یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبد طنز ليکلو تخنيکونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

د طنز ليکلو تخنيکونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

 (لومړۍ برخه)

ټول پوهېږو چې غالۍ له وړيو جوړه شوې، خو دا چې له وړيو څخه  تارونه څنګه جوړ شوي، څنګه رنګ شوي او بيا دا  تارونه څنګه سره اوبدل شوي د غالۍ اوبدونکي ځانګړي  تخنيکونه (Techniques)  بلل کېږي. د غالۍ رنګ،  ګلان، د ګلانو ډولونه، د ګلانو او رنګونو تناسب او نور ظرافتونه د ځانګړو تخنيکونو  محصول بلل کېږي.

موږ مخکې وويل چې طنز له دوو اساسي توکو څخه جوړ دی چې يو خندوونکی انځور او  بل انتقاد دی، خو په دې بحث کې زموږ موضوع دا ده چې په ليکنه کې انتقاد او خندوونکی انځور يا ظرافت څنګه په هنري ډول سره وګنډو؟  د هر رکن مقدار  او د دې دوو ارکانو تر منځ  تناسب څنګه په پام کې ونيسو؟

لکه څنګه چې يو انځورګر د خپل هنري اثر د تخليق لپاره رنګونه کاروي، دغه ډول يو اديب له لفظونو څخه کار اخلي. دا چې الفاظ بايد څنګه وکارول شي بېلابېل تخنيکونه لري چې ادبي صنعتونه هم ورته ويلای شو. په ادبياتو کې ادبي صنعتونه خورا اوږد بحث او ډېر ډولونه لري، خو موږ  په دې بحث کې يو څو ادبي صنعتونه را اخلو او د طنز په رڼا کې يې تشريح کوو.د يادونې وړ ده چې دا صنعتونه د طنز تر څنګ په کوميډي، هزل  او هجوه کې هم کارول کېږي.

۱: پېښې (Parody) :

هغه ادبي تقليد چې په هغه کې د يوه اصلي اثر شکلي او سبکي ځانګړتياوي خوندي، خو محتوا او موضوع يې بدلون موندلی وي پېښې يا پاروډي نومېږي. د دې تخنيک له مخې په يوه مشهور او پخواني قالب کې نوې محتوا وړاندې کېږي چې نوې محتوا د انتقاد او زوړ قالب د خندولو لپاره غوره کېږي. نوې نسخه داسې نښې نښانې لري چې سړي ته پخوانۍ نسخه وريادوي. کله چې د نوي او پخوانۍ نسخې تر منځ توپيرونو ته د خلکو پام ورواوړي، نو خندا ورځي. (۱) پاروډي څلور  ډولونه لري چې دلته يې هر ډول په لنډ ډول تشريح کوو:

الف: د ادبي سبک پېښې:

 د سبک پېښې ډېره دود او ډېر لوستونکي لري. تر دې مهاله په پښتو کې د ګڼ شمېر هنري اثارو سبکونه پاروډي شوي دي. لکه متلونه،  لنډۍ، وياړنه، بابولاله، نشرح ، د موسيقۍ کمپوزونه او داسې نور. په پښتو ژبه کې تر ټولو لرغونی لاسته راغلی  هنري اثر د امير کروړ   وياړنه ده. امير کروړ د امير پولاد زوی او په دوهمه هجري پېړۍ کې يې د اوسني غور  او څېرمه سيمې تر ولاک لاندې وي. اميرکروړ  له خپل پلار سره په څو جګړو کې برخه اخيستې او ډېرې جګړې يې ګټلي دي. دی د جنګي اتلوالۍ تر څنګ شاعر هم و چې خپلې جنګي سوبې په يوه وياړنه کې يادې کړي دي. (۲)

دوولس سوه کاله وروسته په غور  کې يو ستر ناورين پېښ شو.  د (۱۳۹۴ ش کال) د لړم په مياشت کې يوه شل کلنه مېرمن چې رخشانه نومېده يو چا ته په زوره واده شوه، خو رخشانې دا واده و نه مانه او د خپلې خوښې يو ځوان يې خوښ کړ. په دې ډول د خلکو له خوا په هغې پورې د زنا تور پورې او هغه يې د صحرايي محاکمې په نتيجه کې سنګسار کړه چې دې سنګسار په ملي او نړيواله کچه غبرګونونه راوپارول. تکړه ليکوال او شاعر محمديار يار   د امير کروړ د وياړنې د سبک پاروډي او د هنر په ژبه غبرګون وښود.  د ښاغلي يار شعر تر ډېره بريده هجويه بڼه لري  چې په دې ډول دی:

ﻭ ﺭﺧﺸﺎﻧﯥ ﺗﻪ ﺩ ﺍﻣﯿﺮ ﮐﺮﻭړ ﺩ ﺯﻭﯼ ﻭﯾﺎړﻧﻪ

ﺯﻩ ﯾﻢ ﺯﻣﺮﯼ ﺑﻞ ﺩ سنګسار   ﺩﺍﺳﯥ ﺍﺗﻞ  ﻧﺴﺘﻪ
ﺩ ﻏﻮﺭ ﭘﻪ ﻏﯧږ ﮐﯥ ﺭﺧﺸﺎﻧﯥ ﺗﻪ ﺑﻞ  ﺍﺟﻞ ﻧﺴﺘﻪ
ﺩﺍﺳﯥ ﻏﻮﺑﻞ ﻧﺴﺘﻪ
ﻟﻪ  ﻣﺎ ﺍﺗﻞ  ﻧﺴﺘﻪ

***
ﺩ ﺷﻬﻮﺕ ﻏﺸﻲ ﻣﯥ ﺑﺮېښنا ځي پر ښځمنو باندې
ﭘﻪ ﮊﻭﺑﻠﻪ ﯾﻮﻧﻢ ﯾﺮﻏﺎﻟﻢ ﭘﺮ ﻧﺎﻣﻮﺳﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪﯤ
ﭘﺮ ﻋﻔﺘﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪﯤ
ﻟﻪ ﻣﺎ ﺍﺗﻞ ﻧﺴﺘﻪ

***
ﺯﻣﺎ ﺩ ﻭﺣﺸﺖ ﭘﺮ ﺧﻮﻝ ﺗﺎﻭﯦږﻱ ﺩﻭږﺧﻮﻧﻪ ﺍﻫﺎړ
ﺩ ﻏﻮﺭ ﻏﺮﻭﺭ ﻣﯥ ﭘښو ﮐﯥ ﭘﺮﻭﺕ ﺩﯼ ﻏﺮﻕ ﭘﻪ ﻭﯾﻨﻮ ﻟﺘﺎړ
ﮐړﻡ ﺍﯾﻮﺍﺩﻭﻧﻪ ﺍﻭﺟﺎړ
ﻟﻪ ﻣﺎ ﺍﺗﻞ ﻧﺴﺘﻪ

***
ﺯﻣﺎ ﺩ ﺗﺮﻭﺭ ﺗﺮ ﺗﻮﺭﯤ ﻻﻧﺪﯤ ﺩﯼ ﻫﺮﺍﺕ ﻭ تخار
ﮐړﻡ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﺍﻭ ﺳﺮﭘﻞ ﭘﯧﻐﻠﺘﻮﺑﻮﻧﻪ سنګسار
ﮐﻮﻱ ﺍﺑﻠﯿﺲ ﺍﻓﺘﺨﺎﺭ
ﻟﻪ ﻣﺎ ﺍﺗﻞ ﻧﺴﺘﻪ

***
اوښکې ﻟﻪ ﺳﺘﺮګور ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﭘﺎﮐﯥ ﻣﻮﺭ ﺑﻬﻮﻡ
ﭘﻪ ﻫﺮﯾﺮﻭﺩ، ﺁﻣﻮ، ﺍﺭﻏﻨﺪ، ﮐﻮﻧړ  ﮐﯥ ﺍﻭﺭ  بهوم
ﻭﯾﻨﯥ ﻫﺮ ﻟﻮﺭ ﺑﻬﻮﻡ
ﻟﻪ ﻣﺎ ﺍﺗﻞ ﻧﺴﺘﻪ

***
ﺩ ﮐﻨﺪﺯ ﺳﻮﺑﻪ ﻣﯥ ﭘﻪ ﺣﮑﻢ ﺩ ﻻﻫﻮﺭ ﻭﮐړﻩ

په ټيټو سترګو، سرټيټي مې د دې ورور وکړه
ﺳﭙﮑﻪ ﻣﯥ ﻣﻮﺭ ﻭﮐړﻩ
ﻟﻪ ﻣﺎ ﺍﺗﻞ ﻧﺴﺘﻪ

***
ﺧﭙﻠﻮ ﻭګړﻭ ﻟﺮﻩ ﻏﻮﺭ ﮐﯥ ﻟﻮﯼ ﭘﯧﻐﻮﺭ ﺟﻮړﻭﻡ

د خور پر سترګو سوداګر ګرځوم شور جوړوم
ﺩ ﺩﯾﻦ  ﺍنځور  ﺟﻮړﻭﻡ
ﻟﻪ ﻣﺎ ﺍﺗﻞ ﻧﺴﺘﻪ

***
ﭘﺮ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻠﮑﻮ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﻗﻬﺮ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺯړﻩ ﻧﻪ کوم
دوی په پردي سوټي وهم ښه يې ځپنه کوم
ﮐﻮﺭ ﯾﯥ ﺳﻮځنه ﮐﻮﻡ
ﻟﻪ ﻣﺎ ﺍﺗﻞ ﻧﺴﺘﻪ

***
ﺩ ﻏﻮﺭ ﺩ ﻏﺮﻭﻧﻮ ﭘﺮ ﻏﺮﻭﺭ ﮐﻮﻡ ﻏﻮﺑﻞ ﻭ ﯾﺮﻏﺎﻝ
ﻧړۍ ﺗﻪ ښيم ﻧﻨﺪﺍﺭﻩ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻭﺣﺸﺖ ﻭ ﻗﺘﺎﻝ

په ورځو، شپو، مياشتو کال
ﻟﻪ ﻣﺎ ﺍﺗﻞ ﻧﺴﺘﻪ.

ب: د خبرو، اواز  او حرکاتو پېښې:

هر  انسان جلا اواز، د خبرو کولو انداز  او خبرو کولو پر مهال ځانګړي حرکات (Body language) لري. په دې ډول تخنيک کې د يوه مشهور شخص د اواز، خبرو کولو ډول او حرکاتو پېښې کېږي چې دا ډول تخنيک تر ډېره بريده په تمثيلي هنر کې کارول کېږي. ځينې ممثلين يا ناټکيان   د خپل هېواد يا نړۍ مشهورو اشخاصو د اواز، خبرو او حرکاتو پېښې کوي چې ډېر مينه وال لري. ځينې حيوانات هم داسې روزل شوي چې د انسانانو پېښې وکړي، مثلا آس اتڼ کوي، بيزو د انسان په ډول پر دوو پښو ځي يا د خپل خاوند له سر څخه سپږي راباسي. دغه ډول يو شمېر ممثلين هم د حيواناتو د اواز او حرکاتو پېښې کوي، مثلا پر څلورو ځي يا د سپي په شان غاپي.  

ج: د جامو او سينګار پېښې (Travesty) :

په دې ډول تخنيک کې يو څوک د يوه مشهور شخص په ډول کالي اغوندي او ځان هغسي جوړوي. مثلا چارلي چاپلين به خپل برېتونه او نور لباس د هيټلر پر ډول جوړاوه او بيا به يې داسې حرکات کول چې هټلر مسخره او سپک کړي.   

د: د فکر او دريځ پېښې (Burlesque) :

په دې ډول تخنيک کې د يوه مشهور شخص د فکر او دريځ پېښې کېږي او معمولا يو څوک د خپل ظاهري جوړښت خلاف دريځ غوره کوي. مثلا يو  موړ او شتمن سړی د سوالګرانو غوندې موقف نيسي يا دا چې يو څوک د بڼې له مخې سوالګر او بېوزله ښکاري، خو  ناڅاپه څرګنده شي چې نوموړی ډېر شتمن سړی دی يا د پوهنتون استاد په ټولګي کې د پوډري غوندې خبرې کوي يا پوډري سټيج ته پورته شي او د پوهنتون د استاد يا سياستوال غوندې وينا پيل کړي.   

۲: ګروټيسک (Grotesque) :

په دې تخنيک کې کرکټرونه د خندا تر څنګ لوستونکي ډاروي هم. پخوا له دې تخنيک څخه يوازې په کارټون کې کار اخيستل کېده، مثلا انسان ته به يې لکۍ، اوږده غاښونه، ښکرونه، ببر وېښتان،  اوږده غوږونه او ډاروونکې څېره ورکوله، خو اوس دې تخنيک د هنر نورو برخو ته هم لاره موندلې ده. ګروټيسک د کوميډي او تراژيدۍ، خيال او واقعيت مشترک انځور دی. د دې تخنيک په مرسته کولای شو چې يو خندوونکی تخيل له واقعيت سره وتړو.

د نامتو روسي ليکوال يوګني زمياتين (Yevgeny Zamyatin) طنزي رومان چې ( د قضا او قدر هګۍ) نومېږي د همدې تخنيک په مرسته ليکل شوی دی. د دې رومان مرکزي کرکټر  د ژويوپوهنې (Zoology) يو پروفيسر  دی چې (پرسيکوف) نومېږي. نوموړی غواړي يوه سوربخونه شعاع کشف او بيا د دې شعاع په مرسته د ژونديو موجوداتو بدن  لوی کړي. باالاخره  بريالی کېږي چې ډېرې لویې چرګې توليد کړي. دا چرګې خورا لويې هګۍ اچوي، خو يوه ورځ ناببره  له دې هګيو څخه ډېر غټ چرګان، ماران، سمسارې او نور  حيوانات راوزي او پروفيسر خوري.  (۳)

د يو زر و يوه شپه نکلونو يوه برخه  (د سيندباد سفرونه) نومېږي. په دې نکلونو کې سيندباد د خپل سفر خاطرات خپل يوه مېلمه ته بيانوي. دی د خپل سفر په بهير کې له داسې ژونديو موجوداتو سره مخ کېږي چې عجيب او غريب جولې او بڼې  لري. مثلا  يوه برخه يې داسي ده: (( په يوه جزيره کې مو يوه لويه ماڼۍ وليده. ماڼۍ ته چې ورننوتو،نو ناببره مو يو لوی  دېب (دېو) مخ ته ودرېد. دېب تک تور او  لکه يوه جګه ونه دومره لوړ و.  سر  يې د سپي او غوږونه يې ډېر  اوږده  او  پر اوږو  پراته وو، يوازې يوه سترګه يې درلوده چې هغه هم د پزې پر سر وه)).  (۴)

په وروستيو کې د ګروټيسک تخنيک سينمايي هنر ته هم لار موندلې او د دې تخنيک په مرسته ګڼ شمېر کارټوني فيلمونه جوړ شوي دي لکه د شريک (Shrek)  کارټوني فيلم چې مرکزي کرکټر يې له جسمي پلوه عجيب او غريب جوړښت لري. د متضادو عناصرو ګډ انځور، خندا،  ډار ،  مبالغه او غير عادي حالتونه د ګروټيسک عمده ځانګړتياوي بلل کېږي.

۳: د ژويو نکلونه (Fable):

نکلونه ډېر لرغونی تاريخ او د ملتونو په شفاهي ادب کې خورا  لوړ مقام لري لکه د لرغوني يونان، روم، هند او مصر شفاهي ادبيات. تر ميلاد اته پېړۍ  مخکې د لرغوني يونان په ادبياتو کې نکلونو وړ ځای درلود، چې د هيسوډ (Hesiod) نومي شاعر په  اثارو کې د باز  او بلبل کيسه يې يوه بېلګه ده.  نکلونه نه يوازې دا چې په شفاهي بڼه له يوه نسل څخه بل نسل ته لېږل شوي او په دې ډول يې زرګونه کاله ژوند کړی، بلکې يو شمېر نکلونه ليکوالو هم ليکلي چې ځينو يې دا کار  د سياسي او اجتماعي هدفونو لپاره کړی دی.(۵)

پخوانيو خلکو د سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي مسايلو په اړه خپل نظريات په کيسو او افسانو کې خوندي کول. د دې ډول اثارو کيسو چې يوه بېلګه يې (کليله او دمنه )  کتاب دی چې  د لرغوني اريايي دورې افسانې پکې خوندي شوي. دا نکلونه په هندوستان کې (ويشنو سارما) په سانسکريټ ژبه راغونډ  او  د (پنچه تانتره) په نوم  شهرت لري.  دا کتاب چې اکثره کرکټرونه يې حيوانان او تعليمي پيغامونه لري، له سانسکريټ څخه په پهلوي ژبه ترجمه او په دې ډول يې اسلامي هېوادونو ته لاره وموندله. (۶)

نکلونه ځکه زرګونه کاله وروسته هم  ډېر مينه وال لري چې اکثره کرکټرونه يې ژوي او د کرکټرونو تر څنګ کشمکش، پېښې او چاپېريال خلاف العاده انځورو وړاندې کوي او په دې ډول د تعجب، خندا او تلوسې سبب  کېږي. نوي داستاني اثار  که څه هم ځينې يې  رښتيا او يا رښتيا ته ورته او انساني عقل يې مني، خو په واقعي کيسو کې هم ژوي د سېمبولونو په توګه کارېږي او په کيسه کې د تخيل تومنه پيدا کوي. په معاصر داستاني ادب په تېره بيا طنز کې حيواني کرکټرونه جوړول د طنز له برياليو تخنيکونو څخه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې د ژويو نکلونه ډېر لرغوني دي دغه ډول د همدې تخنيک له مخې ليکل شوي اثار هم  اوږد تاريخ لري چې د اريستوفان (مرغان)  او (چونګوښې) نومي اثار  يې ښې بېلګې دي.

په شلمه پېړۍ کې انګرېز  طنز ليکوال جورج آرويل (George Orwell) د ځناورو فارم نومي طنزي ناول هم يوه ښه بېلګه ده. دا کتاب يوه سياسي او  اجتماعي کيسه ده چې کرکټرونه يې حيوانان دي. په کيسه کې سرکوزان د څو نورو حيوانانو په مرسته انقلاب کوي او د فارم خاوند چې انسان او (جونز) نومېږي له فارم څخه شړي او د فارم  ټول واک په لاس کې اخلي.  وروسته واکمنه ډله يو د بل په شکنجه کولو او وژلو پيل کوي. دا  کتاب  چې پر کمونيزم نقد او د پخواني شوروي اتحاد سېمبوليک انځور بلل کېږي، خورا مشهور اثر  او د نړۍ په څو ژبو ترجمه شوی دی. (۷)

په پښتو ژبه کې (سپي څنګه مډالونه وګټل؟) طنز  کرکټرونه هم حيوانان دي. دا داستان د دوو سپيو خاطرات دي چې يو سپی (جنرال براون جيټ) او په افغانستان کې د امريکا له نظامي قواوو سره کار کوي او بل سپی (چارچشمه) نومېږي چې په کابل کې ژوند کوي. د جنرال جيټ وروستۍ دنده د جمهوري رياست په ماڼۍ (ارګ) کې د خلکو تلاشي کول دي.

يوه ورځ چارچشمه تر يوې سوړې ارګ ته ورننوزي او له جنرال جيټ سره ويني. جنرال جيټ له چارچشمه سره خواخوږي   ښکاره کوي، خپلې ځانګړي کوټې ته يې بيايي، اوبه او ډوډۍ ورکوي او بيا د زړه خواله سره کوي. داستان د ګوانتنامو، ابوغريب، باګرام  او  کندهار  په  زندانونو کې د امريکايي عسکرو ظلمونه او کابل کې د جهادي تنظيمونو خپلمنځي  جګړې او ناخوالي انځوروي. ( ۸)

۴: خيالي نړۍ (Utopia) :

دې تخنيک ته په فارسي کې (ارمان شهر) وايي او معمولا په داستاني طنزونو کې کارول کېږي. په دې ډول داستانونو کې کرکټرونه، چاپېريال، مهال، خبرې، کشمکش، پېښې او داسې نور اړخونه خارق العاده او غير طبيعي وي. له دې تخنيک څخه د لومړي ځل لپاره  تر  ميلاد (۱۲۰)  کاله مخکې يوناني مورخ  او ليکوال  (لوسيان)  کار  اخيستی  دی. د لوسيان داستان د (هيرودت) او (هومر)  د سبک له مخې پاروډي شوی چې داسې پيل کېږي:

((موږ  له خپلو پنځوسو ملګرو سره په سمندر کې سفر پيل کړ. اتيا ورځې وروسته مو کښتۍ يوې داسې جزيرې  ته ورسېده چې له عجيبه رازونو څخه ډکه وه. له يوه ډبرليک څخه پوه شوو چې  (هراکلس)  تر دې ځايه پورې هم راغلی دی )). په دې داستان کې نورې عجيبه پېښې هم راغلي دي، مثلا وايي چې (( يوه زوروره دوړدوړکه (بړبوکۍ) راغله او زموږ کښتۍ يې هوا ته پورته کړه. په هوا کې پورته کېدو، پورته کېدو، پورته کېدو چې اخير سپوږمۍته ورسېدو. هلته مو وليدل چې د سپوږمۍ اوسېدونکي پر غټو غټو مرغانو سپاره او د لمر له اوسېدونکو سره د يوه ستوري د ملکيت پر سر په  جګړه بوخت دي.

په پای کې زموږ  کښتۍ بيرته سمندر ته راکښته او يوه نهنګ ژوندۍ تر ستوني تېره کړه. د نهنګ په خېټه کې یو سمندر اوبه ولاړې وې. د سمندر په منځ کې مو يوه جزيره وليده چې ځنګله غوندې په ګڼو ونو پټه وه.  سمدلاسه په منډه جزيرې ته ورغلو او  هلته پټ شولو. يو څه وخت وروسته مو زړه تنګ او په جزيره کې مو ونو ته  اور واچاوه. د نهنګ نس د ځنګله د اور په لمبو وسوځېد او موږ يې تر خوله بيرته راوغورځولو)). په سمندر کې دا سفر دوام کوي او د (اوديسه) غوندې يوې عجيبه نړۍ ته رسېږي. داستان له مبالغې، درواغو او خيالي انځورونو څخه ډک دی. لوسيان غوښتي چې په خپل دې طنز سره د خپل وخت سيلانيان مسخره او درواغجن وښيي. (۹)

نور بيا…

ماخذونه:

۱: نوراني، جلال، پرودی و پرودی سازان،۱۳۹۰ش کال، ميوند خپرندويه ټولنه، ۳-۴ مخونه

۲:  نوراني، جلال، ګروتيسک، ۱۳۹۰ش کال، ميوند خپرندويه ټولنه، کابل ۱۱- ۴۴ مخونه

۳: هوتک، محمد، پټه خزانه، ۱۳۳۹ه ش کال، د پوهنې وزارت، کابل  ۳۰ – ۳۲ مخونه

۴: حليم، صفيه، د سندباد اووه سفرونه  ۱۹۹۴م کال، ، پېښور،  ۱۵ مخ

۵: شينواری، دوست، د ادب د تيورۍ اساسونه،  ۱۸۹ – ۱۹۱ مخونه

۶:  زېری، صالح محمد، کليله او دمنه (پښتو ژباړه) ۱۳۹۰ش کال، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، ۲۰ –  ۲۱ مخونه

۷:  آرويل، جورج ، ژوبڼ، د ميرزا عالم حميدي پښتو ژباړه، ۱۳۶۸ ميوند خپرندويه ټولنه، کابل

۸: همت، عبدالنافع، سپي څنګه مډالونه وګټل؟ ۱۳۸۶ش کال،  نارنج خپرندويه ټولنه، کندهار، ۳۶ –  ۵۱ مخونه

۹: نوراني، جلال، هنر طنز پردازی ۱۳۹۱ش کال، بيهقي کتاب خپرولو موسسه ، ۴۹۵ –  ۵۱۲ مخونه


د ښاغلي همت نورې لیکنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب