جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهزما مېرنۍ مور | ژباړه: نقيب احمد اتل

زما مېرنۍ مور | ژباړه: نقيب احمد اتل

ليکوال: اکبر حميدي|| 

د مور له مړينې شپږ کاله وروسته مې پلار دويم واده وکړ، زما مېرنۍ مور د شيخوپورې د سيمې د يوې مشهورې کورنۍ اوسېدونکې وه، مور او پلار دواړه مې د خپلې سيمې په درنو کورنيو حسابېدل. د هغې نوم خورشيد بېګم و، دوه ويشت کلنه وه چې د خپلې سيمې له دود دستور سره سم يې د هغې ډولۍ په ډول او سورني سره زموږ په کاله کې ښکته کړه.

له همغه پيله هوښياره او زړه سواندې وه، مناسب قد و قامت او غنمي رنګ يې شخصيت لا ښکلی کړی و، زموږ په ټولنه کې مېره په ډېرو ډاروونکو الفاظو يادېږي، ډېری ماشومان د مېرې مور له راتګ وړاندې د هغې د ظالمانه کړو ـ وړو په اړه ډېر غمجن وي. زما نه يادېږي چې داسې کوم ډار دې زما پر ذهن خور و، يو دا چې زه په خپله کورنۍ کې زړور؛ خو د ښه نوم خاوند وم او بل دا چې ما ته د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې وې او زه يې تل په ذهني ډول ارام ساتلی وم.

کله چې زما مور را واده شوه؛ نو دا وخت زه د لس کالو وم، مګر زما ذهن دومره فعال نه و، چې د وېرې او خطر شعاوې دې پرې ولګي. کله چې زما مور راغله؛نو دا وخت مې د نياجانې د مهربانۍ سيوری پر سر و او زما بشپړه پالنه هغې کوله، زه مې نياجانې په خپله مينه کې بيخي ورک کړی وم، ما سره د خپلې مېرې د چلند هېڅ پروا نه وه، مګر اوس چې کله فکر کوم؛ نو دا راته ډېره حيرانوونکې ښکارې! زما نه يادېږي چې هغې کله ما ته پاملرنه پيل کړه او کله يې ما ته د خپلې مور مينه ښکاره کړه؟ زما ټول کارونه يې په ډېرې خاموشۍ سره کول، د هر وخت ډوډۍ، پاک صفا کالي، ځانګړې بستره او کتابونه، هر څه به تيار وو؛ خو په خاموشۍ سره. زما نياجانه د هغې ترور وه؛ خو اوس د دوی تر منځ يوه سخته او خونکاره اړيکه ټينګه شوې وه، مګر ما د دوی تر منځ هېڅکله جنګ، جګړه، تا ويلې ماويلې او اختلاف ونه ليد، نيا مې څو کاله ژوندۍ؛ خو له اينګور سره يې چلند ډېر ښه و.

ما په نياجانې ډېرې نخرې او نازونه کول او مېرې مې په خاموشۍ سره ننداره کوله، زما نه يادېږي چې زما په حرکتونو يې غاښونه چيچلي وي، يا يې ټنډه تروه کړې وي او يا يې ما ته لارښوونه کړې وي. اوس چې زه فکر کوم او د خپلې ټولنې مېرنۍ ميندې ګورم؛ نو ما ته زما مېرنۍ مور د کړو وړو او اخلاقويوه درنه او مهربانه هستي ښکاري. تاسې به دا واياست چې د هغې سکني اولادونه نه وو، چې ټول پام يې تاته و؟ داسې نه وه، هغې ته الله پاک دوه زامن او يوه لور (ماته يوه خور او دوه ورونه راکړي وو.)) ښکاره ده چې د يوې مور په توګه د هغې مسئوليت دا هم و چې خپل پام نورو اولادونو ته هم واړوي؛ خو په دې ازموينه کې هغه بې طرفه او بريالۍ وه، زه له مبالغې پرته وايم چې هغې تل د نورو ورونو او خويندو غونې زما ساتنه او پالنه کوله، تر هغه وخته چې موږ يو ځای اوسېدو؛ نو له استثنا پرته به يې لومړی ما ته ډوډۍ تياروله، تر ټولو ښکلي، پاک کالي او بستره به زما وو، زموږ کور کوچنی و؛ خو زما لپاره يې وړه کوټه ځانګړې کړې وه. هغې ښوونځی او پوهنځی نه و لوستی، د نورو کروندګرو د اولادونو په څېر يې په کور کې قرانکريم زده کړی و، مګر  پوهه، هوښياري، په انساني نبض او باريکيو پوهېدل يې داسې وو چې اوس يې ډېرې کمې بېلګې ليدل کېږي، د هغې د هوښيارۍ او ښه والي يوه بېلګه دا وه چې زما په مخکې يې هېڅکله دومره مينه نه وه ښکاره کړې زه د کمترۍ احساس وکړم او ما ته خپله سکنۍ مور را ياده شي، هغې به زما د احساساتو درناوی کاوه، څومره چې زه لوېدم؛ نو هومره به د هغې مينه او مهرباني هم زياتېده.

په منځني ښوونځي کې زما نازونه او نخرې هسې هم ډېرې وې؛ خو چې لېسې ته لاړم؛ نو لا پسې ډېرې شوې. ما د کور يو کار هم نه کاوه، مور مې دغه بار زما د کشر ورور شفقت پر اوږو اچولی و. زما کار ښه خوراک، ښه پوښاک، جېب خرڅ اخيستل، سينما ته تلل، دوه درې ورځې کور ته نه راتګ او په هغه ښار (ګوجرنواله) کې شپې کول وو چې هلته مې لېسه وه، لنډه دا چې زه د يوه فلمي ستوري په څېر وم. زه دا هر څه ددې لپاره ليکم چې مور مې زما ټول حرکات ليدل او څارل،مګر هغې هېڅکله راته څه ونه ويل او نه يې زما پلار ته شکايت وکړ، زما ټولګيوال به ما سره د دوه درې ورځو لپاره له ښاره کلي ته راتلل،مور مې زما له خاطره د هغوی عزت کاوه او په ورين تندي به يې خواړه تيارول.

کله به چې د مور په خپلوانو کې واده ښادي وه؛ نو زه به يې ځان سره بيولم، هلته به يې د مېلمنو په ګڼه ګوڼه کې ما ته ډېر پام کاوه، د ښه خوراک تر څنګ به يې راته د اوسېدو لپاره يو ښه ځای برابروه، د کور خاوندانو به هم ما ته د يوه ځانګړي مېلمه په سترګه کتل، که به اختر و، يا به مېلمانه راتلل، که به د چا په واده کې د ګډون خبره وه، که به کورنۍ موضوع او مشوره کېده؛ نو مور به مې پلار ته همدا جمله ويله چې له اکبر نه پوښتنه وکړه، هغې به زما د احساس او نظر دومره درناوی کاوه چې کله به زه د هغې مخالف شوم؛ نو بيا به يې خپل نظر نه څرګندوه، بس همدومره به يې ويل: اکبر اوس غټ دی، په کور کې بايد ده ته درناوی وشي.

يوه ورځ زما د درېيم ورور ارشد د واده خبره ياده شوه، مور او پلار مې په کلي کې يوې ځمکه والې کورنۍ سره خپلوي خوښه کړه، کله به چې د مشورې لپاره په کاله کې خلک راټولېدل؛ نو هر چا به خپل نظر ورکاوه، زه په هره موضوع کې سپينه خبره کوم، زما پالنه همداسې شوې ده چې زه خپله خبره په ښکاره الفاظو وکړم، پلار مې هڅه وکړه چې ما ته په دې اړه قناعت راکړي؛ خو چې زما نظر يې واورېد؛نو پاڅېد! دا کورنۍ مې مور خوښه کړې وه؛ خو چې کله يې زما ناخوښي او مخالفت وليد؛ نو پلار سره مې بلې کوټې ته لاړه او ورته ويې ويل: څه چې اکبر وايي همداسې وکړه ! دا موضوع زموږ په کاله کې له يوې اونۍ زياته اوښته را اوښته، زما له خوښې او هيلې پرته يوه مسئله هم مخکې نه تله؛ خو د پلار چلند سخت وي او د مور چلند ځار او قربان، په دغسې وخت کې مور دا خبره په ښکاره الفاظو کې کړې ده چې: څنګه د اکبر خوښه وي، همغسې به وکړو. ما ته څرګنده شوه چې دا خپلوي د مور په خوښه ترسره کېږي؛نو ما هم ورسره ومنله.

له واده وروسته مې د پلار اړيکي له مور سره ښه نه وو، ځکه چې پلار مې ډېر تېز او تند مزاجه سړی و، څو ځلې يې سخته غوسه کړې؛مګر د مور له خوا مې د هغه په خدمت کې هېڅ بدلون را نغی، د پلار له سخت چلند سره مې مور ته تکليف رسېدلی؛ خو هغې به بيا هم په ښه توګه د کور ټولې چارې سمبالولې، د کور له بلې ښځې او يا خپلوانو سره د هغې هېڅ ډول اختلاف نه و رامنځته شوی، ټولې کورنۍ به هم ددې ښه درناوی کاوه او دغه درناوی لا تر اوسه کوي.کله چې مې کوچنيو ورونو ودونه وکړل؛ نو د کور د سمبالښت چارې وريندارګانو پر غاړه واخيستې. دا وخت ما ځانته په کلي کې بېل کور جوړ کړی و او جلا اوسېدم، خو مور به مې په اونۍ کې دوه ـ درې ځل خامخا زما پوښتنې ته راتله.

حالات په چټکۍ سره بدل شول، پلار مې له دندې ګوښه او په کور کېناست، د وړو ورونو له ودونو سره حالت بدل شو، زه په ۱۹۸۰کال کې د دندې لپاره اسلام اباد ته لاړم، مور مې زما نشتون يوه خلا حس کړه، ځکه چې هغې به ما سره ځينې خبرې شريکولې، د کور په کارونو کې زه د هغې کلک ملاتړی وم، اوس ورسره اينګورګانې وې، له کورني بدلون سره سره يې د يوې ښې او مهربانې مور په څېر چلند کاوه او پر خپلو پښو کلکه ولاړه وه. زموږ په کاله کې ناڅاپي يو لوی بدلون راغی، پلار مې خپل روح الله ته وسپاره! اوس دا هستي يوازې شوه، چا به چې د يوې کورنۍ د خلکو ملاوې کلکې تړلې وې. ما غوښتل چې مور مې ځان سره اسلام اباد ته بوځم، ځکه چې له کلي نه ددې ښار ژوند ډېر ښه و، له نېکه مرغه چې مور مې زما غوښتنه ومنله او ما سره اسلام اباد ته راغله.

هغې به له کوچنيانو سره تل ډېره مينه کوله، دومره مينه به يې خپلو اولادونو ته نه وي ورکړې، لکه هومره چې يې زما اولادونو سره کوله، زما کوچنيان د هغې د مينې سندرې وايي، بيا يې زما لمسيو ته دومره مينه ورکړه چې زما له مور پرته نه اوسېدل، يو ځل ما داسې حس کړه چې کله به زما مور ځانته ناسته وه؛ نو له خولې به يې دا غږ پورته کېده چې : لا اله، لا اله، دا الفاظ ما د خپلې مور له خولې ډېر اورېدل، يوه ورځ مې ترې پوښتنه وکړه چې مورې! دا ورپسې پاتې کلمه الاالله ولې نه وايې؟ هغه په فکر کې ډوبه شوه او بيا يې ځواب راکړ چې وايم يې. ما په حيرانۍ سره تر ډېره د خپلې مور څېرې ته کتل. د مېرې چلند له هېچا پټ نه وي، يو ناڅاپه ما ته دا فکر پيدا شو چې زما مور څنګه زما کشري ورور شفقت ته ډېره مينه ورکوي!؟ ما دا خبره پټه نه کړه او يوه ورځ مې ترې وپوښتل مورې ! رښتيا ووايه چې تا ته څوک ډېر ګران دي؟ مور مې يوه شېبه ما ته وکتل، بيا يې ساه وايسته،ما مې د خپلې پوښتنې ځواب وموند، ورو يې وويل : پلار مې راباندې ګران دی! زه دې خبرې ډېر حيران کړم ! د انسان په چوپتيا کې ډېر پټ رازونه نغښتي وي، چې يوه ورځ خامخا څرګندېږي. اوس دې ته په پينځه څلوېښت کلنۍ کې دا موقع په لاس ورغله چې د خپل پلار يادونه وکړي، پلار يې ددې له واده مخکې مړ شوی و؛ خو خپلې لور ته يې دومره مينه ورکړې وه، چې نن په زړښت کې يو ځل بيا ور ياده شوه ! مور مې ويل : زه به خپل پلار پر اوږو کېنولم او بيا به يې ګرځولم.

نن چې زه د خپلې مېرنۍ مور د ژوندانه حالت په خپل قلم باندې ليکم؛ نو ما ته څرګنده شوه چې هغه د داسې يوه شخصيت څښتنه وه چې د خپل ژوند ټولې سړې تودې يې په خپل زړه کې پټې ساتلې او تر اوسه يې دا غوټې چا ته نه وې پرانيستې، هغه هر ډول سختو شېبو او حالاتو محاصره کړه؛ خو ماته يې ونه منله!

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب