بیا چې اشنا راته یادېږي د اختر مخه ده
زړه ته د تېرو خاطراتو د لښکر مخه ده
امیر حمزه خان شینواری
ښه مې په یاد شي، اختر د مني په یخو او سړو شپو کې وو، خلکو نوې تاوخانې تودې کړې وې، د تنګاچو او چوترو تنورونه بند شوي وو او د تاوخانو په تنورونو کې د ګرګو لمبې ژبغړانده شوې وې.
زموږ د کلي ملاصاحب به د روژې د شپو په پای کې کله چې به تراویح پای ته ورسېدې، نو د سر سایې یا صدقه فطر په باره کې به یې وعظ شروع کړ، ملا صاحب به تر څو عربي مقولو وروسته په نصیحت کې ویل، چې آی مومنانو! ګناهګاران دي هغه روژه تیان چې د کمکي اختر تر سهاره پورې سرسایې پرې نه کړي.
دا هغه ګناګاران دي، چې پر پل صراط به روان وي ناڅاپه به د پل صراط لاره تر وېښته ورته نرۍ شي، د ستنې تر سپم به ورته وړه شي. د سر سایې یوه یوه روپۍ به ورته سره سکروټه شي او د غاړې امېل به یې شي، د ږیرې ویښتان او د ځیګر او لړمانه غوښې به یې سوځي.
حرامه ده د فطر صدقه پر بل چا مګر حلاله ده و امام مسجد ته یعنې د کلي د جومات ملا ته. کلیوالو به هڅه کوله چې د اختر تر رارسېدو او د نویو جامو، کلوشو، څادرنو، د خچینو او بو ټونو تر برابرولو مخکې سرسایه هم برابره کړي.
هر ماښام به ملا صاحب د تراویحو تر لمانځه وروسته د فطر د صدقې په باره کې خورا جذاب او له وجد څخه ډک وعظ او نصیحت کاوه.
د روژې پر ۲۹ ماښام زه هم تراویحو ته ولاړم، خورا خوشحاله وم، د شپږم ټولګي په کلنۍ ازموینه کې د بابا هوتک د لیسې عمومي اول نومره شوی وم، په ټولو مضامینو کې مې لس لس نومرې وړې وې او پر دې برسېره مې په خپل دیارلس کلن ژوند کې د لومړي ځل لپاره ټولې روژې نیولې وې.
مور مې ډېره خوشحاله وه، زما مشر ورورته یې د خپلې سپما له بوخڅې څخه پوره یو سل او پنځوس افغانۍ ورکړې او په اول ځل یې ماته د شنه کتان له ټوټې څخه جامې ګنډلې وې.
د جامو ترڅنګ آدې ملتانۍ لنګۍ هم راته نیولې وه، تورې روسۍ کلوشې مې وې او پردې برسېره مې مشرې خور څادر په خامکو راته جوړ کړی وو.
ترور مې د خپلې سرې چرګې شل دانې هګۍ په بوغ بند کې پټې راته ساتلې وې او همدا یې راته ویل، چې لونګینه زویه په اختر کې به د کلي د هلکانو میر یې، د کلي د هلکانو خان به یې.
مور مې راته ویل، چې تر اول نمره ګۍ دې قربان شم، کاشکې مې په اختر کې د زړه غوښې در باندې خوړلې وای. د مور په سترګو کې به مې د اوښکو غټ غټ څاڅکي را پیدا شول او په ژړغوني اواز به یې راته ویل، زویه کاشکې دې پلار ژوندی وای او ستا د امتحان اطلاع نامه یې په خپلو سترګو لیدلې وای.
خور به مې ژر د مور په خوله کې ور ولویده او په زاریو کې به یې ورته ویل، مورې دا اختر مه راغموه، په اختر کې خلک غمونه هیروي او ته غمونه راته تازه کوې.
زه په وړکتوب کې په ډېر وړکتوب کې یتیم شوی وم، کله مې هم د مور پرسر نوی پوړونی نه وو لیدلی، خو ترونه مې درلودل او په کورني ژوند کې د تربیې په برخه کې یې کړاو او زحمت د یادولو دی، خدای مې دې ترونه په جنت کړي، پښتانه وو، په پښتو ویلو او کولو ښه پوهېدل.
خبره پر بله خوا رانه ولاړه نشي، په همدغه اختر کې چې ټوله روژه مې نیولې وه او په مکتب کې هم اول نومره شوی وم د یوې عجیبې پېښې شاهد وم، چې اوس مې هم یاد شي.
د اختر په سهار زموږ د کلي په لوی جومات کې د ملا صاحب نصیحت په جم او جوش کې روان وو، د سهار تر فرض لمانځه وروسته ملا صاحب نصیحت ته اړم شو او همدا خبرې یې کولې چې که چا د سرسایې روپۍ ورثه الانبیاوو ته ور نه کړې، نو د قیامت په ورځ به د پل صراط لاره ورته تر ویښته نرۍ شي، د ستنې تر سپم به ورته وړه شي او په داسې دوزخ کې به یې ځای وي، چې دېوالونه به یې د اویا کالو د مزل په اندازه سور ولري، یعنې هر دېوال به یې دومره سوره ور وي، چې اویا کاله به آس پرې ځغلوې خو مسافت او مساحت به یې نه ختمېږي.
په دوزخ کې به داسې لړمان او ماران وي، چې د هر مار په غاښ کې به اویا زره ټنه زهر پراته وي او د هر مار به اویا زره د زهرو غاښونه وي. هر لړم به اویا زره نېښونه لري او په نېښ کې به یې اویا زره ټنه زهر پراته وي او په هر څاڅکي زهرو به یې دوزخي انسان یو دم شنه لوخړه شي او ځای پر ځای به ایره شي.
زموږ د بازار ترکاري فروش حبیب حوالدار چې چرسي هم وو او د ملایانو یو څه مخالف هم وو د اختر په سهار د ملاصاحب په وړاندې ناڅاپه راولاړ شو، ځکه ده خپله سرسایه ملایانو ته نه ورکوله.
ملا صاحب یې مخاطب کړ، په لوړ اواز یې ورته وویل، چې ملا صاحب سر خلاص که! ملا صاحب سر خلاص که! څوک چې به ما ډاروي په ماینه کې یې غیڼ وهم.
یو دم په جومات کې طالبانو او چړیانو حبیب حوالدار تر سوکانو، لغتو او څپېړو لاندې کړ، د اختر په سهار په جومات کې شین غومبر جوړ شو.
ملا صاحب خفه شو او کلیوالو ته یې په یوه شرط بېرته جومات ته د راتګ رضایت وښود، چې حبیب حوالدار له جومات څخه بند کړي.
وروسته بیا حبیب حوالدار ویل، چې خدای پاک مینه ده، خدای پاک عطوفت دی، خدای پاک مهرباني ده او ملایان هسې خدای پاک د وېرې او وهم په سرچشمه بدلوي. خدای که قهار دی، نو رحیم او رحمن هم دی.
حبیب حوالدار د مرحوم صدراعظم محمد هاشم میوندوال انډیوال وو او د مجاهدینو د کامیابۍ په کال د شاجوی په بازار کې نامعلومو قاتلانو د کلاشینکوف په ډزو ووژلو
خدای دې یې پر روح باندې ګلونه وشیندي
له محور ورځپاڼې په منننې.
یاره قانع صیب : لومړی دې وژړولو او په اخر کې دې وخندولو څومره خوندوره لیکنه وه الله دې هیڅوک نه بې پلاره کوې نو اوس به مو په تا سو لا زړه درد کوي چې کوچنيوالی کې مو پلار مرحوم وفات شوی دی الله دی وبخښي
فه قلم دي بركة شه د نورو خوندورو ليكنو فه تمه
قانع صاحب په قلم دی برکت شه اودهغوپښتنوجمیعتانوعمر دی هم خدای تاته درکړی چه خپلی ژبی اوقوم ته یی ګټه نرسیږی
السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته ۰۰۰۰ قا نع صاحب رشتیا چی شه لیکوال یاست۰۰۰۰۰۰ نور چی هر سه دی خو موږ شه خندوی او همیش فه نس لاس ږدو چی کار له خندا سخه خراب نکړو ستا لیکنی هم سړی ږړوی او هم مو خندوی خو افغانستان ته دیر خفه یو ۰۰۰۰۰۰ او بل دا چی حکمتیار صاحب تو له ورز دشزو فه حقوقو لیکنی کوی سیا ست او وطن یی هیر کړی دی نه صدارت غواړی او نه فا چاهی ۰۰۰۰۰۰۰صرف سباوون او داکتر غیرت ورته دصلحی له شورای دکور خر چی را وړی اوبس که شه ادبی لیکنه فری وکړی دیره مهربانی به مو وی
It was reall an interesting script
قانع صاحب سلامونه مې ومنه!څولیکنې مې د ولوستلې چې هم یې سړی ژړوء او هم یې خندوء. خو دې وروستۍ لیکنې دې، چې داختر په اړه وه، نه یې وژړولم اونه یې وخندولم؛ بلکې ویې زورولم. هیله من یې چې رسنیز سټانډارد اودژبې پښتنی- افغاني عفت له یاده ونه باسې؛ او په پای کې خدای مه کړه، چې دمینه والو له تودې مینې بې برخې سې.
ستاسو دلیاښولیکنو په هیله.په درنښت. تفسیر
تر هر څه وړاندې د تاند ویبپاڼې ټولو لوستونکو ته د کوچني اختر مبارکي وایم، هیله مند یم چې له خوښیو ډک اختر مو تیر کړی وي
قانع صاحب ته دې الله پاک اوږد عمر ورکړي ډیرې په زړه پورې لیکنې کوي، ډیر ژور مفهوم او ډیر خوږ خوند پکې وي، زه د قانع صاحب د لیکنو یوازینی مینه وال یم او هر لیکنه یې ډیر په غور او ډیر په مینه لولم ، خو دا ( د ماشومتوب اختر ) او د ( شیطان عینکې ) لیکنه یې راته ډیره په زړه پورې وه
بریالي اوسی
پرودگار دی بریالی لره قانع صاحب وطن او پخوانی یادونه حپل کور او کلی را په یاد شو مور پلار خپل خپلوان کلیوال اوهغه دروند رسم او رواج می سترگو ته ودرید الله دی بریالی او زوندی لره شی چاری
مننه قانع صاحب دردونکې او خندونکې خاطره وه .