یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهمصنوعي لاس ،چې حس کولای شي/ ژباړه: ساحل منګل

مصنوعي لاس ،چې حس کولای شي/ ژباړه: ساحل منګل

پوهانو  د هغو کسانو لپاره، چې لاسونه یې قطع وي، داسې ډول مصنوعي لاس جوړ کړی چې دپخوا په شان په خپلو ګوتو شيان حس کړي .

ايټاليايي  جراحانو دغه مصنوعي لاس ديوې مياشتې په موده کې دهغه کس په مړوند لګولی  چې لاس ېې قطه شوی وو او دغه سړي وکولای شول  چې د دوهم ځل لپاره  دلامسې حس پيداکړي .

۳۶ کلن دنيس آبو سورنسون ،چې ۹ کاله وړاندې ېې خپل لاس د اور سوځونې له امله  پرې شوی و، وايي :زما له پاره ډيره دحيراني خبره ده ،چې هغه شيان مې حس کړل ،چې نهه کاله وړاندې مې حس کړي وو.

نوموړی وايي حتی په پټو سترګو هم کولای شي ،چې شيان حس کړي او پرې پوهيږي ،چې توکی څومره نرم يا کلک دی او وايي کولای شم ،هعه حرکات ،چې سرته رسوم ېې متوجه کيږم ،چې کوم کوم کارونه سرته رسوم.

له دې وړاندې پوهان يواځې په دې توانيدلي وو ،چې دالکترونو په واسطه ،چې دانسان په اوږوکې نصبيدل کيدله داامکان ېې ورکاوه ،چې دخپل فکر په مرسته حرکات کنترول کړي .

.هغه متخصصان ،چې دغه کار ېې سرته رساوه  له آلمانې ،سويسې،او ايټاليايي ډاکترانو له ډلې څخه وو ،چې ديوې مياشتې له پاره ېې دغه مصنوعي لاس دښاغلي  سورنسون په مټ لګولی وو او بيرته ېې ځينې لرې کړ.

هغوی ښاغلی سورنسون په قهرمان ونوماوه او هغه ته ېې ددغه لاس له پاره ديوې مياشتې له پاره  دبررسي وخت ورکړاو ددې جراحي له امله ېې له هغه څخه قدرداني وکړه..

ددې کار دسرته رسولو له پاره آلماني ،سويسي او اټاليايي پوهانو څو څوځلې په خوګ او دانسان په جسد دغه ازمايښت ترسره کړی وواو وروسته دې ته متوجه شول ،چې دغه الکترونونه دانسان داعصابو سره وتړي.

هغوی په لومړی کې انديښمن وو ،چې دښاغلي سورنسون په مړوند ،چې لس کاله ېې له لاسه ورکړی وو کار وکړي که نه خو وروسته معلومه شوه ،چې دغه مصنوعي لاس په ښه ډول کار کولای شي ..

په واقيعت کې دمصنوعي لاس حسونه اندازه ګيري کوي او کمپوټرې الګوريتمونه دغه اطلاعات په الکترونکيکي ټکانونو بدلوي ،چې داعصابو له پاره دپيژندلو او درک وړ وي ..

وروسته دڅلوروالکترونوڅخه دغه ټکانونه دمړوند اعصابو ته استول کيږي او له دې وروسته ،چې څه پيښږي ديو عادي کس سره ورته دي .

دزور احساس او دسختو شيانو تشخيص ددې لاس له پاره ډير حياتي دي مثلاددې حواسو په همکاري کولای شو ،چې بايد ديوه هګۍ دمعلومولو له پاره څومره فشار راولو .

دمصنوعي لاس جوړول داعصابو دانجنري له پاره لويه ننګونه ده.دغه مصنوعي لاس يوه لومړنۍ نمونه ده او په پراخه کچه دطبيعي لاسونو په شان مړوندونو ته نصب شي .او وروسته ددې لاس اندازه وړه شي .. .

ديادولو ده ،چې غه مصوني لاس ډير ګران دی او دعادي ناروغانو  له پاره ېې اخيستل  ناممکنه ده،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب