دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+لیکوال | محمد مصطفی سمون‎

لیکوال | محمد مصطفی سمون‎

لیکل که د ژوند ورځنی عادت وګرځوو د ژوند او هنر ډېرې پاڼې به مو پرې تورې کړې وي. ځيرک او ښه لیکوال لیکل هغه وخت پیلوي، چې د ذهن زېرمه یې د ښو کتابونو له کلمو ډکه کړې وي، بیا لیکل کوي، چې دا د ځیرک او هنرمند لیکوال نښه ده.

دا مهمه نه ده، چې ته د څه په اړه لیکل کوې؛ خو مهمه دا ده، چې د ښه کتاب او لیکوال لوستونکی وې.

دا بیا ښه خبرې کوونکی، اورېدونکی، شنونکی او ښه لیکونکی در نه جوړوي. موږ ډېر کله له یوې سوژې وېرېږو، چې دا خبرې به تکراري یا ډېرې ساده وي.

له همدې تکراري او ساده خبرو نوې خبرې پیدا کېږي، د انسان وړو او باریکو ټکو ته ورپام کوي، چې له دې سره لیکوال د یو خپلواک سبک څښتن کوي.

بیا نور وګړي هم غواړي، چې د دې سبک د لارې لارویان شي. لیکل ډېر شوي او په هره ژبه کې د هغه د ظرفیت تر کچې په بېلابېلو موضوعاتو کې په لسګونو، سلګونو او زرګونو کتابونه لیکل شوي، چې په دې کې د هر لیکوال د پوهې کچه، مطالعه، د څېړنې له اصولو سره بلدتیا، د ژوند تجربې په خپله ژبه او نورو ژبو مسلکي پوهه، په خپل مسلک برلاسی، په نورو هېوادونو کې زده کړې او تجربې، له پوهو خلکو سره ناسته ولاړه، له لویو لیکوالانو سره ناسته ولاړه، په علمي او ادبي غونډونو کې ګډون، په لنډ مهالي کورسونو کې ګډون په حضوري یا په انلاین ډول او داسې نورې ډېرې لارې چارې دي، چې انسان دې ته مجبوروي، چې لیکل وکړي او د خپلې پوهې د زياتېدنې لپاره بیا په یوه مشخصه برخه کې کار وکړي؛ ترڅو علمي پرمختګ وکړي. موږ په ژوند کې ډېر څه تجربه کوو؛ خو ټولو تجربو ته بیا په یو ډول رسېدنه نه شو کولای، دا ځکه چې د وخت محدودیتونه دي.

په هر برخه کې لیکل ستونزمن وي، په اصل کې د هر مسلک مطالعه سخته ده. په خپل مسلک کې څوک نه شي کولای، چې په ټولو برخو کې مطالعه وکړي باید یوه مشخصه برخه کې مطالعه او د تجربو له مخې څه ولیکي.

تر پینځلسمې پیړۍ پورې د خلکو پوهه افقي وه په هر څه کې به یې لږ لږ پوهه درلوده، د بېلګې په ډول که موږ د فلسفې، حقوقو، ادبیاتو، منطق او داسې نورو علومو تاریخچه وګورو؛ نو هرومرو به د سقراط، اپلاتون، ارستو نظرونه پکې موجود وي.

دا ځکه چې د دوی پوهه افاقي وه، په هر څه کې یې لږ لږ پوهه درلوده. بیا وروسته پوهه عمودي شوه. تقریبا تر نولسمې پېړۍ پورې په یو شي کې ډېره پوهه، یعنې مسلکي شوه، د بېلګې په توګه د غاښو یو ډاکتر د غاښ په ریښه کې د تخصص تر کچې زده کړې کولې، یعنې تخصص به یې یوازې د غاښ په ریښه کې و، زده کړې تخصصي شوې. بیا وروسته بېرته لږ لږ افاقي پوهې ته د خلکو لېوالتیا ولیدل شوه.

اوس ګورو، چې یو ښه ډاکتر، ادیب، انجنیر، ژورنالېست غواړي، چې ارواپوهنه، ټولنپوهنه ادبیات، تاریخ او فرهنګ په اړه معلومات ولري؛ نو مجبور دی، چې په دې برخو مطالعه وکړي، دا ځکه چې دا د دوی له مسلک سره په ټولنیز لحاظ ډېره مرسته کوي.

دوی غواړي، چې د ټولنې له هر برخې څه نا څه معلومات ولري. یعنې د ټولنې په نبض، روان، فرهنګ، جغرافیې، تاریخ باندې پوه شي، چې د ټولنې له وګړو او حالاتو سره څنګه چلند وکړي. دا ټولې تجربې بیا د یو ښه لیکوال په پنځونه کې را برملا کېږي.

هر فرد د ده اګاهۍ، پوهې او دې بارکیو ته د متوجه کېدو لارې ویني، چې دا لیکوال څومره د خپل تاریخ، جغرافیې، فرهنګ څخه خبرتیا لري.

همدا د لویو لیکوالانو د تجربو، پوهې او مطالعې د رمزونه څرګندونه کوي، دا کړنې وخت او دقت غواړي، چې لویو لیکوالانو دا کار کړی.

ښه او لوی لیکوال د ټولنې هر اړخ ته له نویو زاویو ګوري او د یو لابراتوار په شان د ټولنیزو ناروغیو په تشخیصولو کې د ټولنې له وګړو سره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب