وایې: (برخي ویشه مړونه ګوره). دافسوس خبره خوداده چي دلته برخي شته ولي مړونه نشته.

  3. قانع صیب ستاارمانونه تر لیکنووړاندی پوره شوی دی کرزی صیب کرټ دغه لوبه کوی .

  4. دغه ټوله ناخوالي چي تا ليکلي دي د مفسدينو او غاصبانو د واک زېږنده دي او ترهغه وخته چي دغه لوټماران پر دولت
    او قدرت وي نه به سوله راسي نه ارامي د دوی موجوديت د سولي په مخ کي لوی خنډ دی ، نو په اوسني حساس او د
    رنګارنګ خطرونو نه په ډک وخت او زمان کي يوازنی قانوني او متمدنه وسيله چي هر افغان ېې د دغه خنډ په مقابل
    کي کار ځني اخستلای شي د دوی رايه او انتخابات دي ، نو د سولي په پلمه او ياهم په دې پلمه چي لګښت ېې بل څوک
    ور کوي د زورېدلي د لوټ سوي د دربدرسوي او چورسوي افغانه څخه دا حق مه اخلی چي خپل د راتلونکي سرنوشت
    پخپله وټاکي٠
    د سولي خبره ولي اوس توده سوه ؟ ايا سوله دا ديارلس کاله نه وه مهيمه؟ د رباني ټاکل د سولي د ښوروا د رئېس په توګه او ياهم د هغه زوی ته په ميراثي توګه دغه دنده سپارل د سولي په نوم ملنډي وهل نه وه؟ ايا دغه چورماران چي
    پر واک دي دا سوله غواړي ؟ . سوله غيرتمند او با شرفه او وجدان در لودونکي خلګ منځ ته راوړلای سي چي دعزم
    خاوندانوي چي اراده و لري چي پلان ولري نه توپکيان او فاسدان ٠ افغانان دا هيله او امېد لري چي ددغه ټاکنو په پايله
    کي به يو سالم او په مسائلو پوه ټيم ته چي هم د جهانه سره په تفاهم کي وي هم کورني شخړو ته د حل لاره پيدا کړلای
    سي او هم د پاکستان او اېران سره په جدي توګه خبري وکړلای سي واک ته ورسيږي٠او که خدای ج کول دغه د چور
    او غصب او غلا پیسې به د غلو څخه بيرته واخلو او د بل انتخاباتو لګښت به موږ خپله وکړو٠

  5. قانع صيب لاس دي مه ماتيزه خو د كرزي لالا نيت راته خراب دي د سولي خبري هم د خراب نيت له مخي كوي له دي لاري د اقتدار دوام نيت لري كرزي لالا لا هم د كندهاريتوب كليوالي سياست كوي موز او تاسي وينه دريغ نكره او دي مو ريس جمهور كر خو دي لا همهغه كليوالي تعصب كوي ملي شخصيت تري نه جور نه سو والله كه كه شخصي فايده يي نه وي افغانستان ورته د زري اهميت نلري ما ته خو تر دي كرزي شاهشجاع خه خكاري. اوس اخته دي زلمي قيوم رسول كرزي ته افغانستان ورته مهم ندي او د سولي خبري هم د اقتدار د دوام لفاره كوي

  6. ښاغلي عصمت قانع وله خبري دي مي ټولي په زړه داسي ننوزي لکه د سيل کوتري چي په سا کي… خو يوه خبره چي انتخاب ووس موږ ورته ضرورت لرو تا يه منفي کړيده. بيله انتخابه به زموږ نظام ودريږي… او نور درسره موافق يم چي جهانيان د خپلو ګټو لپاره دي. خو موږ بايد بيا خپلي ګټي تر لاسه کو. او د دوي سره يو راز ملګرتيا پر هغو ټکو وکو کوم چي زموږ هم د ګټي ټکي دي…. په درناوي…

  7. قانع صيب وله چي ډيره ستره ليکنه دي ده. او هم دا ووس مهال د رايټر خبري آژانس ليکنه وايم چي پکي د دوستمه افغان دولت سر ټکوي… چي يه د چين سره کومه لوزنامه کړيده د آمو سيند د تيلو د رايستلو وايي چي دغه کس پکي لاس وهنه کوي… نو وخت له مخه يه ځان د افغانانو نه د امريکا و خدمت ته حاضر کړي دي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب