Homeخبرونهخلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ موقت اوربند د دیپلوماسۍ ښه فرصت...

خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ موقت اوربند د دیپلوماسۍ ښه فرصت دی

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۲۴مه) په افغان سوله کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موقت اوربند د دیپلوماسۍ لپاره ښه فرصت دی.

خلیلزاد دا اقدام یو غوره اقدام بللی دی.

خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کړي چې، له بلې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان له پرله پسې غوښتنو وروسته یې له دغه هېواد سره پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وکړه.

نوموړی وايي، خپلو ټولو سرتېرو ته یې امر کړی، چې د اوربند اصولو ته غاړه کېږدي او د هر ډول حالاتو لپاره چمتو اوسي.

مجاهد خبرداری ورکړی، که پاکستاني پوځیان له اوربند سرغړونه وکړي سخت ځواب به ورکړي.

په همدې حال د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د طالبانو په مکررو غوښتنو یې ۴۸ ساعته اوربند منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په ځنډني ډول نښتې روانې دي، چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ـ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...