سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Homeادبانځورونه/ نورمحمد سعید

انځورونه/ نورمحمد سعید

په هره لیکنه کې د ځان لیدنه، بلکې د ځان ځایونه یوه ستونزه ده، چې ډېر زاړه او نوي لیکوال او لوستونکي ورسره مخامخ دي.

داسې هم ویل کېږي، چې ځینې لیکوال د خپل زړه ارمانونه په خپلو اثارو کې ترسیموي. دا معانا چې دغسې لیکوال په خپلو داستاني اثارو کې هغه ژوند انځوروي، چې دوی یې د تېروولو ارمان په زړه کې لري ، خو د مختلفو سببونو له کبله نه بریالي کېږي، چې تېر یې کړي.

تر دې ځایه خو خبره سمه ده، خو د دې موضوع بې خونده اړخ دادی، چې معمولاً په ټوله نړۍ کې دغه ډول لیکنې ډېر مینه وال نه مومي. داسې نه یوازې له نویو لیکوالو سره کېږي، بلکې په ډېرو تکړه لیکوالو هم دا کانه کېږي، چې دغه ډول لیکنې یې ډېر محبوبیت نه مومي.

یوه وجه ښايي دا وي، چې د هر انسانان فکري جوړښت د هغه د خپل مکان او زمان پر اساس تکامل مومي او پر همدې اساس ورته د یوه بل انسان د ځانګړو ارمانونو تصویر ډېر جالب ښکاري، یانې هماغه خبره چې ځان په کې نه ویني. خو برعکس که دغه تصویر عمومي وي او د یوه فرد پر ځای د ټولنې یو عام تصویر وړاندې شي، ښايي هر څوک په کې د خپل عکس یوه  کوچنۍ برخه وویني او خوښ یې کړې. یا بویه چې لیکوال خپل تصویر په دومره قوت او څرګند ډول وړاندې کړي، چې په یوه نا یوه برخه کې یې لوستونکی ته خپل یو کوچنی عکس ښکاره شي. خو دې سره هم د عمومي تصویرونو اهمیت پر خپل ځای دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب