جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپښتین: پاکستانی پوځ ستر جنایتکار او تل یې د خپلې ماتې غوسه...

پښتین: پاکستانی پوځ ستر جنایتکار او تل یې د خپلې ماتې غوسه له ملکي وګړو ایستلې

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۲۴مه) ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر افغانانو او پښتنو غږ کړی، چې د پاکستاني پوځ پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

پښتین پر کابل او کندهار ولایتونو د چهارشنبې د ورځې هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د پاکستان پوځ د جنګي جرمونو ستر جنایتکار پوځ دی او زیاتوي، چې دې پوځ تل د خپلې ماتې غوسه او وارخطايي له ملکي وګړو ایستلې ده.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، لکه څنګه چې د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې جنګي جرمونه کول او ولسي وګړي یې وژلي، همداسې یې نن په افغانستان کې هم جنګي جنایتونه کړي او ګڼ بې ګناه ولسي خلک یې مړه او ټپیان کړي دي.

پښتین دغه راز ویلي، چې پاکستاني پوځ نن هم د یوه ډرون برید پرمهال په وزیرستان کې یوه اووه کلنه نجلۍ وژلې او یوه مېرمن یې ټپي کړې ده.

د هغه په وینا دا چاره د پاکستاني پوځ تر ټولو وروستۍ کمزوري ده.

نوموړي خبر ورکړی چې روانې اکتوبر میاشتې په ۱۹مه د امریکا په ټکزاس ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه را ټولېږي او د پاکستاني پوځ د جنګي جنایتونو ثبوتونه به پکې وړاندې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب