چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهتېښته/ لیکوال: حامد احمدزی

تېښته/ لیکوال: حامد احمدزی

درسي ساعت تمام وو، له ټولګي نه په وتلوکې مې په یما پام شو.

غلی او په فکر کې ډوب ښکارېدو.

غږ مې پرې وکړ، یما!

 ته کومه ستونزه لرې؟

   – ښوونکیه، یو څه مې ذهن کې دي.

غواړم ځان پرې پوه کړم

   – مثلا څه؟

    – ښوونکیه، زما زړه وایي، انسانان هریو استعداد او لیاقت لري، او څنګه یې چې رنګونه بېل دي، نو استعدادونه یې هم بیل دي، خو ذهن مې دا نه مني او وایې، د انسانانو په وجود کې یوه ځانګړنه شته چې یوشان وده کوي.

ښوونکيه! غواړم د انسانانو د ژوند له دې مهمې ځانګړنې خبر شم!

    – ریښتیا وایې؟

    – هو په ډیره مینه!

– راځه نن به د دې پوښتنې د ځواب لپاره یو عملي کار وکړو.

پارک ته ولاړو، ډیر ماشومان په لوبو بوخت وو.

دواړه د هغه دوو ماشومانو څنګ ته په یوه څوکۍ کیناستو، چې د یوبل د نیولو لوبه یې کوله.

لومړي ماشوم وویل،

زه منډه کوم ته مې ونیسه،

دوهم ماشوم وویل نه، نه داسې یې نه منم.

زه منډه کوم ته مې ونیسه،

ماشومان لا په خپلو کې به خبرو بوخت وو، یما ته مې وویل

ښه نو اوس پوه شوې دانسانانو مهمه ځانګړنه څه ده!

– هو خو لاسم نه یم پوه

– یما جانه!

 انسانان تل له حقیقتونو او وا قیعتونو تېښته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب